د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۷

د پنجوایي اوسیدونکي: د طالبانو له ظلمونو په تنګ شوي یو


د کندهار د پنجوایي ولسوالۍ اوسیدونکي تیره میاشت په سیمه کې د وسله والو طالبانو پر ضد راپاڅیدل او هغوي یې د دې ولسوالۍ له ډیرو سیمو وایستل.

دوی وایي، نور د طالبانو له ظلمونو ډیر په تنګ شوي و.

د نیویارک ټایمز ورځپاڼې په وینا که څه هم له دې وړاندې د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو پر ضد ورته پاڅونونه شوي خو دغه پاڅون ځکه مهم دی، چې هغه د طالبانو د ثقل له مرکز څخه راپورته کېږي.

د خلکو هغه پاڅون چې تیره میاشت د وسله الو طالبانو په وړاندې د کندهار په پنجوایي ولسوالۍ کې پیل شوی، یو شمېر نورو سیمو ته غزیدلی دی.

د سیمي اوسیدونکو، افغان او امریکایي چارواکو نیویارک ټایمز ورځپاڼې ته ویلي چې د طالبانو پر ضد دغه پاڅون په وروستیو کلونو کې یو مهم پاڅون دی.

د نیو یارک ټایمز ورځپاڼې په وینا که څه هم له تیرو اتلسو میاشتو راپدیخوا د افغانستان په یو شمېر نورو سیمو کې د طالبانو پر ضد د راپاڅیدلو پاڅونونو راپورونه ورکړل شوي، خو د پنجوایي ولسوالۍ د پاڅون اهمیت په دې کې دی چې د لومړي ځل لپاره هغه د طالبانو د ثقل له مرکز څخه راپورته کېږي.

نیویارک ټایمز لیکي، د سیمې اوسیدونکو او چارواکو له دې ورځپاڼې سره په مرکو کې ویلي، چې که څه هم دا د طالبانو د ظلمونو او بې رحمیو په وړاندې د خلکو د قهر او غوصې نتیجه ده، خو په دې کار کې د افغان امنیتي ځواکونو پیاوړتیا په تیره په سیمه کې د فعالو پولیسو موجودیت ونډه لرلې ده.

د نیویارک ټایمز په وینا کله چې د تیرې جنورې په میاشت کې سلطان محمد د پنجوایي ولسوالۍ د امنیې قومندان په توګه وټاکل شو، دې کار له دې مرسته وکړه چې خلک د حکومت ملاتړ وکړي.

د افغانستان په جنوب کې د امریکایي ځواکونو قومندان جنرال رابرت ابرامز تیره اونۍ د امریکا په دفاع وزارت کې خبریالانو ته په یوې خبري غونډه کې وویل، چې خلک د طالبانو له ظلمونو پوزې ته رسیدلی و، د هغه په وینا له څلورو کلو پرته نور د دې ولسوالۍ له ټولو سیمو طالبان ایستل شوي دي.

د پنجوایي ولسوال حاجي فضل محمد نیویارک ټایمز ته ویلي، چې سخت زړي او بې عاطفې طالبان د دې سبب شول چې خلک یې په وړاندې راپاڅیږي.

افغان چارواکو او د سیمې خلکو ویلي، چې په پنجوایی کې په تیره شپږو میاشتو کې له درې سوونه تر څلورسوو پورې ولسي وګړي د طالبانو په ماینونو او کمینونو کې وژل شوي یا ژوبل شوي دي.

د پنجوایي ولسوال ویلي، چې خلک په بڼونو او تاکونو کې د طالبانو له خوا د ماینونو ایښودو ډیر په قهر کړي دي.

خلک هره ورځ د دغو مایونو له امله وژل کېږي او د طالبانو له کړو وړو ډیر په تنګ شوي دي. همدا علت دی چې دوي له حکومت سره دریدلي دي.

د نیویارک ټایمز په وینا کله چې د تیرې فبرورۍ د میاشتې په لومړیو کې د طالبانو سیمه ییز قومندان د زنګ اباد کلي ته ولاړ څو هغه دوه ځوانان چې د طالبانو له خوا حکومت ته په جاسوسۍ تورن و ونیسي، پلار یې مقاومت کوي.

د تورنو پلار عبدالودود وایي، طالبانوغوښتل چې زامن یې له ځان سره یوې دښتې ته یوسي او هلته یې محاکمه کړي.

هغه وایی، دی او اته نور زامن یې د طالبانو د قومندان په وړاندې ودریدل. دی وایي د سیمې یو شمېر نور اوسیدونکې چې خپل خپلوان یې طالبانو وژلي و،هم له دوی سره یوځای شول.

د عبدالودود په وینا دې وروسته ولسوالۍ ته ولاړ او له امنیې قومندان څخه یې د مرستې غوښتنه کړې ده.

د نیویارک ټایمز په وینا دوي په ګډه د طالبانو پر ضد یوپلان جوړ کړ او په سیمه کې یې د طالبانو په یوه مرکز حمله وکړه.

له دوي سره د زنګ اباد د کلي شاوخوا اویا تنه بې وسلې اوسیدونکې هم یوځای شول او له لنډې نښتې وروسته چې درې تنه طالبان په کې ووژل شول، طالبانو له سیمې پښې سپکې کړې او کلی له طالبانو پاک شو.

نیویارک ټایمز لیکې، عبدالودود وایي، دی اوس یواځې نه دی، د زنګ اباد او نورو کلیو زرګونه کسان ورسره یوځای شوي.

دوی اوس له خپلو کلیو او سیمې دفاع کوي. د عبدالودود په وینا هغوي چې د دوی پر کلیو حملې کوي، له بهره راځي، له هغوي نه بیریږي اوپه وړاندې یې له خپلې خاورې څخه دفاع کوي.
XS
SM
MD
LG