د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۵۰

"هیله ده، چې په نوي کال کې به د سولې هڅې نتیجه ورکړي"


د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس محمد معصوم ستانکزی
د افغانستان د سولې عالي شورا هیله منه ده، چې په نوي کال کې به د سولې هڅې نتیجه ورکړي.

د سولې د عالي شورا د دارالانشا رییس له ازادۍ راډیو سره په یوه مرکه کې وویل، د دې شورا هڅو دا امکان برابر کړی چې په نتیجه کې به یې وسله وال مخالفین د پخلاینې له بهیر سره یوځای شي.

د سولې د عالي شورا د دالارانشا مشر وايي، له وسله والو مخالفینو سره د سولې د مستقیمو خبرو اترو لپاره شرایط اوس تر پخوا زیات چمتو شوي دي.

محمد معصوم ستانکزي له ازادۍ راډیو سره په ځانګړې مرکه کې وویل، چې د طالبانو لپاره د یوه دفتر د پرانیستو په ګډون د سولې په خبرو کې دومره پرمختګ شوی، چې په نوي ۱۳۹۲ کال کې اوس دوي تر پخوا زیات هیله من دي.

په روانه اونۍ کې ځینې راپورونه خپاره شول، چې د افغان حکومت د اپوزیسیون استازو د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي او د طالبانو له استازو سره د سولې په اړه خبرې کړي دي.

که څه هم طالبانو له سیاسي اپوزیسیون سره د هر ډول خبرو اترو احتمال رد کړی، خو د سیاسي ګوندونو د همکارۍ د شورا په نوم د اپوزسیون د څو ډلو د ائتلاف استازي سیدحامدګېلاني ویلي چې له وسله والو طالبانو او حکمتیار سره یې تماسونه نیولي دي.

د ګېلاني په وینا تماسونه له هغو طالبانو سره نیول شوي چې ملا محمد عمر ته نژدې دي.

د سولې د عالي شورا د دارلانشا رییس که څه هم وايي، ټولې سیاسي ډلې د هېواد د مهمو مسایلو په اړه په خپلو کې د خبرو حق لري خو دی ټینګار کوي چې رسمي خبرې یوازې د سولې د عالي شورا له صلاحیتونو څخه دي.

ښاغلي ستانکزي د سولې په ټینګښت کې د دیني عالمانو او د قومي مشرانو ونډه مهمه وبلله او ویې ویل چې د شورا د نوي کال په پلان کې له دوی سره تماسونه هم شامل دي.

څارونکي وايي، د پاکستان له رښتینې مرستې پرته په افغانستان کې د سولې راوستو هڅې ښايي نتیجه ورنکړي. د سولې د عالي شورا د دالارانشا رییس محمدمعصوم ستانکزی وویل، د ګاونډیو هېوادونو د اعتماد د جلبولو لپاره به په سیمه ایزه کچه هم تماسونه ټینګ شي.
XS
SM
MD
LG