د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۱۱

له ميدان وردکه د امريکايي ځواکونو پر وتلو تبصرې


د لويديځ يو شمير ورځپاڼو په خپلو تاره ګڼو کې له ميدان وردک ولايته د امريکا د ځانګړيو ځواکونو د وتلو پر موافقې ليکنې خپرې کړې دي.

ګارډين:

بريتانيايۍ ورځپاڼه ګارډين ليکي، دا موافقه د ولسمشر کرزي لپاره يوه سمبوليکه بريا وه. دی وتوانيد چې ځانګړي ځواکونه له داسې ځايه چې خلکو د هغوي له چلنده شکايت لاره ‎، وباسي.

بل لور ته د ورځپاڼې په باور دا پريکړه له ټول ميدان وردک څخه د امريکايي ځواکونو د وتلو بهيرتر هغه ګړندي کوي چې افغان او امريکايي چارواکو يې وړاندوينه کړې وه. خو ګارډين پوښتنه کوي چې دا پريکړه د هغو لسګونو ځانګړيو امريکايي ځواکونو او د هغوي افغان همکارانو لپاره چې په ميدان وردک کې ديره دي، څه مانا لري؟

نيويارک ټايمز:

ورځپاڼه دا پوښتنه همداسې پريږدي خو يوه بله ورځپاڼه نيويارک ټايمز بيا دا موافقه ځکه پيچلې ګڼي چې په هغې کې ويل شوې دي د نرخ ولسوالي امنيتي چارې به ډير ژر محلي پوليسو ته چې امريکايي ځانګړيو ځواکونو روزلي دي، وسپارل شي. بيا به د ميدان وردک د نورو سيمو امنيتي چارې ورو ورو افغان ځواکونو ته انتقال شي.

نيويارک ټايمز د خپرې کړې مقالې په يوې بلې برخې کې څرګندوي چې د ولسمشر کرزي او امريکا تر منځ يوازې د ميدان وردک لانجه نه وه، د دغو دواړو لوريو تر منځ د بګرام د زندان د واک د سپارلو مسالې هم ستونزه پيدا کړې ده چې لاهم سمه معلومه نه ده چې د دې بنديخانې واک به کله افغان لورې ته سپارل کيږي.

د نيويارک ټايمز په وينا سربيره پر دې چې ولسمشرکرزي په ځينو مواردو کې د امريکا په برخه کې قهرجنې خبرې کړې دي خو ورسره يې له امريکا سره د جوړجاړي لاره خپله کړې ده.

نيويارک ټايمز په دې باب د ولسمشر کرزي د دوشنبې د ورځې خبرو ته اشاره کوي چې يو ځل بيا يې له افغانستان سره د امريکا د مرستو ستاينه وکړه او ويې ويل، کابل او واشنګتن تل پاتې دوستي ته ژمن دي.

واشنګتن پوسټ:

بله امريکايۍ ورځپاڼه واشنګتن پوسټ بيا ليکي چې د ميدان وردک له ولايته د امريکا د ځانګړيو ځواکونو له پريکړې داسې ښکارې چې د ولسمشر کرزي غوښتنه پرځاي شوه، خو افغان ولسمشر له دې موافقې سره لږ عقب نشيني هم کړې ده، ځکه چې په اوله کې يې غوښتل چې ځانګړي امريکايي ځواکونه دې له ټول ميدان وردک نه ووځي او اوس يې يوازې د نرخ پر ولسوالۍ قناعت کړي دي.

د ورځپاڼې په وينا ښايي د دې قناعت علت دا وي چې افغان قوماندانانو انديښنه څرګنده کړه چې د امريکا له ځانګړيو ځواکونو يا سپيشل فورس پرته د ميدان وردک د امنيت ټنګيدل ګرانه دي.
XS
SM
MD
LG