د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۵۹

"راتلونکي کال کې به د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره جدي هڅې وکړو"


د کابل ښار د کارته سخي په سیمه کې هم د زرګونه کسانو له خوا د نوي کال جشن ولمانځل شو او د سخي صیب د زیارت جنډه پورته شوه.

که څه هم په دې مراسمو کې لوړ پوړو چارواکو ګډون نه وو کړی، خو د ولسمشر حامد کرزي د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي پیغام ولوستل شو.

د دې جشن ګډونوال ډیر خوشحاله ښکاریدل او هیله یې ښودله، چې د نوي کال له را رسیدو سره به هېواد ته امن او کراري راشي.

نوي کال د را رسیدو په هدف د جمهوري ریاست د دویم مرستیال محمد کریم خلیلي په پيغام کې راغلي، چې په دې کال کې به حکومت د سولې او امنیت د ټینګښت لپاره جدي هڅې وکړي.

د کریم خلیلي دا پیغام د نوي کال په لومړۍ ورځ د کابل د کارته سخي په زیارت کې د کابل د ولایتي شورا د غړي عبدالحمید سجادي له خوا ولوستل شو.

په دې پیغام کې د تیرو لسو کلونو سیاسي او اقتصادي پرمختګونو ته اشاره شوې، خو په کې راغلي، چې حکومت باید د سیاسي او امنیتي بدلون بریالیتوب ته ډیرې هڅې وکړي:

"سږ کال باید د دوامداره سولې د ټینګښت، ټولنیزعدالت او اقتصادي ودې لپاره جدي، نه ستړې کیدونکې او نوې هڅې وکړو.

هیله ده ټول په یووالي سره د نوي کال هرکلۍ وکړو او ۲۰۱۴ کال ته په نږدې کیدو وکولای شو د سیاسي واک انتقال په بریالیتوب سره ترسره کړو.

زموږ هیله دا ده، چې اقتصادي او امنیتي انتقال هم په بریالیتوب پای ته ورسوو."


د نوي کال د لومړۍ ورځ په لس نیمو بجو د کابل د کارته سخي په سیمه کې د سخي صاحب د زیارت جنډه پورته شوه او دې مراسمو کې زرګونه کسانو ګډون کړی وو.

عام خلک، چې د سخي صاحب د زیارت شااوخوا په میلو او خوشحالیو بوخت وو، نوي کال ته ډیر هیله من ښکاریدل او له حکومته یې غوښتل چې روان اداري فساد پای ته ورسوي:

"1 - زما نوم مستري دی، غواړم چې نوي کال په خوشحالۍ تیر شي او انفجارات ونه شي، هیله من یم چې ارامي شي، کراري شي او ټول په سوله کې ژوند وکړو.

۲ - زما نوم نظام الدین دی، زما هیله او توقع له خلکو دغه ده چې اتفاق او یووالي ته مخه کړي، په شرعي نظام برابر شي، له دولته مو دا خواهش دی چې د ظلم او فساد مخه ونیسي، انشاالله ښه کال به وي."


د کارته سخي سربیره، پغمان، قرغه، باغ بالا، د مرنجان تپه، د کابل ژوبڼ او شهداصالحین هم هغه سیمې دي چې د کابل ښار زرګونه اوسیدونکو د نوي کال مراسم په کې ولمانځل.

افغان امنیتي ځواکونو په دې ورځ د کابل په ځانګړو ځایونو کې کلک امنیتي تدابیر نیولي وو او ځینې سړکونه او کوڅې یې هم د ترافیکو پرمخ تړلې وې.

اسدالله “لودین”
XS
SM
MD
LG