د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۴ وری ۱۳۹۸ کابل ۰۷:۲۸

د امریکا ولسمشر بارک اوباما لویدیځې غاړې ته ولاړ


د امریکا ولسمشر بارک اوباما لویدیځې غاړې ته ولاړ. دی له اسراییله راملا ته په هیلکوپتر کې ولاړ او هلته به د فلسطني ادارې له مشر محمود عباس او نورو فلسطیني مشرانو سره خبرې وکړي.

څیړونکي وایي، چې فلسطینیانو اوباما ملامته کړی دی چې د فلسطنیانو پر خاوره یې د اسراییلي میشت ځایونو د جوړیدو د مخنوي لپاره لږ هڅې کړې دي.

وروسته تر دې چې په راملا کې بارک اوباما له فلسطیني مشرانو سره وویني دی به بیرته بیت المقدس ته ستون شي او هلته به اسراییلي محصلانو ته وینا وکړي.

د چهارشنبې په ورځ اوباما او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو په سیمه کې پر امنیتي اندیښنو خبرې وکړې په ځانګړې ډول یې د ایران نوم واخیست او د دغه هېواد د اتمي لانجې تر څنګ یې په ګاونډي سوریې کې د شخړو مساله وڅیړله.

اوباما ژمنه کړې ده، چې دی به له اړتیا سره سم هغه اقدامات وکړي چې پرې نه ږدي ایران اتومي وسلې پیدا کړي او د اسراییل صدراعظم بنیامین نتنیاهو وویل چې دی یو مخ ډاډه شوی چې امریکا به دغه لانجه هواره کړي.
XS
SM
MD
LG