د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۱:۴۱

کابل کې خلکو د نوروز جشن په خوښیو ولمانځه


د نوي کال په لومړۍ ورځې په کابل کې په ځینو مشخصو ځایونو کې خلک راټول شوي و او دغه ورځ یې په خوښیو سره ولمانځله.

په کابل ښار کې د مرنجان غونډۍ، شهدای صالحین، بابر باغ، ښځینه باغ، قرغه، پغمان او ځینې نور ځایونه دي چې خلک تل د نوروز د ورځې میلې پکې کوي.

خلک که څه هم په دې ورځ د امنیت له پلوه ډاډمن و خو له ازادي راډیو سره په خبرو کې یې په افغانستان کې د تلپاتې امن د راتلو هیله وکړه.

کابل ښاریان چې میله ځایونو او تفریح ځایونو ته په تګ د نوي کال د لمانځلو په خوښۍ بوخت دي، له حکومت نه غواړي چې د سولې د ټینګښت په برخه کې جدي هڅې وکړي.

د کابل ښار اکثره اوسیدونکي د پنجشنبې په ورځ چې د نوي کال لومړی ورځ وه، بیلابیلو ځایونو ته د میلې او تفریح لپاره روان وو.

په دې ورځ د مرنجان په غونډۍ هم د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه.

خلک په بیلا بیلو دودیزو میلو بوخت و، ځینو بزکشي کوله، هګۍ جنګولې، ګاغذ پرانونه یې پورته کول او ځینې یې په نورو ساعت تیریو بوخت وو:

"۱:- هیله مند یو چې راتلونکې کال په هیواد کې په خوښي سره تیر شي، جګړه ختمه او سوله راشي.

۲:- خدای دې نوی کال په ټولو باندې په خیر سره تیر کړي، او د خدای په دربار کې دعا کوو چې په هیواد کې امنیت راشي او ټولې وژنې او چاودنې ختمې شي."


شهدای صالحین، بابر باغ، ښځینه باغ، قرغه پغمان او ځینې نور هم هغه ځایونه دي چې کابل ښاریان پکې په ځینو خاصو ورځو کې میلو ته ځي.

شهدای صالحین زیارت ته هم ګڼ شمیر کورنی د زیارت لپاره راغلي وو، چې د جنډې له پورته کولو وروسته پخپلو میلو او ساعت تیریو بوخت شول.

دوی، چې ورایه خوشاله ښکاریدل، په دې ورځ د امنیت په اړه هم ډاډمن و:

"زما نوم جمشید ده، دلته هر کال په نوي کال کې جنډه پورته کیږي او موږ هم د همدې لپاره له خپلې کورنی سره راغلي یو، ځکه د نوي کال خوشالي ده.

دا مراسم د څلویښتو ورځو لپاره وي او امنیت هم ډیر ښه دی مونږ ورنه خوشاله یو."


بل خوا کابل ښاروال هم چې د کابل ښار به قاضي باغ کې یې د جنډې پورته کولو په مراسمو کې ګډون کړی وو، له خلکو وغوښتل چې د نوي کال په پیلیدو سره د ښار په سمسورتیا کې ونډه واخلي:

"هیله مند یم په راتلونکو څو ورځو کې چې د نیالګیو کینولو امکان شته ډیره ګټه واخلو، او خپله هغه ژمنه عملي کړو چې ویلي مو وو یو میلون نیالګیي کینوو.

سږکال به یواځې د سړکونو پر سر په ګلدانونو کې یو لک ګلان کینوو.

ډیر ژر به کابل ښار په یو ډیر ښکلي، روښانه او داسې ښار بدل کړو چې مرکز ته ورته وي."


د نوروز جشن نه یواځې په افغانستان بلکې په یو شمیر نورو هیوادونو لکه ایران، تاجکستان او ترکیه کې هم له ډیرو پخوا کلونو راهیسې نمانځل کیږي.

که څه هم دغه ورځ له کابل سربیره په ځینو نورو ولایتونو کې هم په خوښیو ولمانځل شوه، خو جګړې او ناامني هغه ستونزې دي، چې د افغانستان له یو شمیرو خلکو څخه یې په خپلو سیمو کې د دارنګه خوښیو لمانځنه هیره کړې ده.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG