د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۱۷

ازبکستان د افغانستان د اورګاډې یا ریل پټلۍ پراخوي


د ازبکستان د اورګاډي ادارې یا ازبکستان تیمر یولري د هغو پلانونو سروي یا فزیکې څیړنه پیل کړې، چې غواړي مزار شریف ته د ۷۵ کیلو میترو اوږده غرول شوي پټلۍ پراخه کړي.

څیړونکې وایي، دا نوي پروژه به د ۲۰۱۳ او ۲۰۱۵ کلونو ترمنځ مودې کې جوړه شي او د افغانستان په اقتصادي ودې به زیات اغیز وکړي.

د ازبکستان د اورګادي یا ریلوي ادارې د روان عیسوي کال جنورۍ میاشت کې اعلان وکړ، چې د ۴۵۰ میلیونو امریکایي ډالرو په لګښت به ۲۳۰ کیلومیتره اوږده پټلۍ جوړه کړي، چې حیریتان - مزار شریف – شیرخان بندر او د تاجکستان سرحدې سیمه د پنج دریاب به سره ونښلوي.

د ازبکستان د ریلوې ادارې مشر نوروز ارکینوف وایي، دا پټلۍ به وروسته هرات ته وغزوله شي او بیا به د ازبکستان په لویدیځ کې له بلې پټلۍ سره چې تراوسه نه ده بشپړه شوې ، وصل شي.

د ارکینوف په وینا، ددي پروژې لګښت به د مرکزي آسیا د سیمه اېزې اقتصادې همکارۍ د پروګرام له خوا ورکول کیږي او د ریل پټلۍ به د افغانستان له کندز، خلم او نائب آباد له ښارګوټو څخه تیره شي.

د ازبکستان د ریلوي ادارې مشر زیاتوي، ازبکستان د افغانستان د اقتصادي رغاونې لپاره تل مرسته کړې او خپلې همکارۍ ته به دوام ورکړي او دا ځکه چې ترانسپورتې پروژې د دواړو هیوادو د اقتصاد لپاره ډېر زیات اهمیت لري.

له بلې خوا، افغان او ازبک کاریګرو د کابل – مزار شریف لویه لار رغولې او ددي لارې په اوږدو کي یي لس پلونه بیا رغولې دي.

ازبکستان په ۲۰۱۰ م کال کې د حیرتان – مزرا رشریف د ریل پټلۍ پروژه پیل کړه او په ۲۰۱۱ م کال کي فعاله شوه چې دا په افغانستان کې د ریل لومړنۍ پټلۍ ده.
XS
SM
MD
LG