د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۴۵

افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان د اورګاډي د پټلۍ پرغزولو موافق شول


افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان په خپلو کې د اورګاډي د پټلۍ پرغزولو هوکړه وکړه.

په دې اړه تفاهم لیک پرون د درې واړو هیوادونو ولسمشرانو په عشق اباد کې په یوه درې اړخیزه غونډه کې لاسلیک کړ.

افغان ولسمشر حامد کرزي پرون له تاجک ولسمشر امام علي رحمان او ترکمن ولسمشر قربان قلي بیردي محمدوف سره په یوه درې اړخیزه غونډه کې، چې په عشق اباد کې جوړه شوې وه له ترکمنستانه د افغانستان له لارې تاجکستان ته د اوسپنې پټلۍ د غزیدو تفاهم لیک لاس لیک کړ.

د ولسمشر کرزي د ویندوې مرستیالې عادله راز له ازادي راډیو سره خبرو کې د دې تفاهم لیک په اړه وویل:

"ولسمشر کرزي ترکمنستان ته د خپل سفر په ترڅ کې د تاجکستان او ترکمنستان د ولسمشرانو سره د دې درې واړو هېوادونو ترمنځ د اورګاډې د پټلۍ د جوړولو تفاهم لیک لاسلیک کړې، چې دا پټلۍ به له ترکمنستانه افغانستان او د افغانستان له لارې تاجکستان ته غزیږي."

عادله راز وايي، چې د اورګاډې د دې پټلۍ غزول به د سیمي د اقتصاد په وده او د هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ په پراخیتا کې مهم رول ولوبوي.

د ولسمشر د ویندوې دفتر په یوې خبرپاڼې کې ویلي، د دغه تفاهم لیک له مخې به د درې واړو لورو د اړوندو وزارتونو متخصصین د یوې میاشتې په موده کې د دغې پټلۍ د تخنیکي، حقوقي او مالي اساساتو جزییات څیړي او عملي کار به یې د روان میلادي کال د جولای په لومړيو کې پیلیږي.

د ولسمشر کرزي د ویندوې مرستیالې عادله راز ازادي راډیو ته وویل، چې د اوسپنې دغه پټلۍ به د ترکمنستان د اتا مراد له سیمې څخه پیل شي او د افغانستان پولې ته نږدې د امام نظر سیمې ته به را ورسیږي، بیا به د افغانستان د اقینې او اندخوي د سیمې په تګلوري کې دوام ومومي او وروسته به د کندز ولایت د شیرخان بندر له لارې له تاجکستان سره ونښلي.

خبر پاڼه زیاتوي، چې د دې تفاهم لیک ترلاسلیکولو وروسته درې واړو هېوادونو مشرانو په یوه ګډه خبري غونډه کې دا پروژه د سیمې د هېوادونو د اقتصاد او سوداګری د پیاوړتیا او پراختیا لپاره مهمه بللې ده.

خبر پاڼه د ولسمشر حامد کرزي له خولې وايي چې د اوسپنې د دغې پټلۍ جوړیدل به نه یوازې د افغانستان، ترکمنستان او تاجکستان هېوادونه سره ونښلوي، بلکې د دغو هېوادونو د خلکو او د سمیې د هېوادونو په اقتصادي پیاوړتیا کې به مهم رول ولوبوي.

ټاکل شوې ده چې ولسمشر حامد کرزی به نن ( پنجشنبې )په عشق اباد کې د نوروز په نړیوال جشن کې د سیمې او نړۍ له یو شمیر نورو مشرانو سره یوځای ګډون وکړي.
XS
SM
MD
LG