د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۳۹

سوريې ته د کيمياوي وسلو د نه کارولو خبردارى ورکړل شو


سوریه د ډله اېزې وژنې وسلو لرونکی لومړنی هیواد دی چې د کورنۍ جګړې له امله ممکن وویشل شي . د امریکا متحده ایالاتو او انګلستان دواړو دمشق ته خبرداری ورکړی چې کیمياوي وسلې به نه استعمالوي.

د وسلو لویدیځ کارپوهان وایي، سوریه په نړۍ کې تر ټولو زیاتې کیمياوي وسلې لري. له ۱۹۸۰ لسیزې راهیسي چې سوریې د وخت د شوروي اتحاد په مرسته د ډله ييزې وژنې د وسلو پروګرام پیل کړی، په سلونو ټنه مسټر یا اوري غاز چې پوستکی سوځوي او دغه راز د اعصابو د له منځه وړلو یا سارین غاز یي ذخیره کړی دی.

ویل کیږي چې دا هیواد دغه راز دVX په نامه زهرې غاز چې د استعمال په ساحه کې تر څو اونیو پورې پاته کیداى شي، هم په واک کې لري.

دا ذخیره شوي کیمياوي مواد د توپونو په ګولیو، هوایي بمباریو او سکډ توغندیو کې د استعمال او د جګړو ډګرونو ته د وړلو لپاره چمتو دي.

په واشنګټن کې د اټومې وسلو د نه پراختیا د څارونکي انستیټیوټ د مرکز مشر لیونارد سپیکټر وایي، دا نده معلومه چې سوریه بیالوژیکې وسلې لرې او کنه:

”مونږپوهیږو چې سوریه د ځینو پرمختللو ډولونو په ګډون، کیمياوي وسلې لري، خو د بیولوژیکي وسلو مسله یي څرګنده نه ده. د امریکا د متحده ایالاتو د حکومت وروستۍ اعلامیه وایي، دمشق په دې اړه څیړنې کړي، خو دا توان نه لرې داسې اصلې بیولوژیکې وسلې چې په بمونو او یا نورو شیانو کې کارول کیږي، تولید کړي“

سوریې له ۲۰۰۷ کال وروسته چې اسرائیلو یې د اټومې وسلو مشکوکه بټۍ یا تاسیسات بمبار کړل، د اټومې وسلو پر وړاندې یې کوم پرمختګ نه دی کړی.
دا پوښتنه مطرح ده چې آیا د بشار الاسد رژیم به د مخالفو وسله والو پرضد د ډله اېزې وژنې وسلې استعمال کړي؟

دا به د مصیبت لومړنی داستان وی. په ګاونډي هیواد عراق کې دا کار شوی او صدام حسین په ۱۹۸۸ کال کي په حلبچه کې کیمياوي وسلې استعمال کړې وې. هغه مهال د درې زرو او پنځه زرو تر منځ خلک وژل شوي وو او د کردانو پاڅون ځپل شوی و.

د بشار الاسد رژیم خبرداری ورکړی چې د بهرني یرغل په مقابل کې ممکن د ډله ييزې وژنې وسلې استعمال کړي، خو د سوریایانو پر ضد به یې هیڅکله هم ونه کاروي.

دوهمه پوښتنه داده چې آیا د سوریې د ډله ييزې وژنې وسلې به د القاعده او یا حزب الله ډلې غړیو لاس ته ورشي؟

القاعده شبکې د سوریې د رژيم له یاغیانو سره خپله داعیه شریکه کړې او په دې هیواد کې فعالیت کوي. دا یو خطر دی که چیرې کومه سیمه چې کیمياوي وسلې په کې ساتل شوې، د یاغیانو لاس ته ورشي، دا نړیوال تروریستي سازمان ممکن د دې وسلو د تر لاسه کولو فرصت پیدا کړي.

اسرائیلو تيره میاشت خبرداری ورکړی و، که چیرې داسې کومه نښه نښانه پیدا شي چې د ډله ييزې وژنې وسلې د حزب الله لاس ته ورځي ، دوى به په سوریې کي پوځې مداخله وکړي.
XS
SM
MD
LG