د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۵ غبرګولی ۱۳۹۸ کابل ۰۴:۱۷

په افغانستان کې د ۱۳۹۱کال امنیتي چلنجونه او لاسته راوړنې


افغان پوځي او امنیتي چارواکې په 1391 ل کال کې، د افغانستان د 76 سلنې برخې امنیت ورسپارل، د وسله والو مخالفینو د لویو حملو شنډول او د ځواکونو شمېر ټاکلي اندازې ته رسول د دې کال کې مهمې لاسته راوړنې بولي.

پوځي او امنیتي پوهان که دغه لاسته راوړنې مني دا هم وايي، چې په دې کال کې هغه ډول پرمختګ چې باید شوای وايي لا هم د بېلابېلو نامعلومو لاملونو په خاطر نه دی شوی.

د پوځي چارو پوه نورالحق علومي له ازادۍ راډیو سره په خبرو کې د بیلګې په ډول هوايي ځواک، کشفي او استخباراتي نیمګړتیاوو ته اشاره کوي او وایي، چې په دې کال کې لازم پام ورته ونه شو.

نوموړی په دې برخه کې د افغان حکومت ترڅنګ نړېواله ټولنه ډیره ملامته بولي، چې په دې اړه یې ژمني نه دي عملي کړي:

“لویه کمزورتیا د هوايي ځواکونو نه درلودل دي، کشفي رادار ځواک نشته، د کشف او استخباراتو په برخه کې هغه اساسي بدلون چې باید راغلی وای نه دی راغلی، تر اوسه چا پام نه دی ورته کړی.

څومره چې د تجهیزاتو او تشکېلاتو لپاره ژمنې شوي، خو لا هم زموږ د هوايي ځواک تشکېل نه دی جوړ شوی، چې په خپلواکه توګه ملاتړی رول ولوبوي.”

د افغانستان د دفاع وزارت چاراکي وايي، چې په 1391 کال کې د پوځیانو شمېر یولک او پنځه نوي زرو تنو ته رسېدلی، 84 فیصده پوځي عملیات افغان پوځیانو په خپلواکه توګه کړي او دا کال د دوی لپاره مهم وو.

د دې وزارت ویاند ظاهر عظمي وایي، په دغه کال کې دوی نژدې 20 زره پوځي عملیات کړي، چې 4664 تنه وسله وال مخالفین په کې وژل شوي، 6400 تنه په کې نیول شوي او په دغو عملیاتو کې 1183 تنه افغان پوځیان هم وژل شوي، خو په 1390 کال کې 841 پوځیانو خپل ژوند له لاسه ورکړی وو:

“زموږ د څېړنو له مخې دغه کال ملي پوځ ته د لاسته راوړنو کال وو، په دې کال کې پوځ وکولای شوای خپل کمیت پوره کړي کله چې کمیت بشپړ شي، انرژي پر کېفیت لګوو.

دا چې موږ وکولای شوای 84 فیصده پوځي عملیات په خپلواکه توګه پلان او عملي کړو، دا د افغانانو لپاره یوه مهمه لاسته راوړنه ده، په رښتینې توګه دا ښيي، چې پوځ پر خپلو پښو درېدلی.

په ټول کال کې امنیتي حالت د 1390 ل کال په پرتله ښه وو.”

د دفاع وزارت د معلوماتو له مخي په دغه کال کې د افغانستان د 76 فیصده خاوري امنیتي مسئولتونه بهرنیو ځواکونو افغان سرتیرو ته سپارلي او له دې هیواده 50 زره بهرني پوځیان وتلي، چې ځای یې افغان ځواکونو نیولی دی.

د امنیتي چارو پوهان په دغه کال کې د امنیتي سرتیرو نظم، د حملو شنډول او د مخالفینو د لویو حملو مخنیوی د دوی مهمي لاسته راوني بولي، خو وايي، چې د ولس غوښتنه لا نه ده پوره سوې.

د افغانستان د کورنیو چارو پخواني وزیر فقیرمحمد فقیر ازادۍ را‌ډیو ته وویل، چې د دوو ګاونډیو هیوادونو ایران او پاکستان لاسوهني ددې سبب سوې، چې په 91 ل کال کې افغان ځواکونه له ستونزو سره مخ کړي.

د افغانستان د کورنیو چارو وزارت د خپلو لاسته راوړنو یادونه کوي او وایي، چې په دې کال کې د ملي پولیسو شمېر 157000 تنو ته ورسېدی، چې دا یوه ټاکلې هدف وو.

د دې وزارت ویاند صدیق صدیقي وایي، چې په 91 ل کال کې د پولیسو، وسله والو مخالفینو په مرګ ژوبله او د هغوی په حملو کې د 90 کال په پرتله ډیروالی راغلی دی:

“له بده مرغه په 1391ل کال کې 1800 ملي پوليسو ستاسو د خونديتوب او د امنيت د ټينګښت لپاره ځانونه قربان کړي، دا ټول شهيدان دي، د دوى درناوی بايد وسي دارنګه 3000 نور پوليس ټپيان سوي دي.

په دې کال کې 6300 حملې د مخالفینو له خوا شوي.

هغه ګډ او خپلواک پوځي عملیات چې موږ په ټول افغانستان کې کړي، نژدې 4600 وسله وال مخالفين په کې وژل سوي او 6700 تنه مخالفين چې تورن وه نيول سوي دي.”

ښاغلی صدیقي وايي، د وسله والو مخالفینو ډیر فعالیتونه د سړک د غاړي پرماینونو او ځان وژونکې حملو پورې منحصر وو او دغه مخالفین تر ډیره د پاکستان له خاوري د افغان او بهرنیو ځواکونو پرضد جګړې ته را لیږل سوي وو.

د ناټو په مشرۍ د ایساف چارواکې وايي، چې په 2012 م کال کې 274 تنه بهرني سرتیري په افغانستان کې وژل سوي دي، خو د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست تر اوسه خپل معلومات خبریالانو ته نه دي ورکړي.

د یوناما یا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو د سیاسي دفتر د یوه راپور له مخي، په دې هیواد کې د ولسي خلکو په مرګ ژوبله کې په تیر میلادي کال کې د وړم کال په پرتله دولس فیصده کموالی راغلی دی.

په دې راپور کې راغلي چې په تیر م کال کې د دې هیواد 2754 ولسي خلک وژل سوي او 4805 تنه ژوبل سوي.

اکثره عام افغانان هم 91 ل کال د جګړو او ناامنیو کال بولي او هیله لري، چې راتلوونکې کال به له سولي، امنیت او لاسته راوړنو سره مل وي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG