د لاسرسي لېنکونه

یکشنبه ۳۱ وږی ۱۳۹۸ کابل ۰۲:۵۰

څیړونکي: په ۱۳۹۱ لمریز کال کې د سولې پروسه بریالۍ نشوه


که څه هم په ۱۳۹۱ لمریز کال کې خلکو تمه درلوده، چې د سولې هڅې به نتیجه ورکړي خو د دې کال په پای کې معلومه شوه، چې په دې برخه کې هلې ځلې تر اوسه یوازې په الفاظو کې پاتې شوي.

څیړونکې وایی، چې د ۱۳۹۱ لمریز کال له پیله تر پایه په افغانستان کې د سولې خبرې اترې ډیرې تودې وې، خو افغان حکومت له ډیرو هڅو سره سره ونه توانید، چې وسله وال مخالفان سولې ته را مات کړي.

د سیاسي چارو څیړونکي وحید مژده د چهارشنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل، چې د سولې پروسې د نه بریا علت په ملي او نړېواله سطح د ځینو خنډونو موجودیت دی.

د ۱۳۹۱ لمریز کال په لومړیو کې د حکمتیار په مشرۍ د حزب اسلامي یو پلاوی له افغان چارواکو سره د سولې د خبرو اترو لپاره کابل ته راغی، خو د دې پلاوي له څو ځلي تګ راتګ سره سره دې خبرو اترو نتیجه ورنه کړه.

په همدې کال له وسله والو طالبانو سره هم د سولې خبرې اترې ډیرې تودې شوي، ان افغان حکومت په قطر کې د طالبانو لپاره د دفتر له پرانیستلو سره هم موافقه وکړه.

د سولې یو پلاوی په همدې کال اسلام اباد ته هم ولاړ او له پاکستان څخه یې وغوښتل، چې طالب مشران له بند څخه خوشې کړي، پاکستان هم د دوي له غوښتنې سره سم کابو شل تنه طالب مشران له بند نه خوشې کړل خو ملا عبدالغني برادر یې لا تراوسه هم په بند کې ساتلی دی.

د افغان حکومت د سیاسي مخالفې ډلې ملی ایتلاف ویاند سید فاضل سانچارکي سربیره پردې چې د سولې په برخه کې د افغان حکومت ستراتیژي کمزورې بولي وایی چې په دې اړه پاکستان هم صادقانه اقدامات نه دي کړي:

"پاکستان تراوسه له دې مسالې سره د یوې لوبې په توګه چلند کړی او په خپله ستراتیژي کې یې هیڅ بدلون نه دی راوړی.

پاکستان لاهم له وسله والو مخالفانو څخه په افغانستان کې د جګړې د دوام د وسیلې په توګه ګټه اخیستې او دلته یې نا امنۍ رامنځ ته کړي.

پاکستان باید وهڅول شي چې له دې کارونوڅخه لاس واخلي".

په ۱۳۹۱ لمریز کال د یوه څیړنیز انستیتوت لخوا د طالبانو،د سولې د عالي شورا او د افغان حکومت د اپوزیسیون یوشمیر استازي په فرانسه کې د سولې په اړه په یوه غوڼډه کې برخه واخیسته.

له هغې وروسته په دوبۍ کې هم یوه غونډه جوړه شوه، چې د ولسمشر کرزي د حکومت یوشمیر سیاسي مخالفانو هم پکې ګډون وکړ.

سره له دې چې افغان حکومت دا ډول خبرې آترې رد کړې او ویې ویل چې د سولې په اړه هر ډول خبرې باید د سولې له عالی شورا سره وشي خو دې غونډو افغانان سولې ته سخت هیله من کړي وو.

په همدې کال کې د افغانستان،پاکستان او بریتانیې مشرانو هم په لندن کې سره موافقه وکړه چې دوی به هڅه وکړي چې په افغانستان کې د سولې په اړه په شپږو میاشتوکې یوې موافقې ته ورسیږي.

خو په لندن کې د دریو واړو هیوادونو د مشرانو له دې موافقې نه څو ورځې وروسته د پاکستان د دیني علماوو د شورا مشر طاهر اشرفي اعلان وکړ چې دوی به په کابل کې د دینی علماوو په هغه غونډه کې برخه نه اخلي چې تردې وړاندې یې ورسره موافقه کړې وه.

د مولانا اشرفي دې څرګندونو د افغان حکومت سخت غبرګون را وپاراوه او افغانانو ترډیره دا وویل چې پاکستان د سولې له پروسې سره رښتینې همکاري نه کوي.

د سولې د عالی شورا چارواکي وایی چې په ۱۳۹۱ لمریزکال کې دې شورا ځینې لاس ته راوړنې درلودې.

ولسمشرکرزي په ۱۳۹۱ لمریزکال کې هم د تیرو کلونو په څیر پر وسله والو مخالفانو په تکرار غږ وکړ چې سولې ته غاړه کیږدي خو وسله والو طالبانو د ښاغلي کرزي دې غوښتنې ته تل منفي ځواب ورکړی او ویلي یی دي چې له افغان حکومت سره خبرې آترې نکوي.

جمهور رییس کرزي څو ورځې وړاندې په خپله وینا کې په کابل کې وویل، چې وسله وال طالبان په افغانستان کې ځان وژونکې او نورې حملې د امریکا د خدمت لپاره کوي:

"د دوی مشران هره ورځ په بهر کې په اروپا او خلیج هیوادونوکې له امریکا سره خبرې کوي امریکا هم وایی چې طالبان زموږ دښمنان نه دي او مونږ ورسره جنګ نکوو خو په همدې نوم هره ورځ دلته خلک زوروي.

طالبان له امریکایانوسره خبرې کوي خوپه کابل او خوست کې بمونه چوي چې ګوندې امریکا ته خپل زور ښیو خو دا امریکا ته زور ښودل نه دي بلکې خدمت کول دي ورته ".

د ولسمشر کرزي دا څرګندونې د طالبانو لخوا رد شوې او په ملي او نړیواله سطح یې هم جدي انتقادونه او غبرګونونه را وپارول.
افغان حکومت په وار وار له پاکستان نه غوښتې چې وسله وال طالبان سولې ته وهڅوي، پاکستان هم په دې برخه کې د همکارۍ ژمنه کړې خو سیاسي څیړونکي وایی چې پاکستان د افغانستان په اړه دوه مخی سیاست لري.

دوی ټینګار کوي چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره پاکستان مهم رول لوبولی شي او باید چې پر نوموړي هیواد افغان حکومت او نړیوال خپل فشارونه لا زیات کړي.
XS
SM
MD
LG