د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

"د کابل ښار په پراختیايي پلان کې درې ډیرې مهمې پروژې شاملې دي"


د کابل والي وایي، چې د ښار د وضعې د ښه کیدو لپاره یې پنځه کلنه پراختیايي طرح جوړه کړې ده.

عبدالجبار تقوا د چهارشنبې په ورځ په کابل کې خبریالانو ته وویل، چې د دوې په دې پلان کې درې پروژې شاملې دي.

تره خیلو ته د کابل ولایت د ودانۍ انتقال، د کابل به د څوارلسو ولسوالیو کې د لویو پارکونو جوړول او د ځینو نورو کارونو ترسره کول د دې طرحې مهمې برخې دي.

د کابل والي عبدالجبار تقوا د چهارشنبې په ورځ په یوه خبري غونډه کې وویل، دا طرح ځکه ورته مهمه ده چې د کابل ولایت پراختیا د دوې د کارونو لومړیتوب دی:

(هغه څه چې زموږ په پراختیايي پلان کې ډیر مهم دي، درې ډیرې مهمې پروژې دي.

اول د کابل ولایت د ودانۍ انتقال چې اوس په یو محدود ځای کې ده، چې ټول کانتینرونه ورنه چاپیر دي.

دوهمه برخه د کابل ښار نا متوازنه پراختیا ډیره د اندیښنې وړ ده، زموږ په پلان کې د کابل ښار اقمار په پام کې نیول شوي دي.

دریمه مساله چې په دې پراختیايي پلان کې ډیره مهمه ده په څوارلس ولسوالیو کې د ملي پارکونو جوړول دي).


عبدالجبار تقوا وایي، چې د ۱۳۹۲ لمریز کال پراختیایي پلان بشپړ شوی او د څلورو راتلونکو کلونو لپاره د پلان په جوړولو کار روان دی.

ښاغلي تقوا وویل، په کابل ښارکې د غیر پلاني او خپل سره کورونو جوړول جدي ستونزو دي.

په ورته وخت کې د کابل ښار یو شمېر اوسیدونکي د دې ترڅنګ چې د کابل ولایت د پنځه کلنې طرحې جوړولو هرکلۍ کوي، خو وایي چې د کابل وضعې ته په کتو داسې ښکاري چې د دې پلانونو جوړول به کومه نتیجه ونه لري.


د کابل ولایت چارواکي په داسې حال کې د دې ښار د پراختیا په هڅه کې دي چې ډیر شمېر خلک په دې ښار کې له ترافيکي ګڼې ګوڼې، ککړ چاپیریال او د سړکونو خرابوالی له امله شکایت کوي.

خو افغان چارواکي او ځینې کتونکي بیا د دې ستونزو اصلي لامل په کابل ښار کې د وګړو ډیریدل بولي.

د دوي په خبره کابل ښار یواځې د یو میلون کسانو لپاره جوړ شوی، حال دا چې اوس پنځه میلونه خلک پکې ژوند کوي چې دا پخپله د کابل ښار د پراختیا پر وړاندې لویه ستونزه ده.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG