د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۱۱

چارواکي: د تیرکال په پرتله د "ګل سرخ" میلې ته کم خلک راغلي


چارواکي او خلک وايي، چې سږ کال د تېر کال په مقایسه د ګل سرخ میلې ته له نورو ولایتونو څخه کم خلک مزار شریف ته ورغلي دي.

دوي په ګل سرخ میلې کې د خلکو د کم ګډون علت امنیتي اندیښنې او د سالنګ د لویې لارې خرابوالی بولي.

ټاکل شوې، چې د پنجشنبې په ورځ په مزارشریف کې د سخي صاحب جنډه په یو لړ ځانګړیو مراسمو کې پورته شي.

سره له دې چې په نوروز کې افغانان ډیر لیواله وي، چې په مزارشریف کې د ګل سرخ عنعنوي میلې ته ورشي، خو سږ کال د نورو کلونو په مقایسه له نورو ولایتونو څخه کم خلک مزارشریف ته ورغلي دي.

که څه هم د پخوا په شان ځیني خلک د افغانستان له نا امنه جنوبي ولایتونو څخه د سخي صاحب د جنډې پورته کولو مراسمو ته ورغلي، خو موټر چلونکي وايي، چې د پخوا په پرتله سږ کال مزار شریف ته د خلکو تګ کم وو:

(۱ نوم مې سید هارون دی په کابل کې د پنجپیران پنجشیر ترانسپورټ مسوول له تېرو ورځو نه یوڅه سوارلۍ ښه شوې د ګل سرخ میلې خلک روان دي، له هر ځایه خلک ځي له کندهاره، هراته، کرایې ښې دي جګې شوې نه دي.)

د موټرو په همدې اډې یا تم ځي کې ځینې مسافر چې مزار شریف ته د میلې لپاره تلل ازادۍ راډیو ته وویل، چې دا لومړی ځل دی چې مزارشریف ته د ګل سرخ په میلې کې د ګډون لباره ورځي.

دوی چې ډیر خوښ ښکاریدل ویل یې چې له ډیرو کلونو راهیسې دې ته په تمه وو چې د سخي صاحب د جنډې پورته کولو په مراسموکې برخه واخلي:

(۱ نوم مې عبدالواسع دکاپیسا اوسېدونکې یم دګل سرخ میلې ته روان یم پخوا نه وم تللی چکرته ته ځو دغه زموږ دودیزه میله ده باید ورکې ګډون وکړم. زړه مې ده هلته اوو ورځې تېرې کړم .

۲ نوم مې مبارک شاه دی جنډې پورته کولو او په میله کې دګډون لپاره مزارشریف ته ځم غواړو چې یو څو ورځې په خوشحالۍ رباندې تېرې شي.)

د کابل مزارشریف په لویه لاره کې موټرچلوونکي وایي، چې د تیر کال په پرتله سږ کال مزارشریف ته تلونکي مسافر کم شوي دي.

هغوي له ازادۍ راډیو سره د مسافرو د کموالي علتونه داسې څرګند کړل:

(۱ نوم مې جمشید دی د کابل ــ مزار په لاره ۳۰۳ موټر چلوم ، ستونزې لرو کله چې لارې بنده شي څو ورځې په لاره کې بند پاتې کېږو ،سوارلۍ کمه شوې حتي په نوروز کې هم مسافر کم دي دلیل یې داده چې خلک له لارې ډاریږي له واروو بارانونو ډاریږي سړکونه خراب دي نو ځکه هم مسافر ځي.

۲ نوم مې عبدالفتاح دی موټر چلوم لاره ډېره خرابه دي ټانکرو زیات دي لاره بندوي په همدې ورځو شپو کې لږ شانته سوارلۍ ښه شوې له کابل چې ډک کړو له هغه خوا خالي راځو.)

د مزارشریف سیمه ییز چارواکي هم مني، چې سږکال د ګل سرخ په میلې کې دخلکو ګډون د نورو کلونو په مقایسه کم رنګه دی.

هغوي وايي، چې د ګل سرخ میلې او د سخي صاحب دجنډې دپورته کولو لپاره یې په مزارشریف کې ټینګ امنیتي تدابیر نیولي دي.

نوروز یا د نوي کال لومړۍ ورځ په افغانستان سربیره ایران ،آذربایجان، تاجکستان ،ترکمنستان ،ازبکستان ،قرغزستان ،قزاقستان اود عراق ،ترکېې،اوسوریې په ځینوسیموکې هم لمانځل کېږي.
رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG