د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۳۵

د لغمان د ۱۳۹۱کال امنیتي پیښې


د ۱۳۹۱ کال په اوږدو کې په لغمان کې ٨٦ تنه د دولت وسله وال مخالفین او ۴۵ تنه امنيتي سرتيري وژل شوي.

د لغمان ولایتي چارواکي وايي، چې د تېر یوه کال په اوږدو کې يي د وسله والو پر ضد د لغمان په مرکز او ولسوالیو کې پینځه دیرش عملیات ترسره کړي.

د والي ویاند سرحدي ځواک په خبره، د دغو ټولو ترسره شویو عملیاتو په پایله کې ۱۶۲ تنو وسله والو ته مرګ ژوبله اوښتې.

نوموړی وايي، چې د دوي امنيتي ځواکونو په دې موده کې څه باندې سل تنه د بېلابېلو جرمنو په تور نيولي هم دي، چې په وخت سره عدلي او قضايي ارګانونو ته ورپيژندل شوي:

«په تېر کال کې شپږ اتیا تنه مخالف وسله وال وژل شوي او شپږ اویا تنه نور ټپيان شوي او ١٥٨ کسان د بېلابېلو جرمونو په تور نيول شوي، عدلي او قضايي ارګانونو ته سپارل شوي د درېيو ځانمرګو بريد ګرو په ګډون ٨٣ تنه نور تورن کسان هم نيول شوي دي.»

د سرحدي ځواک په خبره په دې موده کې ٤٥ افغان سرتېري او څه باندې ملکي وګړي وژل شوي:

«همدا رنګه په دې موده کې پینځه څلویښت تنه د افغان ګډو ځواکونو څخه هم وژل شوي او د دې ترڅنګ شاوخو اته دیرش تنو پورې ټپیان دي، د ملکي وګړو د وژنې په اړه درته ویلی شم، چې په تیر کال کې څلورپنځوس تنه وژل شوي په دې شمېر کې دوه دیرش تنه په ټرافيکي او جنايي حادثو کې او پینځه تنه د افغان ځواکونو لخوا سهواً وژل شوي او پاتې د وسله والو مخالفینو په بریدونوکې وژل شوي.»

٣٢ تنه يې د ترافيکي او جنايي پېښو له امله او پاتې٢٢ نور يې په امنيتي پېښو کې د وسلوالو له لوري وژل شوي دي.

که څه هم د لغمان په یو شمېر سیمو کې اوس هم کله ناکله امنيتي پيښې رامنځته کیږي،خو ددې ولایت چارواکي او یو شمېر اوسیدونکي وايي،چې په تېرو شپږو میاشتو کې په لغمان کې د امنیت په راوستو کې په ښکاره توپير راغلی.

خو د لغمان والي ډاکټرسیدفضل الله مجددي څه موده وړاندې ازادۍ راډيو سره په یوې ځانګړې مرکه کې ویلي وو،چې په دې ولایت کې د دوی د امنيتي ځواکونو تشکیل کم دی او په دې برخه کې يي مرکز ته وړاندیز کړی،تر څو دامنيتي ځواکونو په لیکو کې زیاتوالی راشي.

دویلو ده،چې اوس مهال په لغمان ولایت کې د امنيتی ځواکونو شمېر تر څلور زرو رسیږي،چې دا شمېر د لغمان ولایت د امنیت د خوندیتوب لپاره بسنه نه کوي.

راپور:شاه محمود شینواری ـ جلال اباد
XS
SM
MD
LG