د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۳۴

"پاکستان دې د تښتول شوو چېکي نجونو په پیداکولو کې مرسته وکړي"


د چېک جمهوریت نوي جمهور رئیس میلوش زَیمن
د چېک جمهوریت نوي جمهور رئیس میلوش زَیمن د دوشنبې په ورځ د خپل پاکستاني سیال څخه د هغو دوو چېکۍ نجونو د موندلو لپاره د مرستې غوښتنه وکړه، چې تیره اوونۍ د بلوچستان په جنوب نا ارامه سیمه کې د وسلوالو له خوا وتښتول شوې.

د چېک د جمهوري ریاست ویاندې حنا بورینووا له قوله، جمهور رئیس میلوش زیمن چې تیره اوونۍ یې د جمهور رئیس په توګه لوړه وکړه، د دوشنبې په ورځ د پاکستان جمهور رئیس اصف علي زرداري ته په شخصي لیک کې د دوو چېکۍ نجونو د موندلو غوښتنه وکړه.
د فرانسې خبري اژانس په وینا:

د پاکستان امنیتي ځواکونه لا تر اوسه نه دي توانیدلي، معلومه کړي چې وسلوالو دا نجوني چېري تښتولي دي؟

دا چېکۍ نجوني د تیري چارشنبې په ورځ د توپک په زور د کوټې په لویدیځ 550 کېلو مترۍ کې وتښتول شوې.

تر اوسه چا د دوی د خوشې کېدو لپاره د پيسو غوښتنه نه ده کړې.

تښتول شوي نجونې یوه حنا هومپالووا او بله انتونیه خرستیڅکا پیژندل شوي او دواړي د روح پیژندنې (سایکالوجي) محصلیني دي.

داسې ښکاري چې دوی دواړي د رخصتیو پر وخت له ایران څخه پاکستان ته اووښتي وې.

د راپورونو پر اساس، د انتونیې او حنا د ساتنې لپاره یو پاکستاني پولیس ګمارل شوی و. وسلوالو هغوی درې واړه وتښتول. خو وروسته یې پولیس افسر خوشې کړ.

د چېک د بهورنيو چارو د وزارت ویاندي یوهانا ګروهووا د دوشنبې په ورځ وویل، چې پاکستان د خپلې لوري ډیرې هلې ځلي کوي، د پاکستان د کورنیو چارو وزارت د دې نوجونو د موندلو لپاره د بحران یوه ډله جوړه کړې.

آژانس زیاتوي:

د تښتوني پیښي د پاکستان په بلوچستان او شمال لویدیځ ایالتونو کې
یو ه لویه ستونزه ده. هلته جنایتکارن د پیسو لپاره بهرنیان او کله هم ځايي خلک تښتوي، ځیني وختونه یې، طالبانو او القاعده پوري ټړلي ډلو ته ورسپاري.

وړم کال د سویس دوه اتباع چې د رخصتیو لپاره پاکستان ته تللي وو، هلته د پاکستاني طالبانو له لوري وتښتول شول.

څه باندي اته میاشتي یې ستاتلي وو، خو پروسږ کال په پسرلي کې د بلوچستان په ایالت کې خوندي وموندل سول. د هغوی د تښتولو او خوشي کېدلو دلیل لا تر اوسه نه دی څرګند.

پروسږکال د اپریل په میاشت کې په بلوچستان کې نامعلو مو وسلوالو یو 60 کلن بریتانوی چې له سره صلیب سره یې کار کاؤ وتښتوی، خو څه موده وروسته یې مړی د کوټي ښار څخه د باندي وموندل شو.

د پاکستان په بلوچستان ایالات کې له نهو کالو راهیسي نا ارامي ده. هلته ملت پال بیلتون غوښتونکې راپورته سوي دي، هغوی سیاسي خودمختاري غواړي او د خپلو طبعي زیرمو، لکه تیلو، ګازو او نورو مینرالونو څخه د ترلاسه شوېو زیاتو عوایدو غوښتنه کوي.
XS
SM
MD
LG