د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۲:۳۴

مسکو د پوځي اډې د تصویب لپاره له تاجکستان دوې غوښتني لري


مسکو له تاجکستان څخه غوښتنه کړې ده چې، د 201 نمبر پوځي اډې په اړه دوه اړخیزه موافقتنامه سمدلاسه تصویب کړي.

د روسیې چاپ کامرسنټ ورځپاڼي د راپور پر اساس مسکو د دې پوځي اډې د تصویب لپاره له وړاندې د تاجکستان دوې غوښتني چې یوه، روسیې ته د تاجک کارګرانو مهاجرت او بله د تاجکستان د ګازو د صادرولو موضوعګاني منلي دي.

د روسیې د پوځ لوی درستیز جنرال والري ګیراسیموف تیره اوونۍ له دوشنبې څخه لیدنه وکړه. مقاماتو د روسي جنرال د سفر په اړه ویلي دي، چې دا یو رسمي سفر و او هدف یې له خپل تاجکي سیال سره د پوځي – تخنیکې همکاریو او ځينو نورو مسایلو په اړه خبرې کول وو.

کامرسنټ ورځپاڼه د ځینو باوري سرچېنو له قوله لیکې چې، دوشنبې ته د روسیې جنرال ګیراسیموف سفر بیخي روښانه کړه چې، روسیه په ټينګه له تاجکستان څخه غواړي چې په یوه میاشت کې د 201 نمبر پوځي اډې موافقنامه تصویب کړي.

د تاجکستان د دفاع مرسیتال وزیر او لوی درستیز جنرال رامل نادروف ویلي دي: دا سند به د دواړو هېوادونو تر منځ د تیرو موافقو پر اساس تصویب شي.

د ورځپاڼي په وینا ‎: د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین تیر کال د اکټوبر په میاشت دوشنبې ته ولاړ او په دې هېواد کې یې د روسيې د نظامي حضور موافقتنامه لاسلیک کړه.

د موافقتنامې له مخې، به په تاجکستان کې د روسي پوځيانو حضور د نورو دیرشو کالو لپاره وغځول شي.

مسکو، د تاجکستان دوې غوښتني منلي دي، یوه داچې په روسیه کې به پر تاجک کارګرو فشار نه راوړي او بل دا چې روسیه باید، تاجکستان ته د صادرشوېو نفتو د 200 میلیونو ډالرو عایداتو ګمرکې محصول لغوه کړي.

د کامرسنټ ورځپاڼي په وینا: سره له دې چې مسکو د دوشنبې دوې غوښتني منلي دي، خو تاجک مقاماتو په ریشتیا سره، په خپل هیواد کې د روسیې د پوځي حضور د موافقتنامي د تصویب په برخه کې هیڅ کار نه دی کړی.

له همدې کبله دوشنبې ته د روسیې د صدراعظم د مرستیال ایګور شووالوف سفر چې ټاکل سوې وه، د تیري فبروري په میاشت کې تر سره سي، په وروستیو شیبو کې لغوه شو. ښاغلی شوالوف بالا خره تیره اوونۍ تاجکستان ته ولاړ.

روسیې – تاجکستان ګډ کمیسیون ته نیژدې منابع وايي،
د تاجکستان حکومت سربیره پر ړمخکنیو غوښتونو، له مسکو څخه دوې نوري غوښتني هم کړي دي.

مسکو د دي غوښتونو په ځواب کې ویلي دي، دوی په دې اړه خبرو کولو ته چمتو دي، خو په هیڅ توګه د نظامي اډې په اړه خبري کول نه غواړي.

د کامرسنټ په وینا، مسکو هیله من دی چې دوشنبې بالاخره پر خپلو ژمنو ودریږي، ځکه چې روسیې ته د تاجک کارګرو د مهاجرت او تاجکستان ته د نفتو د صادراتو د ګمرکې محصول په اړه اسناد لاس لیک سوي دي، خو د بیروکراسۍ کبله لا اوسه یې عملي بڼه نه ده غوره کړې.
XS
SM
MD
LG