د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۲۴

"د افغان او ترکې سوداګرو له خوا د نندارتونونو جوړیدل د پانګونې لپاره ارزښتناک دي"


د سوداګرۍ او صنایعو خونه د افغان او ترکې سوداګرو له خوا د دوه اړخیزو نندارتونونو جوړیدل، په افغانستان کې د پانګونې لپاره ارزښتناک بولي.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې او د افغان – ترک صنعتکارانو ټولنې د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دې دوه اړخیزو نړېوالو سوداګریزو نندارتونونو د جوړولو د دوام لپاره لس کلن تړون لاسلیک کړ.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خوني رئیس محمد قربان حقجو ددې تړون په اړه وویل:

“موږ غواو چې دغه ډول نندارتونونه په راتلوونکې وخت کې ولرو او یو اوږد مهاله تړون مو د افغان – ترک سوداګرو او پانګولو له تړون سره لاسلیک کړ.

هر کال موږ دغه نندارتونونه پرانیزو، شاید څو نندارتونونه خلاص کړو نه یوازي په کابل کې بلکې په بیلا بیلو ولایتونو کې.”

د سوداګرۍ او صنایعو خوني مسئولین وايي، ټاکل سوې په کابل کې دریم نړیوال نندارتونه تر یوې میاشتې پورې د ترکې سوداګرو په همکارۍ پرانیستل سي.

همدارنګه ددې خوني مسئولین وايي، چې په دغه نندارتون کې د ګډون لپاره 40 افغاني او 35 ترکې شرکتونو ژمني کړي.

د افغان – ترک سوداګرو او پانګوالو د ټولني سکرټر جنرال وايي، په افغانستان کې د پانګوني لپاره ښه زمینه برابره ده.

مراد اقینو د سوداګرۍ او صنایعو خوني له مسئولینو سره د تړون د لاسلیکولو پر وخت د دواړو هیوادونو د سوداګرو پر دوه اړخیزو همکاریو ټینګار وکړ او ویې ویل هیڅ ډول حالت یې په افغانستان کې د سوداګرۍ مخه نه سي نیولای:

“موږ به د افغان – ترک صنعتکارانو د ټولني په نوم خپلي سوداګرۍ او پانګوني ته دوام ورکو او د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو له خوني سره همکاري کوو، دغه لس کلن تړون دا ښيي، چې موږ ژمن یو او په راتلوونکو لسو کلونو کې په افغانستان کې خپل کارونه کوو.”

د افغان – ترک صنعتکارانو او پانګوالو ټولنه شا او خوا درې کاله مخکې جوړه سوې.

دې ټولني خپل لومړی نندارتون په 1390 کال کې په کابل کې خلاص کړ، په دې نندارتون کې تر ډیره ترکېې ساختماني مواد نندارې ته وړاندې شول.

په دې وروستیو کې د افغانستان په بازارونو کې ترکې بیلابیل مواد ډير شوي، چې داسې ښکاري له دې هیواده د افغانستان واردادت زیات شوي دي.

معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG