د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۸:۴۷

ډنمارک له افغانستانه وختي عسکر وباسي


کوپانهاګن پوست ورځپاڼې یوه مقاله خپره کړې او سر لیک یي ورکړی:

ډنمارک له افغانستان څخه وختې عسکر وباسي.

ورځپاڼه لیکي: د انګلیسي ځواکونو اډه چې ډنمارکي عسکر په کې دېره دې، د روان کال اګست میاشت کې تړل کیږي او ډنمارکي عسکر به په میدان پاته وي، په دې توګه موږ وګټله.

ورځپاڼه لیکي:

د ډنمارکې ځواکونو وختي وتنه، وطن ته د انګلیسې عسکرو په ستنیدو پورې تړلې ده.

کیمپ پرایس Camp Price چې د انګلیس عسکرو له خوا اداره کیږي، د آګست میاشت کې تړل کیږي او ډنمارکې عسکر مجبور دي چې وطن ته ستانه شي.

د ورځپاڼې په وینا، له افغانستان څخه د ډنمارکې عسکرو له وتلو وروسته به ډنمارک د افغان پولیسوپه پراختیا کې مرستو ته دوام ورکړي او دغه رار به له افغانستان سره له دوه میلیاردو کرونو زیاتې مالې مرستې هم وکړي.

ورځپاڼه وړاندي لیکي: د ډنمارک صدراعظمي ویلې، مخکې پلان شوې وه چې ډنمارکې عسکر به د ۲۰۱۴ م کال په پاي کې له افغانستان څخه ووځې، خو دا مهال به ددوي عسکر د روان کال په اوړې کي ووځي.

فارین پالیسي خپرونه چې په امریکا کي خپریږې، په وروستۍ ګڼې کې یي په افغانستان کي د ښځو د حقونو، پرمختګونو، لاسته رواړنو او ستونزو په اړه یوه مقاله لیکلې او د پیل په کرښو کي یي راغلي:

په ۲۰۰۱ کال کې د طالبانو د رژیم په ړنګیدو سره په افغانستان کي د ښځو د اوږدې مودې کړاو او عذاب پاي ته ورسیده. په تیرې جنورۍ میاشت کې د سایره شکیب سادات په نامه میرمن چې خاوند یي د طالبانو د واکمنۍ پر مهال لادرکه شوی، د جوزجان ولایت د خواجه دوکو ولسوالۍ د ولسوالې په دندې وګمارله شوه. میرمن سادات خپلو خلکو ته وعده ورکړې چې ښځو او انجونو ته به په ټولنه کې قوت ورکوې، د هغوي تعلیم، روغتیا او کار میندنه به یي د کارونو لومړیتوب وي.

فارین پالیسي خپرونه لیکي: د میرمن سادات په څیر زیات شمیر ښځې د افغانستان په سیاسي او ټولنيز ژوند کې په مختلفو ظرفیتونو او څوکیو فعالیت کوي.

دا مهال د افغانستان په تاریخ کې د لومړي ځل لپاره ښځې د ولایت او ښاروالۍ په څوکیو کار کوي، د روغتیا، ښځو چارو، کار او ټولنیزو چارو، د شهیدانو او معلولینو د چارو وزارتونو وزیرانې ښځې دې. دغه راز د افغانستان د بشري حقونو د خپلواکه کمیسیون رئیسه هم یوه میرمن ده.

فارین پالیسي زیاتوي، د افغانستان د پارلمان یا ملې شوری د څوکیو په سلو کې ۲۷ اعشاریه دري ښځو نیولې دا شمیر د امریکا او نورو پرمختللو هیوادونو په پرتله زیات دی.

د امریکا په کانګرس کې په سلو کي ۱۵ اعشاریه ۲ او د انګلستان په پارلمان کي په سلو کي ۱۹ اعشاریه ۷ ښځې دې.

خپرونه زیاتوي، ددغو مهمو پرمختګونو سره سره، د افغانستان د ښځو حالت ته باید جدې پام وشي. په دي هیواد کې په هرو ۲۹ دقیقو کي یوه امیندواره میرمن د ماشوم د زیږونې پرمهال مري چې دا په نړۍ کې د میندو د مړینې دوهم ستر رقم دی.

فارین پالیسي وړاندي لیکي: زیات شمیر انجونې د امنیتي اندیښنو او سیمه اېزو دودونو له امله ښوونځیو ته نشي تلاي. د افغانستان د ښځو په سلو کې یوازي ۱۲ چي عمرونه یي پنځلس او یا پورته دي، لیک لوست کولاي شي. دا شمیر په نارینه و کې په سلو کي ۳۹ دی.
XS
SM
MD
LG