د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۲۰ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۴۶

فیضي: د ناټو جګړه بې هدفه ده


افغان حکومت په افغانستان کې د بهرنیو ځواکونو پر جګړې اعتراض وکړ.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند وویل چې دغه جګړه سمه روانه نه ده او پکار ده چې د ترورستانو اصلي مرکزونه په نښه شي نه د افغانانو کورونه.

د ولسمشر حامد کرزي ویاند په افغانستان کې د ناټو جګړه بې هدفه وګڼله او څرګنده یې کړه چې دا جګړه عاقلانه نه ده.
ایمیل فیضي د ناټو د عمومي منشي اندرس فوګ راسموسن وروستۍ څرګندونې د جمهور رییس حامد کرزي د خبرو په ارتباط رد کړې او باختر اژانس ته یې وویل چې له ناټو څخه د افغانستان خلک دا پوښتنه کوي چې د ترورزم ضد جګړې هدف واضح کړي او د افغانانو دې پوښتنې ته دې ځواب ورکړي چې وروسته تر یوې لسیزې لا هم د ناټو جګړه خپل هدف ته نه ده رسیدلې.

د ناټو سرمنشي اندرس فوګ راسموسن د دوشنبې په ورځ په بروکسل کې خبریالانو ته وویل چې ناټو په بشپړه توګه د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري، خو له افغان لورې هم دا تمه لري چې دا حقیقت ومني چې ناټو د افغانستان د پرمختګ لپاره هلته وینې تویي کړې دي او پیسې یې لګولې دي. اندرس فوګ راسموسن د افغان ولسمشر د دې خبرې په اړه چې بهرنیان له طالبانو سره پټې اړیکي لري وویل:

« زه دغه نظر ردوم چې ولسمشر کرزي ویلي دي، چې ناټو ، امریکا او ایساف له طالبانو سره له یوې یا بلې لارې جوړجاړی لري دا نظر د خندا وړ دی ما دې خبرې ته هم توجه کړې چې ولسمشر کرزي وروسته خپلې خبرې واضح کړې او ټینګار یې وکړ چې کړې تبصره یې د اړیکو د خرابولو لپاره نه بلکې د اصلاح لپاره وه»

د ناټو سرمنشي څه باندې دوې اونۍ مخکې کابل ته ولاړ او له جمهور رییس کرزي سره یې وکتل خو د ولسمشر کرزي مرستیال ویاند فایق واحدي ازادي راډیو ته وویل چې هغه وخت هم حامد کرزي له اندرس فوګ راسموسن سره خپلې اندیښنې شریکې کړې وې:

« د ناټو سرمنشي چې په وروستیو کې کابل ته سفر وکړ، د افغانستان ولسمشر په ډیر صراحت ورته وویل چې دا د افغانستان د خلکو غوښتنه ده چې پوه شي چې له ترورزم سره د مبارزې هدف څه دی او دا باید ورته واضح شي چې وروسته له یوې لسیزې جګړې ولې لاهم دغه مبارزه خپل هدف ته نه ده رسیدلې او برعکس د بې ګناه خلکو د وژنې او د خلکو د کورونو د ورانیدو سبب شوې ده»

د افغانستان حکومت ټینګار کوي چې د ترورستانو ځالې باید تخریب شي او هغه له افغانستانه بهر دي.
XS
SM
MD
LG