د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۳:۱۸

په سوریې کې د کیمیاوي وسلو د استعمال خبر خپور شوی


د سوریې حکومت او یاغیانو پر یوه بل تور پورې کړ چې د سوریې په شمال کې یې د حلب ښار ته نژدې له کیمیاوي وسلې کار اخیستی دی.

واشنګتن د سوریې رژیم ته خبرداری ورکړی او ماسکو پیښه خورا جدي ګڼلې.

د سوریې دولتي اژانس سانا خبر ورکړ چې د سې شنبې د ورځې په برید کې پنځه ویشت تنه ووژل شول او په لسګونو نور ټپیان شول.
د سوریې د اطلاعاتو وزیر عُمران الزعبي وویل، یاغیانو حلب ته نژدې د خان العسل په سیمه کې د داسې توغندي برید وکړ چې زهرجن ګاز یې درلود:

«څه چې شوې دي موږ داسې فکر کوو چې یو خطرناکه بدلون راغلی داسې چې له دې سره د ټولو احتمالاتو پرمخ ور پرانیستل شوی.

دا اقدام د سوریې عربي جمهوریت ته دا حق ورکوي چې له نړیوال قانون سره سم ګام واخلي او نړیوالو او سیمه ییزو سازمانونو ته د دې برید شکایت وکړي، چې نصرة جبهې ته داسې وسلې چا سپارلي»


د نصرة جبهه د سورې د ازاد پوځ برخه نه ده او یوه اسلامي افراطي ډله ده.

د سوریې دولتي تلویزیون یو شمیر کسان ښکاره کړل او رپوټ یې ورکړ چې دا کسان دې برید ټپیان کړې دي چې روغتون ته استول کیږي.

په حلب کې د یاغیانو د عالي پوځي شورا ویاند قاسیم سعدالدین دا تور رد کړ او حکومت یې ملامته کړ چې په سکډ یې د کیمیاوي موادو فیر کړی دی.

د کیمیاوي وسلو د مخنوي سازمان، نړیوال روغتیایي سازمان او د سره صلیب نړیوالې کمیټې ویلې دي چې دوی ته کومې خپلواکې سرچینې د کیمیاوي وسلو د برید تایید نه دی کړی.

په واشنګتن کې د سپینې ماڼۍ ویاند جي کارني وویل، متحد ایالتونه داسې شواهد نه لري چې د سوریې د حکومت د ادعا تایید وکړي. جي کارني زیاته کړه چې امریکا دې ته اندیښنه لري چې د اسد رژیم له دا ډول وسلو کار وانخلي:

«دا ډیره جدي مساله ده او د نن ورځې د رپوټونو له مخې زه غواړم چې پر دې ټینګار وکړم چې موږ به په دې اړه له خپلو ملاتړیو سره سلامشوره وکړو، خو له عمومي اصولو سره سم، ولسمشر بارک اوباما ښکاره ویلي دي چې له کیمیاوي وسلو کار اخیستل یو مخ د منلو نه دي. ولسمشر د سوریې رژیم ته خبرداری هم ورکړی چې دا کار عواقب لري او حساب به ورسره وشي»

روسیې بیا د سوریې د رژیم د ادعاء ملاتړ وکړ. د روسیې د بهرنیو چارو وزارت وویل، له دمشق څخه د کیمیاوي وسلې د استعال خبرونه رارسیدلې دي چې یاغیانو استعمال کړې ده او دا ډير خطرناک کار دی.
XS
SM
MD
LG