د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۱ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۱:۳۸

د مالیې وزیر د هېواد په ګمرکونو کې د اداري فساد شتون تاییدوي


د افغانستان د مالیې وزیر تاییدوي چې د دې هیواد په ګمرکونو کې اداري فساد موجود دی او تمه یې ښودلې چې نوي ګمارل شوي کسان به ددې پدیدې پرضد لا جدي مبارزه وکړي.

د افغانستان د مالیې وزیر وايي، که څه هم په ګمرکونو د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره هلې ځلې روانې دي خو تراوسه یې د پام وړ نتیجه نه ده ورکړې.

د مالیې وزیر حضرت عمر زاخیلوال د سه شنبې په ورځ په کابل کې یوې خبري غونډې ته وویل؛ چې که څه هم د ګمرکونو عواید زیات شوي؛ خو بیا هم په دې ادارو کې فساد موجود دی.

هغه تمه وښودله چې نوي ګمارل شوي کسان به په ګمرکونو کې د اداري فساد پر ضد مبارزه وکړي:

"زموږ په ګمرکونو کې فساد شته، دا باید په څرګنده ووایو. زموږ نوي کارکوونکي چې په ګمرکونو کې ګمارل کیږي، وظیفه به یې دا وي چې باید فساد له منځه یوسي. ښې لاسته راونې هم لري خو فسا هم شته. په عوایدو کې هم ښې لاسته راونې لرو خو فساد شته. باید چې فساد له منځه یوسي. باید له دې ادارې یوه نمونه اداره جوړه کړي."

ښاغلي زاخیلوال دغه خبرې په هغې خبري غونډه کې وکړې چې د مالیې وزارت له خوا د څلور دیرشو نویو چارواکو د معرفي کولو لپاره ور بلل شوې وه.

نوموړي وویل چې په څلور دیرشو پوستونو کې د بدلونونو هدف دا و چې له فساد سره لا ډیره مبارزه وشي او ډیر عواید ټول شي.

په دې بدلونونو کې د افغانستان د لسو ګمرکونو رییسان هم بدل شوي دي.

میرمن آمنه احمدي د کابل د ګمکر د نوې رییسې په توګه ټاکل شوې ده.

نوموړې ژمنه وکړه چې د کابل په ګمرک کې به له اداري فساد سره مبارزه کوي خو د ګمرګ د سیستم په پياوړي کیدو یې ټینګار وکړ:

"تر څو پورې چې سیستمونه معیاري نشي فساد له منځه نه ځي، نو هڅه په دې کیږي چې د کابل ګمرک سټنډر کړو. او له نړیوال معیار سره یې برابر کړو. په دې توګه کیږي چې فساد راکم شي. خلکو ته اسانتیا رامنځ ته کړو، پیچیده پروسیجرونه ساده کړو، خلکو او سوداګرو ته پوهاوی ورکړو. دا شیان ددې سبب کیږي چې فساد راکم کړي البته دا خو نشو ویلای چې سل په سلو کې به فساد له منځه ولاړ شي."

د افغانستان د مالیې وزارت پخوا هم ویلي و چې په ګمرکونو او نورو ادارو کې د اداري فساد له امله د افغانستان هومره عواید نه راټولیږي څومره چې لازمه ده.

که څه هم د مالیې وزارت وايي چې له ادراي فساد سره د مبارزې لپاره یې یو شمیر جګپوړي چارواکي بدل کړي دي خو تراوسه څرګنده نه ده چې ایا دغه نوي چارواکي به وتوانیږي چې فساد له منځه یوسي او که نه خپله به هم پکې لتاړ شي.
XS
SM
MD
LG