د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۳۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۷:۰۷

ایټالیا د پوهنې وزارت له تعلیمي راډیو تلویزیون سره ۱،۲ ډالره مرسته کوي


د افغانستان د پوهني وزارت په کابل کي د ایټالیا له سفیر او د یونسکو موسسې له استازي سره یو تړون لاسلیک کړ، چې له مخي به یې د پوهني وزارت تعلیمي ټلویزیون له سټلایټ سره تړل کیږي.

د پوهني وزارت چارواکي وايي چې، د ایټالیا له سفیر او یونسکو
موسسې سره د شوي تړون په عملي کېدو سره به د پوهنې وزارت د تعلیمي راډیو تلویزیون خپرونې ډېرې او په ټول هیواد کې به یې خلک وکتلای شي.

د پوهني وزیر ډاکتر فاروق وردک د سې شنبې په ورځ په کابل کې د دې تړون د لاسلیکولو پر وخت خبریالانو ته وویل، چې د دې تړون له مخې ایټالیا یوعشاریه دوه ملیونه ډالره مرسته کوي.

ښاغلی وردک وايي، په دې سره به د پوهني وزارت ښوونیز ټلویزیون له سټلایټ سره وصل سي، په لسو ولایتونو کي به د عادي انتن له لارې هم د خلکو لپاره ښوونیزي خپرونې وړاندې کړي.

“د همدې پروژې په مرسته تعلیم له لېرې واټنه پرمخ وړلای شو، موږ د پوهنې وزارت ښوونیز او روزنیز تلویزیون له سټالیټ سره نښلوو، په ټول افغانستان کې به دغه ټلویزیون د ګټې اخیستنې وړتیا ولري.

له دې وروسته به د افغانستان ټول معصوم بچیان چې د هیواد په هره برخه کې وي؛ انشاالله له ټلویزیون څخه ګټه اخیستلی شي.

موږ په سلګونو ښوونیزې او روزنیزې خپرونې لرو او په دې سره موږ ښوونځي د ماشومانو کورونو ته وروړو."


د افغانستان د پوهنې وزارت تعلیمي ټلویزیون او راډیو تر دې مخکې په کابل او ځینو نورو ولایتونو کې خپرونې وړاندې کولې.

ایټالیا له ۲۰۰۳ څخه تر ۲۰۰۶ م کالونو پورې د دې راډیو ټلویزیون د بیاجوړونې او سمبالولو لپاره ۲،۵ میلیونه ډالره مرسته کړې وه.

په افغانستان کې د ایټالیا سفیر "لوسیانو پیزوټي؛ وویل؛ د افغانستان لپاره دغه پروګرام ځکه ډېر ارزښت لري، چې خلک یې زده کړي ته ډیره اړتیا لري.

"دا پروژه دا افغانستان لپاره ځکه مهمه ده، چې ډیره برخه خلک یې د نورو هیوادونو په پرتله ځوانان دي؛ د دې هیواد جوړښت داسې دی؛ چې په هره برخه کې یې د ښوونځی جوړول اسانه کار نه دی.

دا پرورګرام یوازې د کوچنیانو لپاره نه بلکي د لویانو لپاره هم دی؛ نن ورځ کېدای شي یو شمېر خلک چې عمرونه یې له ۲۰ څخه تر ۳۰ کلونو پورې دي؛ ښوونځي ته په تګ وشرمیږي، خو د دې پروګرام او ټکنالوژۍ له برکته به دوی په کورونو کې لیک لوست زده کړای شي."


د پوهنې وزارت چارواکي وايي چې؛ د دوی د تعلیمي راډیو ټلویزیون خپرونو څخه به د هغو ولایتونو خلک هم ګټه واخلي چې؛ دا مهال په کې یو شمېر ښوونځي د ناامنیو له امله تړل شوي دي.

د دې وزارت د معلوماتو له مخې اوس مهال په ټول افغانسان کې شا او خوا ۴۷۱ ښوونځي بند دي؛ چې ډیری یې په کندهار، زابل، روزګان او هلمند ولایتونو کې دي.

خو په عین حال کې په دغو ولایتونو کې د ټلویزیون د لیدلو لپاره اکثره خلک برېښنا هم نه لري.

راپور: معصوم میوند
XS
SM
MD
LG