د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۲۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۰۵

کارپوهان د ټاپي پروژې په اړه څه نظر لري؟


د سیاسي چارو یو شمېر کتونکي په دې اند دي، چې له ایرانه پاکستان ته د نفتو د لیږدولو په هکله د دې دواړو هېوادونو توافق ښایي له ترکمنستان نه پاکستان او هند ته د افغانستان له لارې د ګازو د انتقال پروژې په وړاندې ستونزې جوړې کړي.

د سیاسي چارو یوه کار پوه غلام جیلاني ځواک د سې شنبې په ورځ د منطقوي مطالعاتو د مرکز له خوا په یوه خبري غونډه کې وویل، په هغه صورت کې چې پاکستان له ایران نه په ارزانه بیه نفت تر لاسه کړي نو له ترکمنستان نه به ګاز وانخلي.

هغه وویل، په دې وروستیو کلونو کې د نړېوالې ټولنې له خوا په پاکستان د فشار نه راړول د دې لامل شوی څو دغه هیواد له ایران نه د نفتو په انتقال هوکړه وکړي:

"دا د نړېوالې ټولنې د ناسمونو سیاستونو نتیجه ده چې پاکستان داسې کوي.

لکه څنګه چې نړیوالې ټولنې او امریکا و نشو کولای یا ونه غوښتل پاکستان باندې لازم فشارونه راوړي چې د تروریزم مراکز هلته وتړي او هماغه کار لامل شو، چې اوس پاکستان طاقت مومي چې د ټاپي پروژې په وړاندې دغه کار وکړي.

د امریکا غبرګون ډیر ضعیف او کمزوری وو."


د افغانستان د کانونو وزارت تر اوسه د پاکستان او ایران ترمنځ د ګازونو د نل لیکې د جوړولو او د هغې د تاثیراتو په هکله څه نه دي ویلي.

د پاکستان ولسمشر اصف علي زرداري شاوخوا لس ورځې مخکې له خپل ایراني سیال محمود احمدي نژاد سره د ګازو د نل لیکې پروژې کار پیل کړ.

د سیاسي چارو یو بل کارپوه لطیف نظري وویل چې پاکستان او ایران غواړي له دې لارې خپلې اړیکي نورې هم ټینګې کړي.

د هغه په خبره دغه دواړه هیوادونه غواړي له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته په افغانستان خپل اهداف په ګډه تعقیب کړي:

"امریکا د سیمې د پریښودو په حال کې ده او ورو ورو یې سرتیري هم کمیږي او پاکستان په ډیرې چالاکۍ سره هڅه کوي چې له ایران سره چې د امریکا رقیب هیواد دې خپلې اړیکې ښې کړي او په افغانستان کې له دوه زره څوارلسم میلادي کال وروسته یوه ګډوه جبهه جوړه کړي.

دوی غواړي یو ځل بیا په افغانستان کې له خپلو هغو سیاستونو کار واخلي چې د مجاهدینو په وخت کې یې کار اخیستې وو او دا به د پاکستان لپاره ډیر مهم وي."


پاکستان په داسې حال کې له ایران سره د ګازو د نل لیکې پروژې کار پیلوي، چې دغه هیواد په دوه زره لسم میلادي کال کې له افغانستان، هند او ترکمنستان سره هم د ټاپي پروژې تړون لاسلیک کړ.

د دې تړون له مخې د ترکمنستان ګاز د افغانستان له لارې پاکستان او هند ته واردیږي.

ټاکل شوې وه چې د دې پروژې کار په دوه زره دولسم میلادي کال کې پیل شي ، خو تر اوسه پدې برخه کې هیڅ عملي کار نه دی شوی.

یو شمیر کتونکي وایي په تاپي پروژه کې د هند شاملول او له افغانستان سره د دغه هیواد ستراتيژیک تړون لاسلیک کول د دې لامل شو څو پاکستان د ټاپي پروژې ته زړه ښه نه کړي.

جمیله ظریف
XS
SM
MD
LG