د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
دوشنبه ۱۱ زمری ۱۴۰۰ کابل ۱۲:۵۹

خبرونه

د نړۍ شپږو طاقتونو تهران ته د دوی د اټمي پروګرام په اړه خپل وړانیزونه ورکړي دي

اروپایي اتحادیه وایي، د نړۍ شپږو طاقتونو د تهران د اټمي پروګرام د لانجې د ختمولو لپاره ایران ته د خپلو وړاندېزونو جزئیات ورکړي دي.

دا وړاندېزونه د دوشنبې په ورځ د اسټانبول په غونډه کې مطرح شول.

د کارپوهانو د سطحې د دې غوندې په یوې لنډې اعلامیې کی ویل شوي؛ اروپایي اتحادیې نه دي ویلي چې؛ د دې وړاندېزونو په اړه ایراني کارپوهانو څه ډول غبرګون ښکاره کړي دی.

تېره میاشت په قزاقستان کې د ایران د اټمي پروګرام په اړه سیاسي خبرو کې دواړه لورې په تخینکې بحثونو سلا شوي وو.

د اروپایي اتحادیې د بهرنۍ پالیسۍ د مشري کاترین آشټن اعلامیې تائید کړه چې؛ د دوشنبې د ورځې به تعقیب به د اپریل په پنځمه او شپږمه نیټه یو ځل بیا د قزاقستان په الماتې ښار کي د سیاسي خبرو بله غونډه هم جوړه شي.

د الماتې په لومړۍ غونډې کې د نړۍ شپږو طاقتونو ویلې وو؛ که چېرې تهران خپل ډېر حساس اټمي کارونه بند کړې، دوی چمتو دي چې پر ایران باندي یو لړ بندیزونه کم کړې.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

جمهور رئيس غني پر روانو حالاتو د ملي شورا يوې فوق‌العاده غونډې ته وینا وکړه

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني د ملي شورا فوق‌العاده غونډې ته د وينا پر مهال

د افغانستان جمهور رئیس محمد اشرف غني نن د ملي شورا په یوه فوق‌العاده غونډه کې د دغه هېواد په روانو حالاتو وینا وکړه.

ښاغلي غني وویل: "د افغانستان خلک له یوه ښکاره یرغل سره مخ دي او دا یوه وجیبه ده چې ټول د دغه یرغل په وړاندې ودرېږي."

هغه د سولې په تړاو په خپله وینا کې هم یادونه وکړه: "موږ ډېره نرمي وښودله او داسې ګامونه مو واخیستل چې د نړۍ په هېڅ کونج کې حکومت د پورته کولو جرئت نه‌لري، خو زموږ دښمن نه‌یوازې د سولې خوا ته ګام وانه‌خیست، بلکې زموږ اخلاص او صداقت‌یې کمزوري وګڼله."

جمهور رئیس غني داسې وخت د ملي شورا فوق‌العاده غونډه وربللې او وینا یې وکړه چې د افغانستان په ګوټ ګوټ کې جګړو زور اخیستی.

په وروستیو څو ورځو کې جګړې د هرات، کندهار، لښکرګاه او ځینو لویو ښارونو شااوخوا او ان دننه ځینو سیمو ته رسېدلي.

د المپیک لوبې؛ چین د مډالونو په حساب تر امریکا مخکې شو

المپيک لوبو کې د (ښی-کین) چین، روسیې او جنوبي کوریا لوبغاړې

د توکیو په المپیک کې چین د مډالونو په حساب پرون یو دم تر امریکا مخکې شو.

امریکا تر پرون اګسټ لومړۍ پورې د سرو زرو، سپینو زرو او برنزو د مډالونو په اساس لومړی و، خو چین په څو برخو کې اتلولي ترلاسه کړه او د سرو څلورو مډالونو په توپیر یې لومړی کتار ترې ونیوه.

په المپيکي لوبو کې د سرو زرو د مډالونو شمېر د نورو مډالونو تر شمېر څو چنده اهمیت لري او د هېوادونو په درجه‌بندۍ کې خورا رول لوبوي.

دمګړۍ چینايي لوبغاړي ټول ۵۳ مډالونه لري چې په‌کې د سرو زرو ۲۴ مډالونه شامل دي.

امریکا که څه هم ۶۰ مډاله لري، خو ۲۰ یې د سرو زرو دي او په دې حساب دوهمه ده. کوربه جاپان بیا ۳۱ مډالونه لري چې له نیمايي زیات یعنې ۱۷یې د سرو زرو دي.

د توکیو المپیکي لوبې د جولای په ۲۳مه پیل او د اګسټ په اتمه ختمېږي.

له مدیترانې سمندرګي اووښتونکي تر ۷۰۰ زیات کسان وژغورل شول

ارشیف

یو مرستندوی بنسټ وايي، تر ۷۰۰ زیات کسان چې هڅه‌یې کوله په وړو کښتیو کې له مدیترانې سمندرګي واوړي، ژغورل شوي دي.

د اېس‌اواېس مدیتراني (SOS Mediterranee) په نوم مرستندویې ډلې پرون ویلي چې د ژغورنې ډېری عملیات د لیبیا او مالتا سواحلو ته څېرمه شوي دي.

اېس‌اواېس مدیتراني ډله وايي، دغه پناه غوښتونکي د لرګیو په کښتیو کې سپاره وو چې د دوی مرستندویې کښتۍ د دوی مرستې ته ورغلې.

راپورونه وايي په کښتیو کې سپاره پناه غوښتونکي د لیبیا او تونس وګړي وو چې هڅه‌یې کوله ځانونه د اروپايي ټولنې غړو هېوادونو ته ورسوي.

د ملګرو ملتونو په حواله په روان میلادي کال کې د مدیترانې په مرکزي برخو کې ۹۳۰ پناه غوښتونکي مړه شوي دي.

امریکا د کډوالو په توګه د افغانانو د ځای پر ځای کولو لپاره نوی پروګرام اعلانوي

د امریکا د بهرنیو چارو وزارت

په پام کې ده د امریکا متحده ایالاتو حکومت په دغه هېواد کې د کډوالو په توګه د افغانانو د ځای پر ځای کولو لپاره نوی پروګرام اعلان کړي.

روېټرز خبري اژانس د یوه چارواکي او دوو نورو کسانو په حواله چې له دې موضوع خبر وو، دا راپور ورکړی دی.

د دغو درېیو سرچینو په حواله چې نومونه‌یې نه‌دي اخیستل شوي، د کډوالۍ د دوهم لومړیتوب په نوم د پروګرام د ایجاد اعلان به احتمالاً د امریکا د بهرنیو چارو وزارت له‌خوا نن وشي.

د اژانس په وینا، د کډوالۍ د ځانګړي پروګرام (SIV) په چوکاټ کې تېره اوونۍ شااوخوا ۲۰۰ کسان چې د دوی او د کورنیو د غړو د ویزو کار یې په وروستیو مرحلو کې وو، امریکا ته رسېدلي دي.

په دې پروګرام کې ښايي شااوخوا ۵،۰۰۰ کسان شامل کړای شي.

سرچینو روېټرز ته ویلي، د کډوالۍ نوی پروګرام به له هغو افغانانو سره ارتباط لري چې د امریکا په مالي مرسته په عملي شویو پروژو، یا هم په امریکا کې دېره غیر دولتي ادارو یا هم امریکايي رسنیو سره کار کړی وي.

جرمني کې پر مظاهرو له بندیز سره سره زرګونه کسان سړکونو ته په اعتراض راوتي

ارشیف، جرمني کې مظاهرې

په جرمني کې پر ځینو مظاهرو له رسمي بندیز سره سره په زرګونه کسان په پلازمېنه برلین کې لارو سړکونو ته په اعتراض راووتل.

دوی د حکومت پر هغو مقرراتو اعتراض وکړ چې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي لپاره‌یې لګولي دي.

پولیسو پرون وویل چې ځینو مظاهره‌چیانو پولیس ځورولي او حمله‌یې ورباندې کړې او د برلین په ځینو برخو کې د ټرافیکو د جریان د ګډوډۍ لپاره‌یې د څنګلارو خنډونه ټېل وهلي دي.

د پولیسو یوه ویاند وویل چې شااوخوا ۵،۰۰۰ کسانو په مظاهره کې برخه اخیستې وه چې تر ۶۰۰ زیات‌یې نیول شوي دي.

لبنان کې د پنځو وژل شویو ډله کې د حزب‌الله ډلې درې غړي هم شامل دي

د حزب‌الله ډلې بیرغ

د لبنان د پلازمېنې بیروت په جنوب کې د پنځو وژل شویو په ډله کې د حزب‌الله ډلې درې غړي هم شامل دي.

د لبنان امنیتي چارواکي وايي، دغه کسان پرون په هغه حمله کې وژل شوي چې د دې ډلې د یوه وژل شوي غړي د جنازې پر مراسمو وشوه.

پرون د لبنان د دې شیعه ډلې د غړو او ځایي سني اوسېدونکو ترمنځ په وسله‌واله نښته کې چې په خلده سیمه کې وشوه، ګڼ نور کسان ټپیان شوي دي.

ایران د حزب‌الله ډلې ملاتړ کوي.

د جنازې مراسم د حزب‌الله ډلې د هغه غړي و چې تر دې یوه شپه مخکې وژل شوی و.

کاناډا او فرانسه کې سلګونه افغانانو د پاکستان پر ضد لاریون وکړ

د کاناډا په تورنتو کې مظاهرې

د کاناډا په تورنتو او د فرانسې په پلازمېنې پاریس ښار کې سلګونه افغانانو د افغانستان د ملي امنیتي ځواکونو او جمهوري نظام څخه د ملاتړ او د پاکستان پر ضد لاریون وکړ.

د لاریون تنظیموونکو ازادي راډیو ته ویلي چې د کاناډا او فرانسې مېشتو سلګونه افغانانو د یکشنبې ورځې په لاریون کې په افغانستان کې د پاکستان، ایران او ځینو نورو هېوادونو د نیابتي جګړې د ژر تر ژره بندېدو غوښتنه وکړه.

سیاسي فعال او د تورنتو د مظاهرې یوه تنظیموونکي حزب‌الله کاظم ازادي راډیو ته وویل: "زموږ د دې لاریونونو د برکته چې دا یوه لړۍ پیل شوې نه‌یوازې په کاناډا، بلکې په اروپايي هېوادونو او امریکا کې موږ هیله‌من یو چې تأثیر به‌یې دا وي چې د دوی توجه واوړي د پاکستان نیابتي جګړې ته او دوی هم لږ نور په اخلاص او جدي توګه باندې د افغانستان د قضیې لپاره لاس په کار شي."

له شاوخوا یوې میاشتې راهیسې په یو شمېر اروپايي هېوادونو له هغې ډلې بلجیم، بریتانیا او هالند کې هم ورته مظاهرې شوې دي.

سره له دې چې لاریونوالو د پاکستان حکومت او پوځیان د افغان جګړې تر شا ښکېل بللي، خو پاکستاني چارواکو په دې وروستیو کې په کلکه رد کړې چې دوی د افغان جګړې تر شا دي یا طالب جنګیالي تمویلوي.

کابل کې ۵،۰۰۰ ځوانانو په ملي پوځي اکاډمي کې د شاملېدو لپاره ازموینه ورکړه

د افغان پوځ لوی درستیز جنرال ولي محمد احمدزی په پوځي اکاډمي کې د شاملېدو لپاره ځوانان وستایل.

په کابل کې پنځه زره ښځو او نارینه‌وو په ملي پوځي اکاډمي کې د شاملېدو لپاره ازموینه ورکړه.

د دوی د ازموینې پر مهال د افغان پوځ لوی درستیز جنرال ولي محمد احمدزی او نور لوړپوړي پوځي چارواکي هم حاضر و.

جنرال احمدزي په پوځي اکاډمي کې د شاملېدو لپاره ځوانان وستایل: "له تاسو هر یوه او له ګرانو کورنیو مو مننه کوم چې په دې حساسو شرایطو کې چې زموږ په هېواد د افغانستان د قسم خوړلو دښمنانو له‌خوا حمله شوې او تاسو راغلي یاست د ملي اردو په لیکو کې شمولیت کوئ. امتحان ورکوئ او بالاخره په پروسه کې شاملېږئ."

دفاع وزارت وايي بریالي داوطلبان به د مارشال فهیم ملي دفاعي پوهنتون په ملي پوځي اکاډمي کې شامل او زده‌کړې وویني.

په کابل کې داسې وخت ۵ زره ځوانانو پوځي اکاډمي کې د شاملېدو ازموینه ورکړې چې په ټول هېواد کې جګړو زور اخیستی او ورځ تر بلې افغان پوځ او وسله‌وال طالبان په یو بل بریدونه کوي.

یواېن‌اېچ‌سي‌ار فراه او بادغیس کې زرو تازه بې‌ځایه شویو ته مرستې وکړې

ارشیف، هرات کې یو شمېر بې‌ځایه شوې کورنۍ چې د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې ورسره مرسته کړې ده.

د کډوالو لپاره د ملګرو ملتونو ادارې (یواېن‌اېچ‌سي‌ار) ویلي په فراه او بادغیس کې یې زرو تنو تازه بې‌ځایه شویو ته اړینې مرستې کړې دي.

دې ادارې پرون په خپل ټویټر دا خبره کړې ده.

د یواېن‌اېچ‌سي‌ار د بیان له مخې ۲۰۲۱ کال نږدې ۳۶۰ زره افغانان د جګړو په خاطر د خپلو کورونو پرېښودو ته اړ شوي دي.

یوازې د کندهار د وروستیو شااوخوا ۲۰ ورځو سختو جګړو په نتیجه کې له ۲۲ زرو زیات کسان بې‌ځایه شوي دي.

بې‌ځایه شوي خلک وايي چې خپلې سیمې یې د جګړو په خاطر پرېښودې، مګر په موقتي ځایونو کې هم له ډېرو سختو ستونزو سره لاس او ګرېوان دي.

د ملګرو ملتونو د کډوالۍ ادارې یواېن‌اېچ‌سي‌ار ټینګار کړی چې افغانستان لا زیاتو مرستو ته اړتیا لري.

د افغانستان عامې روغتیا وزارت: تر اوسه ۸۰ زره محصلین واکسین شوي

د کابل پوهنتون د محصلینو د واکسیناسیون لړۍ

د افغانستان عامې روغتیا وزارت وايي، تر دې دمه ۸۰ زره محصلین واکسین شوي او په پوهنتونونو او د لوړو زده‌کړو مؤسسو کې د محصلانو واکسیناسیون دوام لري.

د دغه وزارت ویاند دستګیر نظري پرون ازادي راډیو ته وویل: "د لوړو زده‌کړو وزارت د محصلانو حاضري د واکسین د کارتونو پر اساس تنظیم کړې او تر دې دمه د پوهنتونونو او لوړو زده‌کړو مؤسسو ۸۰ زره محصلینو واکسین لګولی."

د لوړو زده‌کړو وزارت تېره اوونۍ اعلان وکړ چې په افغانستان کې د لوړو زده‌کړو مؤسسو درسونه به د محصلینو تر واکسین وروسته د اسد/زمري په ۱۶مه پيل شي.

وزارت په محصلینو باندې واکسین جبري کړی او ویلي یې دي چې د واکسین له کارت پرته خپلو تعلیمي ادارو ته نه‌شي ننوتلی.

د رسمي شمېرو له مخې، تر دې دمه په افغانستان کې ۱۴۸،۰۰۰ خلک په کرونا ویروس اخته او له ډلې یې شااوخوا ۶،۸۰۰ کسان مړه شوي دي.

پاکستان کې د پولیو واکسین د ټیم دوه ساتونکي پولیس په نښه کړل

ارشیف، پېښور کې د پولیو واکسین ټیم سره ساتونکي پولیس

پاکستاني چارواکي وايي وسله‌والو بریدګرو د پاکستان دوه هغه پولیس افسران په نښه کړي چې د پولیو واکسین د ټیم امنیت‌یې ساته.

برید موټرسایکل سپرو کسانو پرون په پېښور ښار کې کړی دی.

د برید په نتیجه کې د پاکستان د پولیسو یو افسر وژل شوی او يو بل ټپي دی.

د واکسین د ټیم غړو ته زیان نه‌دی رسېدلی.

دا پېښه پرون د خېبر پښتونخوا په مرکز پېښور کې شوې ده.

تحریک طالبان پاکستان (TTP) د دغه برید مسؤلیت منلی دی.

پاکستان د جولای په ۳۰مه د پولیو واکسین پنځه ورځنی کمپاین پیل کړ او تمه کېږي چې په خېبر پښتونخوا کې درې ملیونه او اووه لکه ماشومان د پولیو په وړاندې واکسین شي.

د المپيک لوبې؛ یوه بلاروسۍ ورزشکاره وايي په زوره بېرته هېواد ته ستنول کېده

کریسټینا تسیمانوسکایا بلاروسۍ لوبغاړې چې المپيک کې یې برخه اخیستې ده.

د توکیو په المپیکي لوبو کې یوه بلاروسۍ ورزشکاره وايي چې روزونکو یې په زوره بېرته هېواد ته ستنوله.

جاپاني پولیسو د دې کار مخه نیولې ده.

کریسټینا تسیمانوسکایا د یکشنبې په ورځ وویل چې د بلاروس چارواکو د دې د خوښې خلاف هغه هوایي ډګر ته وړې وه او غوښتل‌یې بلاروس ته‌یې ولېږي.

دا ټول وروسته تر دې پېښ شول چې د اتلتیک یا ځغاستې د برخې دې بلاروسۍ لوبغاړې په خپل انسټاګرام باندې لیکلي و چې ګڼې بلاروسۍ لوبغاړې د ډوپېنګ د ټسټونو لپاره د کافي وسایلو د نشتوالي په خاطر د توکیو له المپیکي لوبو بې‌برخې شوې.

دې بلاروسۍ لوبغاړې ویلي چې له جاپان نه‌وځي او د المپیک نړیواله کمېټه دې د دې پېښې په تړاو مداخله وکړي.

د بلاروس د المپیک چارواکو ویلي چې دا ورزشکاره د ډاکتر په توصیه د هغې ناسم رواني حالت ته په کتو بېرته بلاروس ته لېږل کېده.

د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی د مشورو لپاره کابل ته راغلی

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی د سلا مشورو لپاره کابل ته راغلی.

نوموړي نن یکشنبه(د زمري ۱۰مه) په کابل کې خبریالانو ته وویل، په دوحه کې اوس مهال راتلونکي نظام او اساسي قانون تر بحث لاندې دي او په دې برخه کې د دیني عالمانو او افغان ولس مشورې اړیني دي.

هغه وايي، دیني عالمان کولی شي د راتلونکي نظام په جوړښت کې رغنده رول ولوبوي.

د ښاغلي ستانکزي په باور، د یوې تل پاتې او هر اړخیزې سولې لپاره د دواړو خواو جدي اراده اړینه ده.

نوموړی ټینګار کوي چې افغان حکومت د سولې لپاره جدي اراده لري او مقابل لوری باید خپله قاطع اراده وښيې.

طالبانو تر اوسه په دې اړه څه نه دي ویلي، خو له دې وړاندې یې ټینګار کړی و چې دغه ډله د سولې خبرو ته جدي اراده لري.

د افغانستان د سولې مرکچي پلاوي مشر معصوم ستانکزی وايي، که جدي اراده رامنځته شي د افغانستان جګړه په یوې میاشت کابو کېدای شي.

ښاغلی ستانکزی داسې مهال کابل ته راځي چې له تېرو لسو میاشتو راپه دېخوا په دوحه کې د جګړې دواړه لوري په خبرو بوخت دي.

تندر قول اردو: پکتیکا کې د ۴ پاکستانیو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي

ارشیف، عکس تزئیني بڼه لري

د تندر قول اردو چارواکي وايي، تېره شپه د پکتیکا د برمل ولسوالۍ د سپېرې په سیمه کې د ۴ پاکستاني وګړو په ګډون ۱۲ طالبان وژل شوي او ۹ نور ټپیان شوي دي.

نن د یکشنبې (د زمري ۱۰مه) په ورځ د تندر قول اردو د رسنیو د دفتر مشر ایمل خان مومند ازادي راډیو ته وویل، چې وسله والو ته یاده مرګ ژوبله د افغان ځواکونو په ځوابي بریدونو کې اوښتې ده.

مومند زیاته کړه: "تېره شپه د تندر قول اردو د دوهمې لواء منسوبینو د پکتیکا ولایت د برمل ولسوالۍ په اړوند سیمو کې د طالب ترهګرو ډله ییز بریدونه په شا تمبولي او په هغوی يې هدفمند بریدونه ترسره کړي چې په پایله کې د ۴ پاکستانیانو په ګډون ۱۲ وسله وال طالبان وژل شوي او ۹ تنه نور يې ټپيان شوي دي."

د نوموړي په وینا، د یو شمېر وژل شوېو وسله والو مړي د جګړې په ډګر کې پاتې شوي دي.

ایمل خان مومند وویل، په دې جګړه کې افغان ځواکونو ته کومه مرګ ژوبله نه ده اوښتې.

تر اوسه طالبانو په دې اړه رسنیو ته څه نه دي ویلي.

ايتوپيايي لوبغاړي 'بارګا' د تېزې منډې سياليو کې د نړۍ ريکارډ ماټ کړ

سلمون بارګا

د ايتوپيا ٢١ کلن لوبغاړي د تېزې منډې په سياليو کې د نړۍ ريکارډ ماټ او د توکيو د المپيک د لس زره مترو د سرو زرو مډال وګاټه.

د توکیو د المپیک د ۲۰۲۰ میلادي کال په روانو لوبو کې د تېزې منډې د لس زره متره فاينل په سياليو کې سلمون بارګا په ٢٧ دقيقو او ٤٣ ثانيو کې دا واټن وواهه او اتل شو.

د راپورونو له مخې د اوکاندا لوبغاړي جاشوا چپتګي چې د ٢٠١٩ ميلادي کال د نړۍ د تېزې منډې اتل و، ټاکلی واټن په ٤١ ثانيو کې وواهه او دوهم مقام یې ترلاسه کړ.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG