د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۴:۲۳

"ميلوس زيمن"د چېکۍ سيلانيانو لپاره "اصف علي زرداري" ته ليک لېږلى


د چېک جمهوريت ولسمشر ميلوس زيمن
د چېک جمهوريت ولسمشر ميلوس زيمن
د چېک جمهوريت ولسمشر ميلوس زيمن د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ته ځانګړى ليک استولى او ترې غوښتي يې دي چې، د پاکستان په بلوچستان کې دي د ده د هېواد د دوو تښتول شويو نجونو د را خوشې کولو لپاره جدي هڅې وکړي، خو د کوټې کميشنر قمبر دشتي وايي چې د دغو نجونو د را خوشي کولو لپاره يې ځانګړې ډله سيمې ته لېږلى دي، خو تښتول شوې چېکۍ نجونې لا هم ترى تم دي.

د چېک جمهوريت دوې سيلانۍ نجونې د تېرې چارشنبې په ورځ له ايرانه بلوچستان ته را اوښتې وې او له تفتان ښاره کوټې ته را روانې وې چې د کوټې ښار جنوب لوېديځ لور ته په ٥٥٠ کيلوميټرۍ کې د چاغي سيمې په نوکنډي نومي ځاى کې وسلوالو له مسافربس څخه د وسلو په زور وتښتولې چې حکومت او امنيتي ادارې يې لا هم په موندلو او را خوشي کولو کې ناکامه دي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00
مستقیم لېنک


د چېک جمهوريت ولسمشر ميلوس زيمن د دوشنبې په ورځ د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري ته په دې اړه ځانګړى ليک را لېږلى او ورڅخه غوښتي يې دي چې په بلوچستان کې دي د دغو چېکۍ نجونو د را خوشي کولو لپاره جدي هڅې وکړي.

د چېک جمهوريت د ولسمشر د دفتر وياندې هنا بريانووا په دې اړه رسنيو ته ويلي چې د پاکستان د حکومت هڅو تر اوسه کومه نتيجه نه ده ورکړې.

د تښتول شويو چېکۍ نجونو په اړه د چېک جمهوريت د ولسمشر د دفتر په تازه ماوماتو کې ويل شوي چې دوى د ارواپوهنې د څانګې د پوهنتون محصلانې وې او په رخصتۍ ايران او له هغه ځاى پاکستان ته تللې، چې وسلوالو د وسلو په زور تښتولې دي. د کوټې ښاروال يا کميشنر قمبر دشتي چې د تښتول شويو چېکۍ نجونو د موندنې لپاره د چاغي نوکنډي سيمې ته تللى، ازادۍ راډيو ته يې وويل چې په چېکۍ نجونو پسې پلټنې يې لا هم هيڅ نتيجه نه ده ورکړې:

"د پلټڼې عمليات مو له بېلابېلو اړخونو دوام لري او له سيمه ييزو استخباراتي مالوماتو هم استفاده کوو، د سيمې مشران هم راسره مرسته کوو، چاغي سيمه ډېره پراخه ده، قريبا پينځه څلوېښت زره مربع کيلوميټره مځکه ده، ځکه نو د پلټنې عمليات پکې څه وخت اخلي، خو تر اوسه پورې مو يې په اړه هيڅ درک نه دى لګولى."

دا چې د پاکستان ولسمشر آصف علي زرداري د چېک جمهوريت د ولسمشر د ليک په ځواب کې څه ويلي، په دې اړه تر اوسه پورې څه نه دي ويل شوي.

قمبر دشتي وايي، د سيمې مشران يې دا شرم او د خپلو بلوڅي دودونو خلاف ګڼي چې له سيمې يې بهرنۍ ښځينه تښتول شوې دي، ځکه نو هغوى هم ورسره ملګري دي چې دغه تښتول شوې چېکۍ نجونې د وسلوالو له منګولو را خوشي کړي.

له قمبر دشتي مي وپوښتل چې ولسمشر زرداري ته د چېک جمهوريت د ولسمشر تر ليک وروسته دوى ته په چېکۍ نجونو پسې د ګړنديو پلټنو تازه امر راغلى که څنګه، ده وويل:

"موږ به د چا امر ته انتظار کوو، دا زموږ دنده ده چې دا بهرنۍ سيلانيانې ولټوو، خو داسې وګڼه چې موږ امر تر لاسه کړى، د سيمې مشران له ما سره ملګري دي ځکه دا د سيمې بدنامي ده او د سيمې له دود سره سم دا بد کار شوى دى."

قمبر دشتي وايي، د هرې سيمې په اړه چې تازه مالومات تر لاسه کړي، هلته د پلټنې لپاره امنيتي ځواکونه لېږي، خو وايي تر اوسه يې هيڅ شکمن کسان هم نه دي نيولي.

چېکۍ سيلانيانې انا همپالووا او انتوني خراتيڅکا لا هم ورکې دي، نه يې چا د تښتونې مسووليت منلى او نه يې د تښتونې په بدل کې کومه غوښتنه شوې ده.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:02:07 0:00
مستقیم لېنک


بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG