د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۱۰ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۳۵

"د اپوزیسیون او طالبانو ترمنځ خبرې د افغانستان په ګټه نه دي"


کابل چاپ یوشمېر ورځپاڼو د افغان حکومت د سیاسي اپوزیسیون او وسله والو مخالفانو ترمنځ د خبرو په اړه لیکنې اوتبصیرې کړې دي.

ملي باور:

ملي بارو ورځپانې لیکي، د حکومت سیاسي اپوزیسیون له وسله والو طالبانو او حزب اسلامي سره خبرې پیل کړې دي.

ورځپاڼه لیکي، د افغانستان د حکومت سیاسي اپوزیسیون تایید کړې ده؛ چې د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي او د وسله والو طالبانو له استازو سره یې د سولې په اړه خبرې اترې کړې دي.

سرنوشت:

سرنوشت ورځپانې د سید حامد ګیلاني خبرې راخیستې دي؛ د حکومت اپوزېسیون د طالبانو له هغو استازو سره خبرې کړې چې ملاعمر ته نږدې دي.

سرنوشت د طالب چارواکو له خولې لیکي؛ سید طیب اغا به د سولې په خبرو کې د خپل جګپوري مرکچي په توګه له دندې ګوښه شي.

خدمتګار:

خدمتګار ورځپانې په خپل لومړي مخ کې په غټو ټکو سره لیکلي د اپوزیسیون او طالبانو ترمنځ خبرې د افغانستان په ګټه نه دي.

د مطالب د لیکوال د معلوماتو له مخې د دواړو لوور ترمنځ خبرو اترو ته د زمینې په برابرولو کې د پاکستان څارګره اداره لوی لاس لري او ښايي دا یې هم پرې منلې وي چې؛ راتلونکي حکومت به په افغانستان کې د پاکستان ستراتیژیکې ګتې خوندي کړي.

ورځپاڼې د چارو د شنونکو په حواله لیکي؛ د افغان دولت او وسله وال اپوزیسیون ترمنځ خبروته "ای. اېس. ای" لاره هواړه کړې او ښايي دا د افغان حکومت د ړنګېدو باعث شي.

یادې ورځپاڼې په خپله سرمقاله کې لیکي؛ د طالبانو او اپوزیسیون ترمنځ د خبرو هدف به تر ډېره یوه معامله وي نه سوله.

د لیکوال په اند د طالبانو او اپوزیسیون ترمځ د خبرو نتیجه بالاخره په خپل منځ کې د واک او څوکیو وېش دی؛ چې دا به په لنډ مهال کې د یو نسبي ثبات سبب شي، خو په اوږد مهال کې به د دوی ترمنځ د واک په سرجګړو ته لاره هواره کړي.

د سرمقالې د لیکوال په باور افغان ولس په دې باور دی چې؛ د ماضي سیاستونه او د ماضي سیاستوال یو هم دغه هیواد ته په ګټه نه دي او باید د یو درېیم سیاسي جریان له لارې هیواد اداره شي؛ چې دغه جریان کوم ایډیولوژیک جریان نه وي؛ د ډموکراسۍ او له نړیوالو سره د پراخو اړیکو پلوي وي او په نړیوالو کنواسیونو او ډيپلوماسۍ باور ولري.

د سرمقالې د لیکوال په عقیده د امریکا او نړیوالې ټولنې دغه تېروته چې؛ د طالبانو تر پرځېدو وروسته یې شمالي ټلوالې ته فرصت په لاس ورکړ چې؛ د حکومت واګی په لاس کې واخلي او بیا یې انحصار کړي، هېواد یې له سیاسي پرمختګ څخه لسګونه کلونه شاته وغورځاوه.

د سرمقالې په پای کې راغلي، د طالبانو او شمالي ټلوالې ترمنځ خبرې د واک لپاره دي او د دوی واک په هېواد کې د ګاونډیانو نفوذ ته په خلاص مټ لاره هواره وي او په هېواد کې د نورمال او طبیعي سیاسي پرمختګ مخه نیسي.

چمتو کوونکی: رحمت الله افغان
XS
SM
MD
LG