د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۳۵

"حامد کرزی د یوه خپلواک ولسمشر په توګه ځان معرفي کوي"


واشنګټن پوست ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان د ملي حاکمیت په اړه، چې ولسمشر کرزی یې د خوندي کولو هیله لري، مقاله خپره کړې ده.

ورځپاڼه لیکي: جمهور ریس کرزي په وروستیو کې پر امریکايي ځواکونو د وسله والو طالبانو سره د همکارۍ، د یو شمېر افغان محصلینو د اختطاف او د ملکي خلکو د شکنجې تور ولګاوه.

ورځپاڼه لیکي، ولسمشر کرزي همدا راز پر امریکايي ځواکونو تور ولګاوه، چې تل یې د افغانستان د کورنیو تاسیساتو د کمزوري کولو هڅه کړې او په دې ډول یې د افغانستان د ملي حاکمیت پر ضد کار کړی.

د واشنګټن پوست په وینا، جمهور ریس حامد کرزی د افغانستان د سیاست په ډګر داسې څيره ګڼل کیږي، چې ساری نه لري.

ولسمشر کرزي ویلي، چې د خدمت دوره یې د ۲۰۱۴ میلادي کال تر پایه بشپړیږي او د افغانستان د اساسي قانون پر اساس به له دندې لرې شي.

یو شمېر افغان چارواکو ورځپاڼې ته ویلي، چې ولسمشر کرزي د امریکا پر ضد له دې څرګندې مبارز ې څخه بل هدف لري.

د واشنګټن پوست په حواله، ولسمشر غواړي، چې په ټولنه کې د ځان دا تصویر له منځه یوسي، چې ګویا د نورو خلکو له خوا کښینول شوی رهبر دی او ځان د یوه خپلواک او خود مختار جمهور ریس په توګه معرفي کړي.

د یو شمېر افغان چارواکو په وینا، جمهور ریس کرزی باور لري، چې د ملي حاکمیت د تامین په صورت کې به خلک د ده او د حکومت ملاتړ وکړي.

دا مساله له امریکا سره د ګډ شراکت لپاره مهمه خبره ده او تر ۲۰۱۴ کال وروسته په دې هېواد کې د امریکا د ځواکونو د حضور دوام ته لاره پرانیستلای شي.

داسې یوې موافقې ته له رسیدو پرته، سیاسي ثبات ته خنډ پيښيدلای شي او امنیتي وضعیت خرابیلادی شي.

داسې وضعیت به بېلابېلو قومي او سیاسي ډلو ته، چې ان یو شمېر یې ولسمشر کرزی خپل دښمن ګڼي او د له منځه تللو هیله يې لري، لاره هواره کړي.

واشنګټن پوست ورځپاڼه د جمهور ریس حامد کرزي د ویاند ایمل فیضي په حواله لیکي: موږد خلکو ملاتړ ته اړتیا لرو.

ایمیل فیضي د دې په ځواب کې، چې د ولسمشر کرزي د وروستیو خبرو شاته مقصد څه دی، وویل : موږ له امریکا سره د دوه اړخیزې امنیتي موافقې په خاطر هم د خلکو ملاتړ غواړو.

خو ورځپاڼه لیکي، ان که دا د ولسمشر کرزي حقیقي غوښتنه هم وي، د هغه له خبرو څخه سړی داسې نتیجه ګیري نه شي کولای.

ټایمز ورځپاڼه هم په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله لري.

ورځپاڼه لیکي، د پخواني شوروي ځواکونو یو زوړ ټانک په کابل کې د ناټو د ځواکونو یوې قرارګاه ته نږدې تر ځمکه لاندې وموندل شو.

ټایمز لیکي: که چیرې ناټو د دې پخوانۍ خبرې ثبوت غواړي، چې افغانستان د امپراطور يو هدیره ده، نو سند یې د خپلې قرار ګاه تر څنګ دی.

ورځپاڼه زیاتوي، چې د جنورۍ په میاشت کې یوه تن د ناټو یوې قرارګاه ته نږدې د ځمکې د کیندلو پر مهال، درې متره تر ځمکې لاندې یو زوړ پوځي ټانک پيدا کړ.

وروسته څرګنده شوه، چې دا (ټي ۶۲) ټانک لس هاوو کلونه مخکې د پخواني شوروي له ځواکونو څخه په افغانستان کې پاتې شوی وو.

ټایمز زیاتوي، چې په کابل کې د نویمې لسیزې په جریان کې د جنګ سالارانو ترمنځ خونړۍ جګړې پیل شوې او هغوي د پخواني شوروي څخه د پاتې شویو ټانکونو په مرسته دا ښار په ویرانه بدل کړ.

په دې سیمه کې د یوه ساختماني شرکت مشر جان پيرسن ټایمز ته ویلي، چې ښايي جسدونه هم وموندل شي خو تر اوسه داسې نښې نه دې پیدا شوې.

د ښاغلي پیرسن په وینا، ناټو دا وړاندیز رد کړ، چې دا پوځي ټانک باید د شوروي د اشغال د نښې یا یادګار په توګه د ښار په یوه سیمه کې کیښودل شي.

ده ویلي، چې اوس له دې ټانک څخه د سربازانو په تمرینونو کې کار اخیستل کیږ او عسکر انداخت ورباندې زده کوي.
XS
SM
MD
LG