د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۵:۵۰

ایا جرمني به په کندز کې د حملې قربانیانو کورنیو ته تاوان ورکړي؟


د جرمني یوه ځانګړې محکمه د نړېوالو ځواکونو د هغې حملې د قربانیانو کورنیو ته د مالي تاوان قضیه څیړي، چې درې کاله وړاندې په کندز ولایت کې شوې وه.

د نړېوالو ځواکونو د هغه مهال دغه هوايي برید په سیمه کې د جرمني د ځواکونو د یوه قومندان په امر ترسره شوی وو.

د ۲۰۰۹ کال د سیپتمبر په څلورمه نیټه امریکايي الوتکو په کندز ولایت کې د تیلو پر هغو دوو ټانکرونو چې د وسله والو له خوا تښتول شوي وو، حمله وکړه، چې له امله يې لسګونه کسان مړه او ژوبل شول.

دغې پیښې د سیمې د خلکو غصه وپاروله او په جرمني کې هم د سیاسي رسواېې سبب شوه.

د برید د قربانیانو ۷۹ کورنیو له جرمني څخه د درې اعشاریه درې میلیونه یورو تاوان غوښتنه وکړه .

ټاکل شوې ده، چې راتلونکې چهارشنبه په بن ښار کې یوه محکمه د یادې حملې د قربانیانو د یوه پلار له خوا د ۴۰ زرو او د یوې کونډې له خوا د ۵۰ زرو یورو د تاوان د غوښتلو قضیه وڅیړي.

د فرانس پریس خبري اژانس په وینا د قربانیانو د کورنیو دا دوه غړي او د پیښې عیني شاهدان محکمې ته نه دي غوښتل شوي.

د ۲۰۰۹ کال د کندز ددې پیښې د قربانیانو مدافع وکیل وايي، په دغې حمله کې ۱۳۷ کسان وژل شوي خو د جرمني حکومت دا نه مني او ټینګار کوي چې د برید له امله ۹۰ کسان مړه او ژوبل شوي دي.

مدافع وکیل کریم پوپل، چې یو افغان الاصل جرمنۍ دی ویلي د نړېوالو ځواکونو په دغې وحشیانه برید کې د زیاتو ماشومانو او ښځو نفقه ګټونکي وژل شوي او ګڼ شمیر میندې بې اولاده شوي دي.

جرمني تر اوسه ددغې پیښې د قربانیانو کورنیو ته څلور سوه او دیرش زره ډالر ورکړي او دا هیواد وايي چې دا تاوان نه بلکه له دغو کورنیو سره مرسته ده.

جرمني دا مهال په افغانستان کې څه کم څلور نیم زره سرتیري لري چې په تدریجي ډول يې له دغه هیواد څخه وباسي خو جرمني ژمنه کړې چې له ۲۰۱۴ کال وروسته به هم ددې هیواد یوه اندازه پوځي ځواک د افغان ځواکونو د ملاتړاو روزنې لپاره دغلته پاتې وي.
XS
SM
MD
LG