د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۱۴

"د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې د خندا وړ دي"


د ناټو سرمنشي اندریس فوګ راسموسن پرون په بروکسل کې وویل، دا په بشپړه توګه د خندا وړ ده، چې ولسمشر کرزۍ وايي امریکا له طالبانو سره جوړجاړۍ لري.

د رویترز خبري اژانس په وینا د افغان ولسمشر وروستیو څرګندونو له کابله د امریکا د دفاع د وزیر په توګه د چګ هیګل لومړني سفر ته ضربه رسولې ده.

د ناټو د سرمنشي په وینا د کابل او واشنګټن ترمنځ د تندو څرګندونو وروستۍ تبادلې دی اندیښمن کړی دی.

نوموړي ویلي، په عام محضر کې د ولسمشر کرزي دا خبره چې طالبان له ناټو، ایساف او امریکا سره جوړجاړۍ لري، ردوي.

اندریس فوګ راسموسن وویل، دا تړون په بشپړه توګه د افغانستان ملي حاکمیت ته درناوی لري، خو له افغان لوري هم دا تمه لري چې ومني موږ د ولسمشر کرزي د هېواد د پرمختګ لپاره خپله زیاته وینه تویه کړې او زیاتې پیسې مو لګولي دي.

رویترز خبري اژانس وايي، د افغانستان په روانه جګړه کې تر اوسه پورې شاوخوا درې زره نړېوال سرتیري وژل شوي او د ځینو د تخمین له مخې یوازې متحده ایالاتو په افغانستان کې سلګونه میلیارده ډالر مصرف کړي دي.

بل لورته بیا په افغانستان کې د ملګرو ملتونو ځانګړي استازي یان کوبیش ویلي، چې افغانستان دا مهال د امنیتي انتقال له یوې حساسې او پیچلې مرحلې څخه د تیریدو په حال کې دی.

نوموړي پرون په نیویارک کې خبریالانو ته وویل د افغانستان اکثره سیاسي ګوندونه، خلک او په خپله ولسمشر کرزۍ وايي چې متحده ایالات اوس هم د افغانستان ستراتیژیک شریک دی او په راتلونکې کې به هم وي:

(افغانستان غواړي او دا د زیاترو خلکو ګمان هم دی چې هېواد يې د مشرۍ رول ولري د خپل برخلیک ټاکونکۍ محترم ګڼل کیږي.

ځینې وختونه داسې خوزښتونه کیږي چې تل د اوس په شان همکارۍ لپاره ګټور نه وي.

ځینې پیښې هم ښايي داسې فضا جوړه کړي چې د همکارۍ په ګټه نه ده.)

له میدان وردګ ولایت څخه د ځانګړو امریکايي ځواکونو د وتلو په اړه د ولسمشر کرزي امر او افغان حکومت ته د باګرام زندان د بشپړ مسولیت د سپارلو غوښتنه هغه سترې مسلې دي چې یو ځل بیا يې د کابل او واشنګټن ترمنځ اړیکې کړکیچنې کړي دي.
XS
SM
MD
LG