د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
شنبه ۱۸ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۵۲

"د افغانستان شخړه به د م.م د امنیت شورا د راتلونکو بحثونو د اجنډا په سر کې وي"


روسیه وايي، د افغانستان شخړه به د ملګرو ملتونو د امنیت شورا د راتلونکو بحثونو د اجنډا په سر کې وي.

مسکو د روانې مارچ میاشت په لومړۍ نیټه د امنیت د نړیوالې شورا دوريي ریاست پر غاړه واخیست او تمه ده چې نن د روسېې په مشرۍ د دې شورا په غونډه کې د افغانستان پر حالاتو خبرې وشي.

د روسېې د بهرنیو چارو وزارت وايي، د دې هېواد په مشرۍ د ملګرو ملتونو د امنیت د شورا د نننۍ غونډې خبرې او بحثونه به د افغانستان پر وضیعت متمرکز وي.

د روسيي د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې ویل شوي، چې د امنیت نړېواله شورا باید په جدي توګه د افغانستان حالات او له دغه هېواده د مخدرو موادو قاچاق وڅاري.

روسيي مقامات وايي، افغانستان په یوې حساسه او مسوله مرحله کې داخلیږي چې د هېواد چارې به د نړېوالې ټولنې په ملاتړ په خپلو افغانان پر مخ وړي.

د اترتاس خبري اژانس په وینا په ۲۰۱۴ کال کې به افغانستان د ولسمشرۍ د انتخاباتو ،د نړیوالو ځواکونو د وتلو او افغان امنیتي ځواکونو ته د امنیتي مسولیتونو په شان د سترو تحولاتو شاهد وي.

د روسيي د بهرنیو چارو د وزارت په اعلامیه کې راغلي چې دغو راتلونکو تحولاتو ته په پام سره باید د امنیت نړیوااله شورا د افغانستان حالاتو ته جدي پاملرنه وکړي او د تروریزم سره مبارزه او د نشي موادو د قاچاق مسلې په دقیقه توګه وڅاري.

ټاکل شوې چې د افغانستان په اړه د ملګرو ملتونو د امنیت شورا په ننۍ غونډه کې ددې شورا د دایمي غړو سربیره د هغو هیوادونو استازي هم ګډون وکړي چې د افغانستان په پوځي او سیاسي ماموریتونو کې ښکیل دي.
XS
SM
MD
LG