د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۰۸

د افغانستان د ملي شورا دننه د فساد پر موجودیت انتقادونه


د ولسي جرګې د ځینو غړیو په وینا دا ځل به هغه کسان د کمیسیونونو د مشرۍ او مرستیالۍ څوکۍ ترلاسه کړي چې ډیرې پیسې ولري.

د افغانستان د ملي شورا دننه د فساد پر موجودیت د انتقادونو په لړ کې د ولسي جرګې یو شمېر غړیو شکایت کړی، چې د کمیسیونونو د اداري پلاوي د پستونو د ترلاسه کولو لپاره ورڅخه د رشوت غوښتنه کیږي.

مولوي عبدالرحمن چې ځان یې د ولسي جرګې د یوه کمیسیون ریاست ته کاندید کړی و، د دوشنبې په ورځ د دغې جرګې په عمومي غونډه کې وویل، چې په دې اړه اسناد او شواهد لري.

نوموړي د ولسي جرګې له اداري پلاوي وغوښتل، څو د دې کار د مخنیوي لپاره اقدام وکړي:


"زه بې وسه، بې تجارته ملا چې ځان کاندید کړم او زما څخه رشوت وغوښتل شي تاسو قضاوت وکړئ، زه کاندید یم او له ما څخه رشوت غوښتل کیږي، په الله باور وکړئ چې زه به سند وړاندې کوم، نوم یې هم اخلم هم تصویري، هم غږیز او هم کتبي سند لرم، چې ان له اداري پلاوي یو کس هم هلته وه او ما لود سپیکر وواهه او مې ویل چې زه په کمیسیون کې یم او له ماڅخه پیسې غواړي د چنې په اړه ماسره بحث کوي."

ښاغلي رحماني د کوم مشخص شخص نوم وانه خیست، خو دا یې وویل، چې ځینې کسان ده ته ګواښ کوي څو دا موضوع له کمیسیونه بهر مطرح نه کړي.

په همدې حال کې د ولسي جرګې یوه بل غړي الله ګل مجاهد د مولوي عبدالرحمن رحماني خبرې تایید کړې:

"زه دمولوي صاحب خبرې تاییدوم،واقعیت لري او زه په هماغه غونډه کې ناست وم دوه نور وکیلان هم وو چې د ټيلیفون غږ یې لوړ کړ،او مایې غږ هم ثبت کړی خو نوم اخلاقا نه اخلم ته ټول ملت ته خیانت کوي چې درې زره ډالره رشوته غواړې."

ښاغلي رحماني همدارنګه وویل، د ریاست او مرستیالانوڅوکیوته له کاندیدانو څخه د رشوت اخیستلولړۍ، په ډیرو کمیسیونوکې جریان لري.

د ولسي جرګي لومړي مرستیال میرویس یاسیني چې د جرګې مشري یې کوله اداري پلاوي ته هدایت وکړ څوپه دې اړه څیړنې وکړي.

نوموړي وویل:

"کوم کسان چې د ملت کور د ننه په دې توګه د خوږو او غوړو څخه استفاده کوي او غیرقانوني کارونه کوي،جناب مولوي صاحب اداري پلاوی او تالار موظف دی چې د داډول بیهوده کارونو مخنیوی وکړي."

پخوا هم په ولسي جرګې کې ځینو کسانو دا ادعا وې هم کړي چې یو شمیر وکیلان له وزیرانو د رایې ورکولو لپاره هم رشوت او یا هم په غیر قانوني توګه امتیازات اخلي.

وکیلان په دې اړه دغه انتقادونه په داسې حال کې کوي چې ولسي جرګې تل به حکومت د هغه څه امله انتقادونه کړي چې دوی یې په حکومتي ادارو کې پراخ اداري فساد بولي.
XS
SM
MD
LG