د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۵ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۷

په کابل کې د امریکا سفارت یوه نوې ویبپاڼه پرانېستې


د امریکا د متحده ایالاتو سفارت وايي، چې وګړي او سازمانونه به وهڅوي چې د افغانستان د پرمختګونو او بریالیتونو په اړه خپل راپورونه او مطالب د دوی د نوې ویبپاڼې له لارې له خلکو سره شریک کړي.

په کابل کې د امریکا سفارت په یوې مطبوعاتي اعلامیې کې ویلي، چې ژورنالیستان، بلاګ لیکونکي او رسنۍ او یا هم عام کسان چې مقالې او راپورنه لیکي کولای شي، چې د امریکا او افغانستان د مشارکت په نوم د دوی په نوی ویبپاڼه کې یې خپاره کړي.

په اعلامیې کې راغلي، چې دا د امریکا د حکومت ویب پانه نه ده ځکه خو په هغې کې د خپریدونکو مطالبو مسوولیت هم پرغاړه نه اخلي، خو د سفارت له خوا به څارل کیږي.

د امریکا د سفارت په اعلامیې کې راغلي چې سفارت به په دې ویبپاڼې کې یوازې هغو لیکنو راپورنو ته د خپریدو اجازه ورکوي چې د ویب پاڼې له ارزښتونو سره برابره وي.

په کابل کې د امریکا سفارت دا مهال یوه رسمي ویبپاڼه هم لري چې په انګلیسي، پښتو او دري ژبو ده.

په تیرو شاوخوا لسو کلونو کې په افغانستان کې د انټرنیټ او مخابراتو په برخو کې د پام وړ بلل کیږي.

اکثره ادارې ، سازمانونه او حتی یو شمیر عام کسان خپلې ویبپاڼې لري.

د مخابراتو او معلوماتي ټکنالوژۍ د وزارت د معلوماتو له مخې اوسمهال د افغانستان لس فیصده خلک انټرنیټ ته لاسرسی لري چې چارواکي وايي دا فیصدي به ډیر ژر لوړه شي.

خو د انټرنیټ د کیفیت په اړه لا هم شکایتونه موجود دي.
XS
SM
MD
LG