د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۲۲ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۵۹

د اسیا پراختیايي بانک له بریښنا شرکت سره تازه مرسته کوي


د اسیا پراختیایي بانک په افغانستان د بریښنا د شبکې د لا پراخیدو لپاره له بریښنا شرکت سره دوه سوه میلیونه ډالره تازه مرسته کوي.

دغه مرسته د اسیا د پراختیایي بانک د وړیا پیسو څخه دي، چې قرارداد یې د دوشنبې په ورځ په کابل کې له بریښنا شرکت سره لاسلیک شو.

د بریښنا شرکت وايي، چې په دې پیسو به لوګر او پکتیا ته د ترکمنستان وارداتي بریښنا وغځوي.

د بریښنا شرکت د مسولینو په وینا د دې پروژې په پلي کولو سره به د افغانستان دیرشو فیصدو نورو خلکو ته هم بریښنا ورسیږي.

د دې شرکت اجرایوي ریس عبدالرازق صمدي د دوشنبې په ورځ د اسیا له پرختیایي بانک سره د قراداد د لاسلیک کولو پرمهال وویل، په دې پيسو به د ترکمنستان وارداتي بریښنا لوګر او پکتیا ته وغځول شي.

ښاغلي صمدي وویل، چې دغه بریښنا به د یوه پنځه سوه ولټه مزي له لارې، چې د د زر کیلو واټه بریښنا د لیږدولو توان به ولري، وغځول شي.

ښاغلي صمدي زیاته کړه، چې په دې پیسو به په دواړه ولایتونو کې د بریښنا دوه سب استیشنونو هم جوړ شي.

د صمدي په وینا د دې پروژې کار به تر ۲۰۱۶ میلادي کاله پورې بشپړ شي.

په افغانستان کې د اسیا د پراختیایي بانک ریس جوجي توکیشي د دې قراداد د لاسلیک کیدو وروسته د افغانستان سره د لا زیاتو مرستو یادونه وکړه او د اسیاد پراختیايي بانک مرستې یې د افغانستان لپاره ګټورې وبللې.

د اسیا پراختیايي بانک د توکیو په کنفرانس کې له افغانستان سره د یو عشاریه دوو ملیارډو ډالرو مرستې ژمنه کړې وه.

د دې بانک مسولین وايي، چې له دې څخه به یې درې سوه میلیونه ډالره په ۲۰۱۳ کال کې ولګوي.
XS
SM
MD
LG