د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۲۲

د سوريي اپوزیسیون د ځان لپاره نوی صدراعظم ټاکي


د سوریې د مخالفینو ایتلاف نن د ترکېې په استانبول ښار کې په خپله غونډه کې هڅه کوي، چې د ځان لپاره لومړنی صدراعظم وټاکي.

دغه صدراعظم به دنده لري، چې په هغو سیمو کې چې د بشارالاسد د رژیم له واکه وتلي او بې وزلي او بې نظمي پکې ډیره ده، ورځنۍ چارې سمبالې کړي.

د مخکښو کاندیدانو په ډله کې د سوریې د کرڼې پخوانی وزیر، یو اقتصاد پوه او د یوې مخابراتي ادارې مشر شامل دي چې ښايي غوره کېدل به یې د سوریې د روانو شخړو لوری بدل کړي.

د مخالفینو صدراعظم به په لومړي سر کې په سوریه کې دننه یو نوی حکومت جوړوي.

د فرانسپرس پرېس خبری اژانس د راپورله مخې که څه هم دغه حکومت به د سوریې د ولسمشربشارالاسد د رژیم د وسله والو مخالفینو حیثیت او اعتبار زیات کړي خو د اسد له رژیم سره به د خبرو ډیرلږچانس ولري.

د سوریې ملي ایتلاف چې پکې د اپوزیسیون مختلفی ډلې غړیټوب لري اوتراوسه یوزیات شمیرهیوادونو د سوریې د خلکو د استازي په توګه په رسمیت پیژندلی، ویلي دایقیني نده چې دوی به وکولای شي له پلان سره سم نوی صدراعظم وټاکې ځکه دغه پروسه مخکې هم ځنډول شوې وه.

د سوریې په هغو سیمو کې چې د وسله والویاغیانو ترکنټرول لاندې دي، خلک له بیلابیلوستونزو سره مخامخ دي.

ډیر خلک له لومړنیو خدماتو بې برخې دي، په دې سیمو کې قانون سم ندی حاکم او یوشمیرخلک داسې احساس کوي چې د ایتلاف ترکېب درست ندی او نشي کولای چې اغیزمنه سیمه یزه اداره رامنځ ته کړي.

په حلب ښارکې د ابوحشام په نامه یوه فعال دې اژانس ته ویلي چې ملي ایتلاف له عیني واقعیتونو سره چې دلته اساسي اړتیاوې څه دي، سم ارتباط نه لري.

خو د متاراسمعیل په نوم د د مشق یو اوسیدونکې وایي چې دې ته جدی اړتیاوه چې دغه سیمې ازادې شي ترڅو پکې ورځنۍ چارې په سمه توګه تنظیم شي.

د ملي ایتلاف د ویاند ولید البوني په وینا په هغو سیمو کې چې د بشارالاسد د رژیم له واکمنۍ وتلي، شاوخوا لس میلیون وګړي ژوند کوي.

هغه وویل که استازی نن په غونډه کې ونه توانیږي چې صدراعظم وټاکې، نو د وسله الو مخالفینو له سیمه ییزو شورګانواو د سوریې د ازاد پوځ د ډلو ترمنځ سلاو مشورې به دوام وکړي.

د اپوزیسیون د منابعو په اساس د کرهڼې پخوانی وزیراسد مصطفی، اقتصاد پوه اسامه کادی او د مخابراتو د ادارې یومشرغاسن هیتو ترټولو مخکې دي.

فرانسپرس اژانس لیکې، که د استانبول په غونډه کې د اپوزیسیون استازي یوه جوړجاړي ته ورسیږي نوښایي داسې یوکس وټاکې چې په اداره ښه پوه وي او له وسله وال پاڅون سره هم اوږدې اړیکې ولري خو د اژانس په وینا د نوي صدراعظم د غوره کولو په پروسه کې به د قطر او سعودي عربستان په ګډون یوشمیرهیوادونه چې د وسله والو یاغیانویې اوږدمهاله ملاتړکړی، له خپل نفوذه کارواخلي.

د اپوزیسیون یوه مشر حیاتم الملیح وویل، صدراعظم باید داسې یو کس وي چې له انقلاب سره بیخي تړلی او تردې وروستیو پورې په سوریه کې اوسیدلی وي، نه داسی یوه کس چې ډیروخت یې له هیواده بهر ژوند کړی وي.

د ملي ایټلاف یوه بل غړي ویلي چې ډیره هڅه کېږي چې د صدراعظمي څوکۍ ته داسې یوکس وټاکل شي چې تخصص ولري.

د فرانسپرس په وینا داسې ښکاري چې د امریکا متحده ایالات د یوه موقت حکومت د رامنځ ته کېدو پرضد دی اوداسې انګیري چې په دې کارسره به د اسد له رژیم سره د خبرو د پیلیدو هڅې ټکنۍ شي خو ترکېې او د عربي اتحادیې ډیروغړیو د دغه اقدام ملاتړکړی دی.
XS
SM
MD
LG