د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۰:۱۷

"له ټروریزم سره د مبارزې د دویم ماموریت لپاره نړېوالي اجماع ته اړتیا ده"


د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، په پاکستان کې دې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو لپاره یوه نړېواله اجماع رامنځته شي
د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي وايي، په پاکستان کې دې د ترهګرو پر ضد د عملیاتو لپاره یوه نړېواله اجماع رامنځته شي
د افغانستان د کورنیو چارو وزارت په دې باور دی، چې د ترهګرو ځالي په افغانستان کې ختمي شوي او باید د ترهګرو پر ضد د نړېوالې ټولنې یو نوی ماموریت په پاکستان کې پیل شي.

د کورنیو چارو وزارت ویاند صدیق صدیقي په تیره یوه لسیزه کې په افغانستان کې د ترهګرۍ پر ضد مبارزې ته په اشاره وايي، چې دا هېواد له ترهګرۍ څخه پاک شوی، خو ترهګر له نورو هېوادونو ورته رالیږل کېږي.

ښاغلي صدیقي د دوشنبې په ورځ په کابل کې د ایساف ځواکونو او د ناټو د ملکې برخي له ویاند سره په ګډه غونډه کې د ازادۍ راډیو د یوې پوښتني په ځواب کې وویل، اوس د دې وخت رارسېدلی، چې په پاکستان کې د ترهګرۍ پر ضد د عملیاتو لپاره یوه نړیواله اجماع رامنځته شي:

“په خواشینی سره اوس هم زرګونه جنګیالي او تروریستان د پولي اغاړي ته په افغانستان کې د طوطعو، ځان وژونکو او ډله ایزو حملو او ماینونو په جوړولو بوخت دي.

ایا تاسي فکر نه کوی چې، له ټروریزم سره د مبارزې د دویم ماموریت لپاره یوې نړیوالي اجماع ته اړتیا سته څو د تروریزم اصلي مرکزونه چې د افغانستان د پولي اخوا ته دي، له منځه یوسو او هغه دې ته اړتیا لري چې موږ دوهم ځلې پر یوه ګډ هدف کار وکړو او زموږ هدف دا وي چې ټروریزم په سیمه کې له منځه یوسو.”

ښاغلی صدیقي وايي، د پاکستان په شمالي او جنوبي وزیرستان او ددې هیواد په نورو سیمو کې 30 زره داسي مدرسې دي، چې ترهګر په کې روزل کېږي او بیا په افغانستان کې د افغان او بهرنیو ځواکونو او ولسي خلکو پرضد د جګړې لپاره رالیږل کېږي.

نوموړي وویل، چې یا دي د پاکستان پر حکومت فشار راوړل سي او یا دي د دې هېواد له حکومت سره همکاري وسي، چې له ترهګرۍ سره مبارزه وشي.
د کورنیو چارو وزارت وايي، چې په 1391 ل کال کې 1800 تنه پولیس وژل سوي، تر 3000 ډیر ژوبل سوي او دا د وړم کال په پرتله 15 فیصده ډیروالی ښيي.

دغه وزارت وايي، په دې کال کې د وسلوالو مخالفینو په تلفاتو کې یو ویشت فیصده زیاتوالی راغلی، 4600 تنه یې وژل شوي او 6700 نور یې نیول شوي.

بل خوا ایساف وايي، چې په 2012 کال کې 274 تنه نړیوال سرتیري وژل شوي.

په افغانستان کې د ایساف د قومندانۍ ویاند جنرال ګونټر کټز وویل، چې د سرحدي سیمو امنیت ورته مهم دی، خو دوی له افغانستانه دباندي د عملیاتو اجازه تر اوسه نه لري:

“په سرحدي سمیو کې امنیت په سټراتیژیک ډول د ټولي سیمي پر امنیت اغېز لري.

ټول لېواله دي، چې په دې سیمو کې امنیت ټینګ سي، درې اړخیزي غونډي چې په منظم ډول جوړیږي، ایساف، افغانستان او پاکستان په منظم ډول پر دې خبري کوي، چې څنګه په سرحدي سیمو کې امنیتي حالت ښه شي.”

پخوا تر دې ولسمشر حامد کرزي هم له ترهګرۍ سره د نړیوالي ټولني پر مبارزه انتقادونه کړي.

ښاغلي کرزي په وار وار ویلي چې دغه مبارزه باید د افغانستان له کلیو دباندي وسي او د ترهګرو اصلي مرکزونه چ اشاره یې له پولې اخوا پاکستان ته ده وسي.

بل خوا پاکستانیو چارواکو تل ټینګار کړی، چې له ترهګرۍ سره ریښتینې مبازره کوي او په دې لاره کې یې په زرګونو سرتیري او ملکې خلک وژل سوي دي.
معصوم میوند- کابل
XS
SM
MD
LG