د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۴ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۶:۱۳

کونړیان: د شپې په عملیاتو کې زورول کیږو


د کونړ اوسیدونکې وايي، د ملي اردو او نړېوال ځواکونه د شپې عملیاتو پر مهال بې ګناه خلک زوروي او باید چې په راتلونکې کې افغان او نړېوال ځواکونه ځانونه وساتي.

کونړیان وايي، اوس خو ګڼ عملیات ملي اردو، ملي امنیت او ملي پولیس کوي خو اوس هم افغانانو سره د خپلو عسکرو له خوا د بهرنیو سرتیرو په څیر سلوک کېږي:

"نوم مې عبدالله دی، د کونړ ولایت اوسیدونکې یم، ملي اردو او ایتلاف چې عملیاتو ته ځي په دي عملیاتو کې د شپې خلک زوروي خلک په عذابوي، خو زموږ داخلي ځواکونه هم کله په پردیو شیطانیو په پردیو لمسونو ولسي خلک تنګوي او زوروي، باید دوي اول ښه تحقیق وکړي او بیا اجرات وکړي."

دوي وايي، که چېرته افغان ځواکونه د ولسي وګړو زورولو منع نه شي نو د دولت او ولس ترمنځ به فاصلي زیاتې او بې شمیره ستونزې به وزیږوي:

"زما نوم خورشید دی دوي په داسې ځایونو کې د شپې عملیات کوي، چې دوي خلک د شپې په عملیاتو کې نیسي هغوي د ورځې ولایت ته راځي ولسوالیو ته ورځي وظیفي لري په حکومت کې، څه ضرورت دی چې په هغوي باندې د شپې عملیات کېږي د هغوي زنانه له خوبه وځي."

د کونړ والي فضل الله وحیدي وايي، نړېوالو او افغان ځواکونو سره یي یاده ستونزه یاده کړې او هغوي ورته ډاډ ورکړی، چې په راتلونکې کې داسې کوم کار نه ترسره کېږي چې ولس پرې خپه شي:

"دا د شپې نیولو او له خلکو وسلي اخیستلو معامله نوره انشاالله ختمه کړی ده.

د امنیت ملي په بهانو باندې هم نور باور نه کوو، نور نشي ویلای چې زه نه یم خبر او له بل ځایه نور څوک راغلي و.دا بل ځای څوک دی زه بل ځاي نه منم غیر له دولت نه. دا د امنیت ملي خلک دي ښه خلک دي او ورسره کومک وکړئ."


د کونړ والي زیاته کړه، ولس ته پکار دي، چې د خپلو امنیتي ځواکونو ملاتړ وکړي او چاته اجازه ورنه کړي چې ددوي له سیمو په افغان ځواکونو بریدونه وکړي.

په کونړ کې خلک له افغان او نړېوالو ځواکونو په داسې حال کې د شپنيو عملیاتو پر مهال د خلکو له زورونې شکایت کوي چې له دې وړاندې هم د هېواد په نورو برخو کې دې ته ورته شکایتونه شوي دي.

روح الله انوري- کونړ
XS
SM
MD
LG