د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۲۸ وری ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۳۵

مظاهره کوونکو د ملي شورا پریکړه د قناعت وړ ونه بلله


په کابل کې یوځل بیا یوشمېر د کانکور ازموینې بې نتیجې زده کوونکو اود مدني ټولنو فعالانو مظاهره وکړه او د کانکور په اړه یې د ملي شورا پریکړه د قناعت وړ ونه بلله.

مظاهره د دوشنبې په ورځ لس بجې د کابل ښار له زرنګار پارک شروع او د ملي شوار مخې ته د یو پریکړه لیک په لوستلو سره پای ته ورسېده.

مظاهره چیانو د لوړو زده کړو د وزیر پرضد شعارونه ورکول

مظاهره کوونکو ویل چې، د ملي شورا پریکړې ورته د قناعت وړ نه دي او باید چې د کانکور نتایج لغوه اعلان شي.

د مظاهرې یوه تنظیم کوونکي اسرار کریمزی د دوشنبې په ورځ ازادۍ راډیو ته وویل

"د دې لپاره راوتي یو، چې دافغانستان په سطحه د ځوانانو له سرنوشت سره لوبې شوي دی، موږ غلي کښېناستونکي نه یو، موږ د دغو ځوانانو حق غواړو، لاریونونه به کوو، څو د د افغانستان د ځوانانو حق نه وي ورکړل شوی."

مظاهره چیانو په خپل پریکړه لیک کې د کانکور د نتایجو د باطلیدو، د لوړو زده کړو د وزیر په ګوښه کیدو؛ د کانکور د کمیټې په له منځه تلو او ولایتونو ته د نفوس له مخې په پوهنتونونو کې د تحصیلي سهیمې په ورکولو ټینګار کړی.

د شنبې او یکشنبې په ورځ د لوړو زرده کړو وزیر د ملي شورا د واړو جرګوته د استجواب لپاره ورغوښتل شوی و.

ولسي جرګې پریکړه وکړه، چې د کانکور ازموینې د پایلو څېړلو لپاره دې، د ملي شورا له فرهنګي کمېسیونونو، مدني ټولنو او د لوړو زده کړو وزارت له چارواکو ګډ کمېسیون جوړ شي.

مشرانو جرګې د دې ترڅنګ دا پریکړه هم وکړه چې؛ د کانکور اوسنۍ کمیټه دې لغوه شي او د وزارت له چوکاټه بهر دې د کانکور لپاره یوه ملي کمیټه رامنځ ته شي.

د لوړو زده کړو وزارت د چارواکو په خبره د سږکال کانکور په ازموینه کې شاوخوا ۱۷۵ زره د دولسمو ټولګیو فارغینو برخه اخیستې وه؛ چې له هغې ډلې یې ۵۶ زره تنه د لوړو زده کړو او نیمه عالي موسسو ته کامیابه شوي دي.

راپور: رحمت ا لله افغان
XS
SM
MD
LG