د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
یکشنبه ۱۹ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۲۹

وسله والو د پيښور پر مرکزي محکمه وسله وال برید کړی


په پيښور کې د یوې محکمې پر ودانۍ د وسله وال برید او چاودنو په نتیجه کې دېرشو تنو ته مرګ ژوبله واوښته.

پولیس وايي، وسله وال برید کوونکي چې ځانمرګي واسکټونه يې اغوستي و؛ نن یعنې دوشنبه غرمه مهال محکمې ته دننه ننوتل او د خلکو د ګڼې ګوڼې په ځای کې يې ځان ته چاودنه ورکړه.

د لیډي ريډنګ یا جرنیلي روغتون له مطبوعاتي دفتره په خپره شوې خبرپاڼه کې ویل شوي؛ چې په دې حمله کې د یوې قاضي او درېيو پولیسو په ګډون شپږ ویشت تنه ټپيان او څلور تنه وژل شوي دي.

د خبرپاڼې له مخې وژل شوي څلورواړه ملکيان دي.

د پولیسو عالي رتبه افسر مسعود اپریدي تر پيښې وروسته رسنیو ته وویل؛ چې که څه هم د برید پر وخت په محکمه کې د خلکو ګڼه ګوڼه زیاته وه؛ خو ګومان نه کوي چې، د بریدګرو هدف به د ځينې خلکو خلاصول یا تښتول وو:

"دوه ځانمرګي بریدګر وو، چې یو يې د پولیسو په ډزو ووژل شو او بل يې له ځانه تړلیو توکیو ته چاودنه ورکړه. دواړو پر پولیسو ډزې وکړې او دننه ننوتل.

داسې هیڅ شواهد نه دي ترلاسه شوي، چې ګواکې بریدګرو له محکمې څخه څوک بیول؛ یايې شاته پر زندان حمله کوله او یا هم څيرمه پر نورو دولتي ودانیو.

ښکاري خو داسې چې اصل هدف يې همداځای و او همدا يې غوښتل چې دلته چاودنې وکړي ترڅو په خلکو کې ویره خوره کړي."

پولیسو د هغه ځانمرګي بریدګر واسکټ او نور چاودیدونکي مواد رسنیو ته وښوول؛ چې د دوی په خبره هدف ته تر رسیدو وړاندې د امنيتي ځواکونو په ډزو ووژل شو.

د محکمې دغه ودانۍ په خیبر سرک موقعیت لري، چې مخامخ ورته د قول اردو د قومندان کور؛ کانټيننټل هوټل؛ څېرمه يې د ایالتي اسمبلۍ ودانۍ، نژدې ټول وزارتونه او شا لوري ته يې د پيښور مرکزي زندان واقع دی.

دغه لاره د پولیسو ترڅنګ د پوځي سرتیرو له لوري په کلکه څارل کیږي او هیڅ ناپيژاندي کس ته د تګ راتګ اجازه نه ورکول کیږي. خو دا لانده څرګنده چې برید کوونکيو څرنګه تر دغه ځایه ځانونه ورسول.

د خیبر پښتونخوا د اطلاعاتو صوبايي وزیر میاافتخار هغه راپورونه په کلکه ردکړل؛ چې ګنې د برید ګرو اصل هدف څیرمه ودانۍ وې.

د هغه په خبره دایو تروریستي برید و چې؛ یواځنی هدف يې په خلکو کې ویره ترهه خورول دي.

پر ۲۰۰۹ میلادي کال همدې ځای ته څيرمه کرنل شیرخان سټيډيم یا آرمي لوبغالي ته مخامخ د استخباراتي ادارې یا "آی اس آی" پر سیمه ييز دفتر او کانټيننټل هوټل موټربم چاودنې هم شوې دي.

تراوسه چا نننۍ حملې مسوولیت نه دی منلی، خو د اطلاعاتو صوبايي وزیر دا د هغو خلکو کار وباله چې به خبره يې له کلونو راهیسې يې د سیمې امنیت له خطر سره مخ کړی او بې ګناه خلک وژني.

راپور: مجیب الرحمان انګار - خیبرپښتونخوا
XS
SM
MD
LG