د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۰۹:۵۵

"دفاع او مالیې وزارت په یوه قرارداد ۱۰۰ملیونه افغانۍ فساد کړی"


له اداري فساد سره د مبارزې عالي اداره ادعا کوي، چې د مالیې وزارت له دوو میاشتو راهیسې د دوی پلاوي ته اجازه نه ورکوي چې د فاع وزارت ته د غوښې اخیستو پر یوه قرارداد تحقیقات وکړي.

د دې ادارې مشر عزیزالله لودین ازادي راډیو ته په یوه ځانګړې مرکه کې وویل، د دوی ابتدایي تحقیقات ښيي چې د دفاع او مالیې وزارتونه په دې مساله کې لاس لري.

ډاکټر لودین وایي، د دوی د څیړنو له مخې د دفاع وزارت د غوښې اخیستو دغه قرارداد د داوطلبۍ له پړاوه تیر شوی او سل میلیونه افغانۍ فساد په کې شوی:

"ماته داسې خبر را ورسید چې د مالیې او دفاع وزارتونو ترمنځ څه فساد شوی، ما پلاوی ولیږه، دوی یو څه څیړنه وکړه او معلومه شوه چې په یوه قرارداد کې سل میلیونه افغانۍ فرق راغلی.

زموږ پلاوي د دې لپاره چې دغه مساله معلومه کړي له دوو میاشتو راهیسې مالیې وزیر ته ورځي، چې اجازه واخلي، خو هغوي ته وزیر صاحب د مالیې اجازه نه ورکوي."


دا لومړی ځل نه دی چې د دفاع وزارت په یوه قرارداد کې د فساد د موجودیت خبره کیږي، بلکې له دې وړاندې هم ورته راپورونه ورکړل شوي دي.

له اداري فساد سره د مبارزې د عالي ادارې مشر د تیر میلادي کال په سپتمبر میاشت کې ادعا وکړه، چې د دفاع وزارت د البسې په یوه قرارداد کې د څلویښت میلیونه ډالرو د حیف او میل کیدو هڅې شوې وې.

عزیزالله لودین وایي، چې د دفاع وزارت د البسې یاد قرارداد دده له پرله پسې هڅو وروسته لغوه شو.

په همدې حال کې د افغانستان د مالیې وزارت سلاکار نجیب الله منلی که څه هم په دې اړه له تبصرې کولو ډده وکړه، خو وې ویل، دوی تر اوسه د هیڅ یوې قانوني مرجع د تحقیقاتو مخه نه ده نیولې.

خو ددفاع وزارت ویاند جنرال ظاهرعظیمي وایي، که له فساد سره د مبارزې عالي اداره د دوي په کوم قرارداد کې د اختلاس په اړه اسناد وړاندې کړي دوی حاضر دي چې مساله تعقیب او عاملین د قانون منګولو ته وسپاري:

"هره ادعا باید د یوه سند له مخې وشي، که چیرې دوی اسناد ولري، دفاع وزارت دې ته چمتو ده چې د خپلو عدلي او قضایي ادارو په مرسته دا تعقیب کړي.

که داسې څه مسله وي نو عاملین یې باید سزا وویني."


اداري فساد په افغانستان کې یوه جدي ستونزه ده او له همدې امله کله ناکله په حکومت شدید انتقادونه هم کیږي.

افغان حکومت تل له فساد سره د مبارزې د ګړندیتوب خبرې کړي، خو له دې سره سره په ځینو دولتي ادارو کې په پراخه پیمانه فساد موجود دی.

د شفافیت نړیوالې ادارې د تیرمیلادي کال په راپور کې هم افغانستان یو له هغو هیوادونو څخه بلل شوی و چې تر ټولو ډير اداري فساد په کې دی.

راپور: اسدالله لودین
XS
SM
MD
LG