د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۲:۳۷

افغان حکومت له طالبانو او له حزب اسلامي سره خبرې پیل کړي


د افغانستان د حکومت سیاسي اپوزیسیون تایید کړې ده، چې د ګلبدین حکمتیار د حزب اسلامي او د وسله والو طالبانو له استازو سره یې د سولې په اړه خبرې اترې کړي دي.

په همدې حال کې د طالبانو دوو جګپوړو چارواکو اژانس ته ویلي چې د دوی مشران د سولې د بهیر د پرمختګ لپاره ان له دندې د خپل جګپوړی مرکچي سیدطیب اغا پر لېرې کولو غور کوي.

اسوشیتېد پریس د طالبانو او اپوزیسیون د مشرانو په حواله لیکي، چې د نړېوالو ځواکونو د وتلو په درشل کې د سولې لپاره د دوی د هڅو مقصد د افغانستان کړکېچ ته د سیاسي حل لارې موندل دي.

له دې مخکې د ګلبدین حکمتیار استازو د افغانستان له حکومت او امریکايي چارواکو سره خبرې کړي او اسوشیتېد پریس اژانس د یوه جګپوړي امریکايي مقام له قوله لیکي چې وايي، د طالبانو استازو د څه باندې دېرشو هېوادونو له استازو سره تماسونه نیولي دي او له امریکا سره یې مخامخ خبرې کړي.

د حکومت سیاسي مخالفین چې د سیاسي ګوندونو د همکارۍ شورا په نوم د یوې واحدې ډلې تر بیرغ لاندې راټول شوي وايي چې له طالبانو او حکمتیار سره یې تماسونه نیولي دي.

سیدحامد ګېلاني چې د دې شورا له موسسانو څخه دی ویلي دي چې دوی د افغانستان د مسئلې سیاسي حل غواړي او دا کار باید له یوه ځایه پیل شي خو دی زیاتوي چې د دوی هرګام باید یو نرم ګام وي.

حکمتیار ته یوه نژدې مقام چې د خپل ګوند د خبرواترو له جریانه خبر دی د ولسمشرکرزي له سیاسي مخالفینو سره کتنه تایید کړه او ويې ویل چې دا خبرې په دې وروستیو کې شوي خو ده په دې اړه د جزییاتو له څرګندولو ډډه وکړه.

د طالبانو ویاند ذبیح الله مجاهد د اپوزسیون او طالبانو ترمینځ خبرې اترې رد کړې خو د طالبانو یو بل مقام چې نه یې غوښتل هویت یې افشا شي له اسوشېتېدپریس سره په خبرو کې د اپوزیسیون له استازو سره په کابل کې د خپلو کسانو کتنه تایید کړه.

سیدحامدګېلاني وايي، سیاسي اپوزیسیون د طالبانو له هغو استازو سره خبرې کړي چې ملامحمدعمر ته نژدې دي.

ده په دې اړه نور جزییات ورنکړل، ځکه د ده په وینا د دوی ژوند ښايي د هغو کسانو له خوا له خطر سره مخامخ شي چې د سولې مخالف دي.

اسوشېتېدپریس د یوه جګپوړي امریکايي مقام له قوله لیکلي دي چې وايي، د ۲۰۱۲ کال له جنوري میاشتې راهیسې د امریکا او طالبانو ترمینځ قطعا مستقیم تماس نه دی نیول شوی.

د طالبانو دوو چارواکو آژانس ته ویلي، د طالبانو مشرتابه شورا په پام کې لري د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د ملاعمر ځانګړی مرستیال طیب آغا د سولې په خبرو کې د خپل جګپوړي مرکچي په توګه له دندې ګوښه کړي ځکه د دوی په وینا ده ونشوای کړای هغه نتایج ترلاسه کړي چې تمه ترې کېده خو دوی ونه ویل چې د طالبانو تمه څه وه.

د طالبانو دا دوه چارواکي چې د خپل نوم نه ښودلو په شرط یې له اسوشېتېدپریس آژانس سره خبرې کړي همدا راز زیاتوي، چې ښايي د طالبانو د واکمنۍ پرمهال د روغتیا وزیر ملاعباس آخند به د طیب آغا پرځای په دنده وګومارل شي.
XS
SM
MD
LG