د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۹:۲۵

نړۍ

هند د ایټالیا د سفیر د دپلوماتیک مصونیت غوښتنه رده کړه

د هند یوې محکمې نن د ایټالیا د سفیر د دپلوماتیک مصونیت غوښتنه رده کړه.

محکمې حکم وکړ، چې په هند کې د ایتالیا سفیر دانیل مانچیني (Daniel Mancini) باید د هغو دوو ایتالوي سمندري ځواکونو د لانجې د حل لپاره په هند کې پاتې شي، چې د قتل په تور محاکمه کیدل او په ضمانت خوشې شوي وو.

د ایټاليا د سمندري ځواکونو دوه پوځيان تیر کال په هند کې دوو کب نیونکو د قتل په تور ونیول شول.

د هند محکمې د فبرورۍ په میاشت کې دې کسانو ته په ضمانت ایتالیا ته د ستنیدو اجازه ورکړه، تر څو په انتخاباتو کې رایې ورکړي او د مسیحیانو ځانګړي جشن (ایستر) له خپلو کورنیو سره ولمانځي.

د ایتالیا حکومت له هندي لوري سره د خپلې ژمنې خلاف، تیره اونۍ اعلان وکړ، چې دا دواړه پوځيان بیرته هند ته نه استوي.

دې مسالې د نوي ډیلي او روم ترمنځ دپلوماتیک روابط کړکیچن کړي دي.

په هند کې د ایتالیا سفیر د ضمانت په بدل کې د دواړه سمندري پوځیانو د خوشې کېدو په مساله کې منځګړیتوب کړی وو.

ټاکل شوې، چې په دې اړه د محکمې راتلونکې غونډه د اپرییل د میاشتې په دوهمه نیټه وشي.

دواړه سمندري ځواکونه تیر کال د تیلو له یوه ټانکر سره استول شوي وو او وايي، چې هندي کب نیونکو یې د سمندري غلو په ګومان وژلي دی.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بیلاروس ولسمشر د پارلمان فوق العاده غونډه ورغوښتې

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا

د بیلاروس ولسمشر الکساندر لوکاشینکا په منسک کې د پارلمان فوق العاده غونډه ورغوښتې.

لوکاشینکا دا اقدام څو ورځې مخکې له هغه کړی چې ټاکل شوې ده د اګست میاشتې په نهمه نېټه په دې هېواد کې ولسمشريزي ټاکنې وشي.

لوکاشینکا هڅه کوي یو ځل بیا دغه ټاکنې وګټي.

دی له ۱۹۹۴میلادي کال راهیسې په بیلاروس کې قدرت په لاس کې لري.

د لوکاشینکا ویاندې ناتالي ایسمانت د اګست په دوهمه نېټه وویل چې لوکاشینکا به د اګست په څلورمه نېټه پارلمان ته وینا وکړي.

تېره اوونۍ سیاسي مخالفانو د لوکاشینکا پر یوه لسیزه واکمنۍ انتقادونه وکړل.

د جرمني په "میکلن بورګ ورپومیرن" کې ښوونځي پرانیستل شول

جرمني کې د یوه ښوونځي زده کوونکي

په داسې حال کې چې په اروپا کې د کرونا ویروس د خپرېدو اندېښنې زیاتې شوي، نن د اګست په درېيمه نېټه د جرمني په شمالي ایالت کې لسګونو زره زده کوونکي بېرته ښوونځو ته روان شول.

میکلن بورګ ورپومیرن د جرمني له شپاړسو ایالتونو لومړی دی چې د مارچ میاشتې راهیسې د کرونا ویروس له خپرېدو وروسته یې ښوونځي پرانیستي.

د جرمني د روغتیا وزیر ینز سپان اعلان کړی چې د کویډ۱۹ له خطر سره له مخامخ هېوادونو څخه جرمني ته ورتلونکي مسافر باید د کویډ۱۹ معاینات وکړي.

د اګست په لومړۍ نېټه په برلین کې د کرونا ویروس په خاطر د بندیزونو پر وړاندې لاریونونه وشول.

پولیسو ویلي په دغو لاریونو کې ۱۷۰۰۰ کسانو ګدون کړی وو.

د سږني حج مراسم بشپړ شول

د سږني حج مراسم

په سعودي عربستان کې ډېر محدود شمېر حاجیانو د سږني حج مراسم پرون بشپړ کړل.

سږ کال د کرونا وبا د خپرېدو له وېرې شاوخوا زرو کسانو د حج مراسمو کې ګډون درلود، خو نورو کلونو کې به د ۱۸۰ هېوادونو څه باندې دوه میلیونه مسلمانان حج ته تلل.

پرون د حج په وروستۍ ورځ حاجیانو چې ماسکونه‌یې تړلي وو، مکې معظمې ته نږدې په مېنا کې د جمرات یا شیطان ویشتلو رکن پر ځای کړ.

له دې وروسته حاجیان مکي حرم ته راغلل او د وداع یا خدای پامانۍ طواف‌یې وکړ.

په حج کې سږ کال زیارت کوونکو ټولنیز واټن مراعات کړی و او دې چارې لپاره د حج مسؤلینو ښې اسانتیاوې هم برابرې کړې وې.

د سعودي د روغتیا مسئولینو ویلي، د حج مراسمو کې د کرونا د کومې پېښې راپور نه‌دی ورکړل شوی.

دوه امریکايي ستورمزلي د مکسیکو په خلیج کې کوز شول

فراشوت کې کوز شوي ستورمزلي

امریکایي ستورمزلي ډَګ هَرلي او باب بینکین پرون یکشنبه له نړیوال فضايي سټېشنه د مکسیکو په خلیج کې کوز شول.

دا لومړی وار و چې په ۴۵ کلونو کې ستورمزلو په اوبو کې په بریالي توګه د فراشوټ په وسیله ناسته وکړه.

د امریکا ولسمشر ډونالد ټرمپ په خپل ټويټر کې لیکلي چې ستورمزلو د ۴۵ کلونو کې لومړی وار د فراشوت په وسیله ناسته ترسره کړه.

ناسا د مې په ۳۱مه د ایلون ماسک کمپنۍ د سپېس اېکس پروژې په همکارۍ دوه ستورمزلي نړیوال فضايي سټېشن ته ولېږل چې لومړی وار و یوه شخصي کمپنۍ فضا ته ستورمزلي استوي.

د امریکا د موټرسایکلونو کلني فستیوال کې ۲۵۰ زره کسان برخه اخلي

ارشیف، انځور تزئیني بڼه لري.

د کرونا ویروس د ګواښونو سره سره سږکال د امریکا د موټرسایکلونو په کلني فستیوال کې دوه نیم لکه کسان برخه اخلي.

د موټرسایکل چلولو دا ننداره په جَنوبي دکوتا ایالت کې له پنجشنې پیلېږي او د اګسټ تر ۱۶مې دوام کوي.

که څه هم په یوه ټولپوښتنه کې د دکوتا خلکو د کرونا ویروس د خپرېدو د ګواښونو په خاطر د دغه کلني فستیوال د ځنډولو غوښتنه کړې، خو یو شمېر نورو کاروباریانو د عوایدو د ټولولو په خاطر د دې کار ملاتړ کړی دی.

ایراني چارواکي: د ځینو طالب پلویو د غونډې د عکسونو خپروونکي نیول شوي

علي ذوالقدري

ایراني چارواکو ویلي د تهران په ملت پارک کې یې د ځینو طالب پلویو د غونډې د عکسونو خپروونکي نیولي.

د ایران دولتي اژانسونو له هغې ډلې ایسنا او مهرنیوز پرون یکشنبه د تهران د عامه امنیت د پولیسو د مشر علي ذوالقدري په حواله لیکلي چې یوه ډله افغانانو د تهران په ملت پارک کې د ده په خبره د یوې ترورېستي ډلګۍ [طالبانو] بیرغ پورته کړی و او د دې غونډې عکسونه هم په ټولنیزو شبکو کې خپاره شوي و.

ذوالقدري ویلي تر دې پېښې وروسته‌یې د طالب پلویو کسانو د عکسونو خپروونکي نیولي او قضیه تر تعقیب لاندې ده.

د ټولنیزو شبکو یوه افغان فعال عارف احمدي چې په تهران کې اوسي جمعه په خپل فېس‌بوک له ملت پارکه د هغو خلکو عکسونه خپاره کړي و چې د طالبانو بیرغ‌یې پورته کړی و.

یوه ایراني خبري اژانس انصاف نیوز بیا یکشنبه ناوخته د احمدي په حواله لیکلي چې رسنیو د ده عکسونه له فېس‌بوکه بې له اجازې خپاره کړي و او دی په خپل کار پښېمانه دی.

افغان حکومت تر اوسه پورې له دې چې په تهران کې یوه ډله خلکو د دوی د وسله‌والې مخالفې ډلې طالبانو بیرغ پورته کړی څه غبرګون نه‌دی ښودلی.

د ایران د بهرنیو چارو وزارت سیاسي معین سید عباس عراقچي شاوخوا دوه اوونۍ مخکې افغانستان ته په سفر کې ویلي و چې طالبان په ایران کې کوم مرکز یا فعالیت نه‌لري، خو د ده په خبره ښايي د ګڼو نورو افغانانو ترڅنګ د طالبانو پلویان هم دغه هېواد ته تګ راتګ کوي.

ایران کې په یوه میاشت کې نن د کرونا ویروس تر ټولو لوړه شمېره ثبت شوه

ایران کې په کرونا ویروس اخته مېرمن

ایراني چارواکي وايي چې نن‌یې په دې هېواد کې په نږدې یوه میاشت کې په یوه ورځ د 'کووېډ-۱۹' ناروغانو تر ټولو لوړه شمېره ثبت کړې ده.

فرانسپرس خبري اژانس نن د اګسټ په دوهمه نېټه د روغتیا وزارت د ویاندې له قوله راپور ورکړی چې نوموړې وايي، په ایران کې په تېرو ۲۴ ساعتونو کې ۲،۶۸۵ کسان په کرونا ویروس اخته شوي چې د جولای له اتمې په راوروسته موده کې تر ټولو لوړه شمېره ده.

سیما سادات لاري له ۳۱ څخه په ۲۵ ولایتونو کې د کرونا وبا وضعیت د اندېښنې وړ وباله. په ایران کې له ۳۰۶ زرو زیات کسان په کرونا اخته دي. دا هېواد د ناروغانو د شمېر له پلوه په نړۍ کې په نهم ځای کې دی.

روسیه: د کرونا ضد واکسین تولید ښايي په نومبر میاشت کې پیل شي

د کرونا ویروس واکسین چې په روسیه کې جوړ شوی دی.

هغه روسي محققان چې د کرونا ویروس ضد دوو کاندید واکسینونو څخه د یوه په جوړولو کې دخیل دي وايي، په نومبر میاشت کې د دې واکسین د تولید پلان د چارواکو د هغو ژمنو په اړه پوښتنې رابرسېره کړي چې غواړي په روسیه کې د دې واکسین تطبیق له تولید مخکې پیل کړي.

د دې واکسین د تأیید رسمي پروسه اوس‌مهال روانه ده. د روسیې د روغتیا وزیر پرون د اګسټ په لومړۍ نېټه اعلان وکړ چې د کرونا پر ضد واکسین د تطبیق پراخ کمپاین به په اکټوبر میاشت کې پیل شي.

د ویکتور د ویرولوژۍ او بایو ټکنالوژۍ د تحقیقاتو د دولتي مرکز رئیس رینات ماکیسوتوف نن یکشنبه وویل، د ده انسټټیوت د کرونا ضد واکسین تولید ښايي په نومبر میاشت کې پیل کړي.

نوموړي له روسیې-یو ټلوېزیون سره په مرکه کې وویل، پر هغو کسانو چې د خطر په ګروپونو کې دي د کرونا ضد واکسین تطبیق د روان کال په وروستیو او د نوي کال په پیل کې ممکن دی او له هغه وروسته بیا پر عامو خلکو هم د تطبیق وړ کېدای شي.

په روسیه کې په 'کووېډ-۱۹' د اخته کسانو شمېر شاوخوا اته نیم لکه ته رسېږي او د دې ناروغۍ له کبله تر اوسه له ۱۴ زرو زیات کسان مړه شوي دي.

د کامرون شمال کې د کډوالو پر یوه کمپ برید کې ۱۳ تنه ووژل شول

ارشیف، کامرون

د کامرون په شمال کې د بې‌ځایه شویو کډوالو پر یو کمپ د لاسي بم په برید کې لږترلږه ۱۳ کسان وژل شوي او یو شمېر نور ټپیان دي.

امنیتي چارواکو د نایجریا پولې ته نږدې د کامرون د شمال په لیرې پرته سیمه موزوګو (Mozogo) کې د دې برید پړه پر بوکو حرام افراطي اسلام‌پالې ډلې اچولې ده.

د سیمې ښاروال ویلي دي چې مشکوکو وسله‌والو نن یکشنبه په کمپ کې دننه د کډوالو یوې غونډې ته لاسي بمونه ورواچول. هغه زیاتوي چې په دې برید کې ۱۳ کسان وژل شوي، خو روېټرز خبري اژانس د امنیتي چارواکو له قوله راپور ورکړی چې د ټپیانو له ډلې دوه نور کسان وروسته مړه شوي دي.

په تېره یوه لسیزه کې په لوېدیځه افریقا کې د بوکو حرام ډېری حملې په نایجریا کې پېښې شوې دي. دې حملو شاوخوا ۳۰ زره کسان وژلي دي او د نایجریا، کامرون، چاد او نایجر ډېری وګړي یې د خپلو مېنو پرېښودو ته اړ کړي.

بوکو حرام ډلې ته د نړیوالو پاملرنه وروسته له هغه واوښته چې په ۲۰۱۴ کال کې یې د یوه ښوونځي ۲۷۶ زده‌کوونکې نجونې وتښتولې. د دې ډلې شااوخوا ۱۰۰ نجونې لاهم لادرکه دي او د راپورونو له مخې ځینې یې مړې شوې دي.

دوه امریکايي ستورمزلي نن بېرته ځمکې ته راګرځي

دو هرلي او باب بهینکن

دوه امریکايي ستورمزلي چې شاوخوا دوه میاشتې پخوا فضايي تمځای ته تللي وو، نن بېرته ځمکې ته راګرځي.

د ناسا دواړه ستورمزلي دو هرلي او باب بهینکن به په سپېس اېکس دراګن کپسول یا ستوربېړۍ کې له ۱۹ ساعته مزل وروسته نن د افغانستان په وخت د شپې په ۸ بجې او ۴۶ دقیقې فلوریدا ته نږدې په مکسیکو خلیج کې ښکته شي.

دا دوه ستورمزلي د مې په ۳۱مه نېټه په فلوریدا کې د ناسا له کنېډي فضايي مرکزه فضا ته تللي وو.

روغتیا نړیوال سازمان: ښايي کرونا وبا د اوږدې مودې لپاره پاتې شي

لابراتوار کې د کرونا ویروس ازمايښت

د روغتیا نړیوال سازمان (WHO) وايي، ښايي د کرونا ویروس وبا د اوږدې مودې لپاره پاتې شي.

دې سازمان ۶ میاشتې پخوا کرونا نړیواله وبا اعلان کړه او په نړۍ کې بېړنی حالت غوره شو.

د روغتیا نړیوالې ادارې رئیس تدروس ادهانوم وايي، د بېلابېلو هېوادونو پر روغتیا او اقتصاد به د کرونا ویروس اغېز اوږده موده دوام وکړي.

د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو پر اساس تر اوسه په درسته نړۍ کې په کرونا ویروس د مړو شویو کسانو شمېر تر ۶۸۱ زرو اوښتی دی.

'چرنوبېل' سریال د بریتانیا د سینما او ټلوېزیون اکاډمۍ جایزه وګټله

ارشیف

د چرنوبېل په نوم ټلوېزیوني سریال د بریتانیا د سینما او ټلوېزیون اکاډمۍ جایزه وګټله.

دغه سریال د سکای ټلوېزیون له‌خوا په پنځو برخو کې د پخواني شوروي اتحاد په دوران کې په اوکراین کې د ۱۹۸۶م کال د چرنوبېل اټمي بټۍ د غمیزې په اړه دی.

بریتانوي فلمي لوبغاړي جارت هاریس په دغه سریال کې د خپل غوره رول له کبله د ښه هنرمند جایزه واخیسته.

د بریتانیا او د سینما او ټلوېزیون اکاډمۍ د جایزو مراسم سږ کال د کرونا ویروس د مخنیوي لپاره تر محدودیتونو لاندې ترسره شول.

په دغو مراسمو کې یوازې ویاندویان او ځیني نور کسان چې جایزې یې اعلانولې حاضر وو.

ګټونکي کسان له انټرنټ نه وصل وو.

روسي ډیپلوماتانو د واګنر له قرارداديانو سره د مېنسک زندان کې وکتل

کرملېن ماڼۍ

روسي ډیپلوماتانو د روسیې د خصوصي پوځي شرکت واګنر، له قرارداديانو سره د مېنسک په زندان کې وکتل.

دغه کسان په بلاروس کې د اګسټ پر نهمه د ولسمشرۍ تر پلان شویو ټاکنو مخکې د بې‌ثباتۍ د هڅو په تور نیول شوي دي.

په مېنسک کې د روسیې د سفارت د قونسلګرۍ غړو د روسیې د خصوصي پوځي شرکت واګنر له ۳۳ نیول شویو قراردادیانو سره وکتل.

کرملېن د دغو کسانو د خوشې کېدو غوښتنه کړې او د دوی نیول کېدل‌یې غیر منطقي بللي دي.

د کرملېن ویاند دمیتري پسکوف وویل، دغه ټول کسان د روسیې وګړي دي، خو اوکراین هم ویلي چې په دغو نیول شویو کسانو کې د دوی وګړي هم شامل دي.

واګنر ډله، د روسیې یو ملېشه سازمان دی چې ګومان کېږي یوګیني پریګوژین‌یې مشري کوي.

دی د روسیې یو بانفوذ شخصیت ګڼل کېږي چې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره نږدې اړیکې لري.

د هند پولیسو ۲۵ تنه د بې‌کیفیته الکولو د خرڅولو په تور نیولي

ارشیف

د هندوستان پولیس وايي ۲۵ مشکوک کسان‌یې د بې‌کیفیته الکولو د خرڅولو په تور نیولي دي.

د دغو الکولو د څښلو له کبله دا اوونۍ لږ تر لږه ۶۹ کسان په پنجاب ایالت کې مړه شوي دي.

د اسوشیټډ پرس اژانس په حواله، د پولیسو یوه افسر روشن لال وویل، د بې‌کیفیته الکولو د څښلو له کبله د ۶۹ کسانو مړینه تأیید شوې، خو محلي رسنیو د مړو شمېر ۸۶ تنه ښوولی دی.

د ایالتي حکومت په یوه اعلامیه کې ویل شوي چې د بې‌کیفیته شرابو د خرڅلاو د نه‌مخنیوي له کبله، د پولیسو د شپږو افسرانو او ۷ دولتي چارواکو دندې ځنډول شوې دي.

ایران د یوې مخالفې سیاسي ډلې مشر نیولی

جمشید شارمهد

د ایران چارواکي وایي د یوې امریکا مېشتې مخالفې سیاسي ډلې مشر یې نیولی چې په ایران کې پر یوه جومات په برید کې په لاس لرلو تورن دی.

په دې برید کې چې په ۲۰۰۸ کال کې د ایران په شېراز ښار کې شوې ۱۴ کسان وژل شوي او څه باندې ۲۰۰ کسان ټپیان شوي ول.

د ایران د استخباراتو وزارت نن وویل چې د تندر په نوم د دغې ډلې مشر جمشېد شارمهد یې نیولی دی.

د ایران د دولتي ټلوېزیون په راپور کې نه‌دي ویل شوي چې دا کس څه وخت او چېرې نیول شوی دی.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG