د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
چهارشنبه ۱۵ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۶:۰۰

افغانستان

د فراه په بالابلوک کې په یوې ترافیکې پیښه کې درې ته مړه شوي

د فراه په بالابلوک ولسوالۍ کې نن سهار په یوې ترافیکي پیښه کې درې تنه مړه او دیارلس نور ټپيان شول.

د فراه د والي ویاند عبدالرحمن ژوندی وایي، چې ټکر یوه مسافر وړونکي بس او لارۍ موټر کړی دی.

چارواکي د پيښې علت د موټر چلوونکي بې پروايي ښيي.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

د بغلان ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي ووژل شول

د افغانستان په عمومي نقشه کې بغلان ولایت

د بغلان د ولایتي شورا د یوه پخواني غړي ۱۱ ساتونکي د سړک د غاړې ماین په چاودنه کې ووژل شول.

دا پېښه نن غرمه هغه مهال په چشمه شېر سمه کې وشوه چې محبوب‌الله غفاري له خپلو ساتونکو سره له پلخمري څخه مزار شریف ته روان و.

د بغلان د پولیسو ویاند احمد جاوېد بشارت ازادي راډیو ته وویل، غفاري له دې پېښې روغ وتلی، خو ۱۱ ساتونکي یې چې په یوه بل موټر کې په ده پسې روان ول، وژل شوي دي.

د ښاغلي بشارت په وینا په دې پېښه کې یو تن ژوبل شوی دی.

تر اوسه کومې ډلې د دې پېښې مسوولیت په غاړه نه دی اخیستی.

د روغتیا سرپرست وزیر: افغانستان کې ۱۰ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني

د افغانستان د عامې روغتیا سرپرست وزیر احمد جواد عثماني وايي، په افغانستان کې ۱۰ ميليونه کسان په کرونا اخته شوي.

‏ده چې نن په یوه خبري غونډه کې د کرونا په اړه د یوې سروې د جزئیاتو په باب خبرې کولې، همداراز وویل د کرونا وبا له خپرېدو تر اوسه ۳۱.۵ سلنه افغانانو د کرونا ناروغي تجربه کړې ده.

دا سروې چې نن خپره شوه ښيي چې د کابل ۵۳ سلنه خلکو د کرونا ناروغي تېره کړې ده.

دفاع وزارت: افغانستان ته د داعش د جنګیالیو د انتقال مسؤل ونیول شو

د افغان ځواکونو له‌خوا نیول شوی د داعش غړی

د افغانستان دفاع وزارت وایي دغه هېواد ته د داعش یا اسلامي دولت ډلې د جنګیالیو د انتقال مسؤل‌یې نیولی دی.

دفاع وزارت نن په یوه مطبوعاتي اعلامیه کې ویلي چې د داعش یو مهم غړی محمد سعید بېګا شپه په کونړ کې د عملیاتو پر مهال نیول شوی.

د اعلامیې له مخې د داعش دغه مسؤل له بهره د داعش یا اسلامي دولت ډلې غړي او د هغوی کورنۍ افغانستان ته راوستلې.

د دفاع وزارت په اعلامیه کې زیاته شوې چې د محمد سعید په نوم د داعش دا نیول شوی غړی په جلال‌اباد ښار کې د وروستي ترهګریز برید یو طراح و.

د روانې اوونۍ په پیل کې د افغانستان د ملي امنیت عمومي ریاست اعلان وکړ چې د دوی ځواکونو په ننګرهار کې د داعش یا اسلامي دولت ډلې د استخباراتو عمومي مسؤل اسدالله اورکزی وواژه.

اورکزی د پاکستان د اورکزۍ اجنسۍ د اخېل سیمې اوسېدونکی و چې د داعش په قصاب مشهور و او په سیمه کې یې د داعش د اړیکو مسؤلیت په غاړه درلود.

د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د 'ملي دسترخوان' پروګرام تصویب کړ

د نړیوال بانک لوګو

د نړیوال بانک اجرائیه بورډ د سې شنبې په ورځ د افغانستان لپاره د ملي دسترخوان پروګرام تصویب کړ.

دا پروګرام د ۲۱۰ میلیونه ډالرو په لګښت د نړیوال بانک د نړیوالې پراختیا اداره تمویلوي.

د نړیوال بانک د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې په دې پروګرام کې د ۲۸۰ میلیونه ډالرو فنډ شامل دی چې له افغان کورنیو سره د کرونا ویروس پر وړاندې مالي مرسته وکړي. د دې ترڅنګ ۱۰۰ میلیونه ډالره د کرنې په برخه کې او خوراکي موادو د عرضې پروګرام ته ورکول کېږي.

د معلوماتو له مخې د 'کووېډ-۱۹' پر مهال له افغان کورنیو سره د مرستې پروژه به د کلیو او پراختیا وزارت، د سیمه‌ییزو ارګانونو خپلواکه اداره او د کابل ښاروالۍ تطبیقوي.

د کرنې او خوراکي موادو په برخه کې پروګرام به د کرنې او مالدارۍ وزارت تطبیقوي.

دا په داسې حال کې ده چې شااوخوا دوه اوونۍ مخکې ولسي جرګې د ملي دسترخوان پروګرام طرحه رد کړه چې ګواکي دا پروګرام د پراختیايي پورژو له بودجې تمویلېږي، خو د ولسي جرګې د دې پرېکړې په غبرګون کې د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي ویلي وو چې نړیوال بانک دا پروګرام تمویلوي.

ولسمشر محمد اشرف غني د چنګاښ په ۲۸مه په ټول هېواد کې له بې‌‌وزلو خلکو سره د مرستې لپاره د 'ملي دسترخوان' په نوم پروګرام اعلان کړی وو.

افغانستان کې دولتي او خصوصي پوهنتونو نن پرانیستل کېږي

ارشیف، یو شمېر افغان محصلین

په افغانستان کې د دولتي او خصوصي پوهنتونونو تر تړل کېدو څلور میاشتې وروسته نن د چهارشنبې په ورځ د زمري په پنځمه پوهنتونونه بېرته پرانیستل کېږي.

جمهوري ریاست ویلي چې په دې اړه د کابینې په غونډه کې پرېکړه وشوه.

چارواکو په افغانستان کې د کرونا ویروس د خپرېدو له کبله د تېر کال په کب میاشت کې پرېکړه وکړه چې پوهنتونونه او ښوونځي دې وتړل شي.

تر اوسه څرګنده نه‌ده چې ایا ښوونځي به پرانیستل شي که نه.

د ولسمشر ویاند صدیق صدیقي پرون وویل چې د ښوونځیو د پرانیستل کېدو په اړه پرېکړه به د کابینې په بله غونډه کې وشي.

میدان وردک کې د کرکټ د لوبغالي د جورېدو چارې پیل شوې

ارشیف

د افغانستان کرکټ بورډ په میدان وردک ولایت کې د کرکټ د یوه لوبغالي د جوړېدو چارې پیل کړې.

د کرکټ بورد د وېب‌پاڼې د معلوماتو له مخې دا لوبغالی به پر ۴،۴۰۰۰ متر مربع ځمکه جوړېږی او د څلورو زرو تماشاچیانو ځای به ولري.

د معلوماتو له مخې د دې لوبغالي چارې به په یونیم کال کې بشپړې او له لوبغالي به ګټه اخیستل پیل شي.

د چمن-سپين بولدک لاره بېرته وتړل شوه

د چمن او سپین بولدک لار

د چمن او سپين بولدک لاره له پرانیستل کېدو څو ساعته وروسته بېرته وتړل شوه.

د چمن یوه چارواکي ذکاوالله دراني د سې شنبې په ورځ ازادي راډیو ته وویل چې د سې شنبې په مازيګر پنځه بجې دا لاره يو ځل بيا تر نامعلومې مودې وتړل شوه.

د ده په خبره د افغان او پاکستاني چارواکو ترمنځ به يو ځل بيا غونډه کېږي او له هغه وروسته به په دې اړه پرېکړه کېږي، خو ده ونه‌ويل چې دا غونډه به کله کېږي.

د پاکستان حکومت د روان ۲۰۲۰م کال د مارچ په پیل کې د کرونا ویروس د خپرېدو د مخنیوي په هدف د چمن او سپین بولدک لاره وتړله، خو په اپرېل کې یې د محدودې سوداګرۍ اجازه ورکړه.

د پاکستان حکومت په جولای کې یوازې د اختر په ورځو کې د سوداګرۍ لپاره لاره پرانیسته.

سیمه ییز چارواکي: د لغمان دوه امنیتي مسئولین څارنوالۍ ته معرفي شوي

ارشیف

لغمان ولایت کې دوه امنیتي مسئولین د اداري فساد په تور څارنوالۍ ته معرفي شول.

د لغمان د والي ویاند اسدالله دولتزي نن سې شنبه ازادۍ راډيو ته وویل، تورن کسان به په عدلي او قضايي ادارو کې خپل سپیناوی کوي.

هغه زیاتوي: "د دولت شاه ولسوالۍ امنیه قوماندان او د ملي اردو د ټولي قوماندان له دندو لیرې او څارنوالۍ ته ورپېژندل شوي دي، پر دوی د اداري فساد او نور تورونه دي، چې عدلي او قضايي ادارې به په دې اړه پرېکړه کوي."

دا په داسې حال کې ده چې د ازادۍ راډیو د خبریال په حواله، څه موده مخکې په دولت شاه ولسوالۍ کې یوه اندازه چاودېدونکي توکي تر نیول کېدو وروسته بېرته په پیسو پلورل شوي وو.

تورنو کسانو لا د دې قضیې په اړه څه نه دي ویلي.

د ځینو افغان چارواکو او وکیلانو معاشونه او مالي امتیازات وځنډول شول

ولسي جرګه

د هغو چارواکو او وکیلانو معاشونه او مالي امتیازات وځنډول شول، چې خپله شتمني یې په ټاکل شویو درېیو اوونیو کې ثبت نه کړه.

د شتمنیو د ثبت او ارزونې ادارې مشر عبدالودود بشریار نن مازیګر په کابل کې یوه خبري کنفرانس ته وویل، په دغو کسانو کې د ملي شورا استازي، دوه وزیران او معینان شامل دي.

هغه زیاته کړه: "په دې کې د ولسي جرګې ۱۷۲ وکیلان، د مشرانو جرګې ۱۲ غړي، دوه وزیران، څلور والیان او شپږ معینان شامل دي."

ښاغلي بشریار وویل، تر دې وروسته به د د لوړپوړو او منځپوړو چارواکو په تړاو هم دغه اقدام کېږي، که چېرې دوی هم خپله شتمني ثبت کړې نه وي، مالي امتیازونه او معاشونه به وځنډول شي.

د کندهار د سپین بولدک-چمن ترمنځ لویه لار نن سهار پرانیستل شو

د چمن او سپین بولدک لار

د کندهار د سپین بولدک-چمن ترمنځ لویه لار له تېرو څو ورځو تړل کېدو وروسته نن سهار پرانیستل شوه.

خو د افغانستان د سوداګرۍ او پانګونې خونې مرستیال یونس مومند نن ازادي راډیو ته وویل چې لاهم د صادراتو او وارداتو پر مخ دا لار بنده ده چې له امله‌یې سوداګرو ته ګڼ زیانونه اوښتي.

هغه زیاته کړه: "که څه هم د کندهار د سپین بولدک-چمن ترمنځ لویه لار د تګ راتګ لپاره پرانیستل شوې، خو د سوداګریزو مالونو پر مخ لاهم بنده ده چې له دې امله يې سوداګریزې چارې ټکنۍ کړي."

نوموړي وویل دا مهال دواړه خواوو ته په لسګونه موټر ولاړ دي.

دغه دروازه له هغه وروسته بنده شوه چې په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني پوځیانو ترمنځ نښته وشوه.

د افغانستان د متشبثینو عالي بورډ پرون ازادي راډیو ته ویلي و چې په سپین بولدک کې د افغان او پاکستاني ځواکونو ترمنځ د وروستۍ نښتې او د سپین بولدک او چمن ترمنځ په ګمرک د پاکستاني ځواکونو په توغندیز برید کې ډېری سوداګریز مالونه سوځېدلي دي.

د دغه بورډ د مشر رحم‌الدین حاجي اغا له قوله، له دې امله سوداګرو ته نږدې څلور میلیونه ډالر زیان اوښتی.

د سپین بولدک پېښې څېړونکی پلاوی سیمې ته رسېدلی

ارشیف

هغه پلاوی چې په سپین بولدک کې د پاکستاني پوځیانو په ډزو د ملکي افغانانو د وژنې د ادعاوو په اړه د څېړنې لپاره مؤظف شوی د پېښې سیمې ته رسېدلی.

د پلاوي مشري د افغانستان د ملي امنیت شورا مرستیال صدیق‌الله فهیم کوي او د دفاع او کورنیو چارو وزارتونو او د ملي امنیت او نورو ادارو استازي یې غړي دي.

د ملي امنیت شورا په یوه بیان کې چې پرون ماښام خپور شو ویلي چې کندهار ته د پلاوي د سفر موخه د دې پېښې هر اړخیزه څېړنه، له متضررو کورنیو او خلکو سره مرسته او د دې خبرې یقیني کول دي چې راتلونکي کې دا ډول پېښې تکرار نه‌شي.

د عرفې په ورځ د افغان او پاکستاني پوځیانو نښته وروسته له هغه پیل شوه چې د راپورونو له مخې پاکستاني سرتېرو پر هغو پارېدلو اعتراض کوونکو ډزې وکړې چې د چمن-سپین بولدک د دروازې د پرانیستو غوښتنه‌یې کوله.

په دې نښته کې د افغان چارواکو په وینا ۱۶ ملکي افغانان مړه او ۸۰ نور ټپیان شول.

ولسمشر غني او مودي د سولې او سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه خبرې وکړې

افغان ولسمشر محمد اشرف غني

ولسمشر اشرف غني پرون د هند له صدراعظم نرېندرا مودي سره په ټیلیفوني تماس کې د افغانستان د سولې او سیمه‌ییزو امنیتي مسایلو په اړه خبرې کړي.

هندي رسنیو د هند صدراعظم د دفتر په حواله راپور ورکوي چې دا خبرې پرون دوشنبه وشوې او په ترڅ کې یې ښاغلي مودي د سولې د ټینګښت په هڅو کې له افغانستان سره د هند پر ژمنو ټینګار وکړ.

خبر زیاتوي چې ولسمشر غني او د هند صدراعظم د سیمې پر بدلېدونکي امنیتي وضعیت او نورو مسایلو هم بحث وکړ.

افغان حکومت تر اوسه په دې اړه څه نه‌دي ویلي.

عمران خان: د سولې لپاره هڅې به بین‌الافغاني خبرو ته لار هواره کړي

د پاکستان صدراعظم عمران خان

د پاکستان صدراعظم عمران خان وايي هیله‌من دی چې په افغانستان کې د سولې او ثبات د ټینګښت لپاره د روانو هڅو پرمختګ به د متحده ایالاتو او طالبانو ترمنځ د سولې پر موافقې باور زیات کړي او ورسره به د بین‌الافغاني خبرو پیل ته ژر تر ژره لاره هواره شي.

د پاکستاني رسنیو د راپورونو له مخې ولسمشر غني پرون د اګسټ په درېیمه په یوه ټیلیفوني تماس کې عمران خان ته د اختر مبارکي وویله.

خبر زیاتوي چې ښاغلي خان په دې خبرو کې په افغانستان کې د سولې په ټینګښت کې د پاکستان د ونډې او د کابل او اسلام‌اباد ترمنځ د اړیکو د ښه کولو پر اهمیت ټینګار وکړ.

جمهوري ریاست د عمران خان او ښاغلي غني د ټیلیفوني محاورې په اړه تر اوسه کوم بیان نه‌دی خپور کړی.

پومپیو او ملا برادر پر بین‌الافغاني خبرو او زندانیانو بحث وکړ

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو او د طالبانو سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر

د امریکا بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو د دوشنبې په ماښام په قطر کې د طالبانو د سیاسي دفتر مشر ملا عبدالغني برادر سره وېډیویي خبرې کړې دي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین پر خپل ټویټر لیکلي چې دواړو لورو د بین‌الافغاني مذاکراتو د پیل په اړه بحث درلود او د افغان حکومت له‌خوا یې د پاتې بندیانو خوشې کېدل مهم وبلل.

ښاغلي پومپیو د لوی اختر په درېیو ورځو کې د اوربند اعلان هرکلی وکړ.

امریکا او طالبانو د فبرورۍ پر ۲۹مه د سولې یوه موافقه لاسلیک کړه چې له مخې یې د افغان حکومت او طالبانو له‌خوا د یو بل بندیانو په خلاصون سره باید بین‌الافغاني خبرې پیل شي.

تر اوسه طالبان زر تنه حکومتي بندیان خوشې کړي، خو افغان حکومت ۴،۶۰۰ بندیان خوشې کړي او وایي د ۴۰۰ پاتې بندیانو د خوشې کېدو په اړه به مشورتي لویه جرګه پرېکړه وکړي.

د طالبانو د سیاسي دفتر ویاند سهیل شاهین په یوه بل ټویټ کې د افغانستان د حکومت هغه ادعا رد کړې چې وایي طالبانو د اختر د درې ورځني اوربند څخه سرغړونه کړې ده.

د کندهار په مرکزي زندان کې چاودنې ۳ پولیس ټپیان کړي

کندهار

نامعلومو کسانو د کندهار د مرکزي زندان پر قراول لاسي بم غورځولی دی چې د ځینو سرچینو په خبره درې پولیس په‌کي ټپیان شوي دي.

دغې امنیتي سرچینې د موضوع د حساسیت له کبله د نوم له ښودلو ډډه کړې، خو د کندهار د والي ویاند بهیر احمدي ازادي راډیو ته د یوه پولیس د ټپي کېدو خبره وکړه.

هغه زیانه کړه: "ماښام اووه بجې د کندهار محبس د دروازې لومړي قراول ته دوو موټرسایکل سپرو لاسي بم غورځولی دی. د دروازې ساتونکي ټپيان شوي دي، نور چا ته زیان نه‌دی رسېدلی."

د پېښې مسؤلیت تر اوسه چا نه‌دی منلی.

پر کندهار محبس تر دې مخکې هم څو ځله حملې شوي چې مسؤلیت وسله‌والو طالبانو منلی، څو کاله مخکې لومړی په یوه لوی موټر بم حمله کې او تر هغه وروسته د یوه اوږده تونل له لارې په سلګونه زندانیان له دغه زندانه تښتېدلي و.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG