د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۹ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۸:۲۵

کوټه کې مياشتنى تعليمي کمپاين پاى ته ورسېد


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د محصلينو ارګان د بلوچستان په پښتني سيمو کې د تعليم د ودې او په دې برخې کې د ستونځو د له منځه وړلو لپاره مياشتنى تعليمي کمپاين تر لاسه کړ او پرون په کوټه کې د يوې سترې ولسي غونډې په بڼه پاى ته ورسېد. په دې غونډه کې د لس زرو په شاوخوا کې د ښوونځيو ماشومانو- نجونو او هلکانو ګډون کړى وو.

سږ درېيم کال دى چې د پښتونخوا ملي عوامي ګوند د محصلينو ارګان پي اس او د تعليم لپاره مبارزه کوي او د کوټې په شمول د بلوچستان په شمالي پښتني سيمو کې د نوي تعليمي کال له پيلېدو سره د تعليم د ودې لپاره اوږده لاريونونه کوي، سږنى مياشتنى کمپاين يې پرون يکشنبه پاى ته ورسېد. د سازمان مشر کبيرافغان د دې لاريون په اړه وويل:

"١٣٧ لوى لاريونونه او خبري کنفرانسونه د تعليم د ودې لپاره وشول، موږ له حکومته غواړو چې د اساسي قانون له ٢٥- اې مادې سره سم دي ټول سرکاري افسران پابند کړي، چې خپل بچې په دولتي ښوونځيو کې داخل کړي، په دې کمپاين کې موږ ته د اووه سوه ښوونځيو د تړلو انکشاف وشو، حکومت بايد دا ټول ښوونځي پرانيزي او په زرګونو غيرحاضر استادان دي پکې حاضر کړي."

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00
مستقیم لېنک


د پښتونخوا د محصلينو د سازمان په دې مياشتني کمپاين کې پخپله د ښوونځيو زده کوونکيو ګډون کاوه او هرې سيمې، هر کلي ته د لاريون په بڼه ورتلل او خلک يې د تعليم له ګټو خبرول. د تعليمي کمپاين په وروستۍ غونډه کې يوې ويناوالې فاطمې همځولې وويل پښتانه چې دومره له ستړو ستونځو سره مخامخ دي، علت يې د دوى بېسوادي دي، خو وايي پښتانه به نور د تعليم په مخ کې د هيچا خنډ ونه زغمي:

"تر هغه وخته زموږ قام پر مخ نه شي تلاى چې د تعليم وسله ورسره نه وي، زه د ترهګرو ټولو ډلو ته وايم چې که تاسې زموږ يوه ملاله را شهيدوئ نو په پښتنو کې به په زرګونو ملالې پيدا کېږي، دا ټول قوتونه نه غواړي چې پښتانه تعليميافته شي، که ترهګر زموږ ټول ښوونځي هم را ونړوي بيا به هم موږ تر شنه اسمان لاندې خپل تعليم کوو."

د دې مياشتني تعليمي کمپاين د بلوچستان په پښتني سيمو کې د تعليم په مخ کې د هر ډول ستونځو له منځه وړل وو او يو مقصد يې دا وو چې پښتنو ماشومانو ته بايد پخپلو مورنيو ژبو زدکړې ورکړل شي. دوې ماشومې نجونې چې د تعليمي کمپاين وروستۍ غونډې ته راغلې وې، غوښتنه يې وکړه چې د نجونو زدکړو ته دي ځانګړې توجه وشي:

"زما نوم زرمينه افغان دى، د نجونو لپاره تعليم ته ډېره اړتيا ده، اکثره خلک په نجونو زدکړې نه کوي او په کورونو کې يې بندې کړې وي، زه له حکومته غواړم چې په کليو کې ښه ښوونځي خلاس کړي. زه ډېره خوشاله يم چې پي ايس او دا کمپاين تر سره کړ، له دې سره اکثره خلکو خپل ماشومان په ښوونځيو کې داخل کړل.

زما نوم آسيه افغان دى، زه لاريون ته راوتلې يم چې ، موږ په هر کلي کې ښوونځى، هر ښوونکى په ټولګي کې او هر ماشوم په ټولګي کې غواړو، موږ وايو چې مور پلار بايد خپل زامن او لوڼې په ښوونځيو کې داخل کړي، په دې غونډه کې ماشومان د دې لپاره را وتلي دي چې دوى پخپله مورنۍ ژبه زدکړه غواړي."


د پښتونخوا ملي عوامي ګوند ايالتي مشر عثمان خان کاکړ هم د تعليمي کمپاين په غونډه کې زرګونو ماشومانو ته وينا وکړه او پخپلو خبرو کې يې وويل چې تعليم د هر قوم د پرمختګ لومړنى شرط دى، خو وايي دلته د تعليم په مخ کې د ولسونو له خوا نه، د مذهب په نامه د سياسي ګوندونو او حکومتونو له خوا خنډونه دي:

"زموږ د هېواد حکمرانان هيڅکله زموږ بچېانو ته تعليم نه ور پرېږدي، په دې ايالت کې چې کوم واکمن راغلي دي، که اعلى وزيران دي که نور وزيران دي او که يې بېوروکراسي ده، نه غواړي چې د پښتون بچى، د هزاره، د پنجابي، د بلوڅ، د هندو، د عيسايي او خصوصاً د خوار بچې د تعليم له نعمته برخمن شي."

په تعليمي لحاظ د وروسته پاته ايالت بلوچستان په پښتني او بلوڅي سيمو کې د تعليم د ودې او پرمختګ لپاره د حکومت، سياسي ګوندونو او د شخصي موسساتو پرله پسې هڅو ته اړتيا ده او تر ټولو زيات د زده کوونکيو او محصلينو سازمانونه د تبليغاتي کمپاينونو په تر سره کولو سره د تعليم لپاره ښه مبارزه کولاى شي.

هيله ده انتظار وکړئ

No media source currently available

0:00 0:04:17 0:00
مستقیم لېنک



بارکوال مياخېل- کوټه
XS
SM
MD
LG