د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۱۱

د هند ۱۸ لويې کمپنۍ غواړي په افغانستان کې پانګونه وکړي


د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي
په داسې حال کې چې ورځ تر بلې د هېواد د راتلونکي اقتصادي وضېعت په اړه د افغانانو اندیښې مخ په زیاتیدو دي، افغان چارواکي وایي، چې هند غواړي د کانونو، کرنې، انرژي او زیربنا په برخه کې د پام وړ پانګونه وکړي.

د هند د صنعتي کانفدراسیون د اتلسو کمپنیومسولینو د یکشنبې په ماښام د افغانستان له سکتوري وزیرانو سره یوه غونډه درلوده او د دواړو هیوادونو ترمنځ یې د سوداګرۍ او پانګونې د ډیریدو ژمنې وکړې.

د افغانستان د سوداګرۍ وزیر انورالحق احدي د هیواد اوسني شرایط د پانګونې لپاره مناسب وبلل او له هندي سوداګرو یې وغوښتل چې د افغانانو د اقتصادي پرمختګ لپاره هڅې وکړي:

(په افغانستان کې د پانګونې وضیعت ډیر ښه دی، موږ د سوداګرو د اندیښنو د لرې کولو لپاره ګړندۍ هڅې کوو.

موږ ځينې سکتورونو مشخص کړي چې د پانګونې او سوداګرۍ فرصتونه ډیر ښه په کې مساعد دي.

د افغانستان د پانګونې پياوړتیا به د اقتصادي پرمختګ ترڅنګ د هیواد د نیکمرغۍ او سولې سبب هم شي، هیله لرو چې تاسو په افغانستان کې پانګونه وکړی او زمونږ اقتصاد ته وده ورکړی.)

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې مشر قربان حقجو بیا ازادي راډیو ته وویل چې د هند د صنعتي کانفدراسیون دغه سوداګر د افغانستان د اقتصادي وضیعت د کتلو لپاره کابل ته راغلي او پانګونې ته یې زړه ښه کړی دی.

په کابل کې د هند سفیر ګاتم موکو فیدیا وایي چې په دې وروستیو کې د خپل هیواد ډیرې پانګونې افغانستان ته را جلب کړي او خپلې هڅې به همداسې ګړندۍ وساتي.

موکوفیدیا چې د یکشنبې په ماښام د افغانستان د سکتوري وزیرانو او سوداګرو په وړاندې خبرې کولې وویل، چې افغانستان ته به د انتقال په لسیزه کې ډیر پام کوي:

(له دوو کلونو راهیسې مونږ هڅې کوو چې د هند سوداګرۍ افغانستان ته را جلب کړو، د افغانستان د انتقال په موده کې زموږ د ستراتیژي اصلي برخه داده چې دلته سوداګرۍ او پانګونې ته پياوړتیا ورکړو.

دا د اقتصادي ثبات ترڅنګ سیاسي ثبات هم راولي، هرهغه څه چې افغانستان په خپلو پښو دروي، هند د افغانانو په څیرې علاقمندي ورسره لري.)

هند له دې وړاندې هم له افغانستان سره سوداګریزې اړیکې لري او د حاجی ګک د اوسپنې کان د استخراج قرارداد یې هم لاسلیک کړی دی.

د افغانستان د سوداګرۍ او صنایعو خونې هم تیرمیلادي کال د هند له صنعتي کانفدراسیون سره د سوداګرۍ او اقتصاد تفاهم نامه تمدید کړه او دواړه هیوادونه ژمنه وکړه چې د سوداګرۍچارې به ترخپل منځه جاري ساتي.

اسدالله لودین- کابل
XS
SM
MD
LG