د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۳۱ وری ۱۴۰۳ کابل ۰۳:۴۵

د ولسمشر کرزي څرګندونې د اوباما په چارو کې مداخله


واشنګټن پوسټ ورځپاڼې په خپله وروستۍ ګڼه کې د افغانستان په اړه یوه مقاله خپره کړې؛ چې عنوان يې دی، "کرزی د دې لپاره چې ځان خپلواک وښيي زیات خطرونه پر ځان مني."

ورځپاڼه لیکي، حامد کرزي د ۲۰۰۹ کال د انتخاباتو پر مهال د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکې چې یو وخت يې په اړه هیڅ پوښتنه موجوده نه وه، د پهلوانۍ له یوې سیالۍ سره مقایسه کړې او هیله يې څرګنده کړه چې؛ دی په کې ګټونکی شي.

خو د مقالې د لیکونکي په وینا، اوس چې بیا د افغانستان د ولسمشرۍ انتخابات رانزدې شوي دي؛ وضیعت بدل شوی او ولسمشر کرزي بله لاره غوره کړې ده.

واشنګټن پوسټ لیکي، د افغانستان د ولسمشر وروستیو او پر له پسې څرګندونو امریکايي چارواکي ناراحته کړي دي.

د ورځپاڼې په وینا، د ولسمشر کرزي وروستۍ څرګندونې د جمهور رییس اوباما په سیاسي اهدافو کې چې غواړي په اسانۍ سره د افغانستان جګړه پای ته ورسوي، یو ډول مداخله ګڼل کیږي.

واشنګټن پوسټ د بګرام زندان د سپارلو او له میدان وردګ څخه د ځانګړو امریکايي ځواکونو د ویستلو په اړه د ولسمشر کرزي وروستیو اعلامیو ته په اشارې سره لیکي:

حامد کرزۍ په دې څرګندونو سره غواړي خپل ولس ته وښيي چې؛ هغه یو لاس پوڅي مشر نه دی، په خپلو کړونو کې خپلواک دی او د افغانستان ملي حاکمیت ته زیات پام کوي.

د مطلب د لیکونکي په وینا د افغان ولسمشر دې اعمالو په افغانستان کې دننه د سیاسي شخصیتونه اعتراضونه پارولي. دوی وايي، دا ډول څرګندونې د کابل او واشنګټن تر منځ اړیکو باندې فشار راوړي او دا د افغانستان په ګټه نه دي.

خو ورځپاڼه د ځینو کتونکو په حواله لیکي چې؛ ښايي د ولسمشر کرزي دا څرګندونې یو شمیر نورو مسلو پورې تړوا ولري.

واشنګټن پوسټ زیاتوي له دې وړاندې ولسمشر کرزی توانیدلې چې پر امریکا خپله هره غوښتنه ومني او همدې کار نوموړي ته انرژۍ ورکړې؛ چې له واشنګټن څخه نورې غوښتنې هم وکړي او تمه لري چې دا به هم ومنل شي.

انډیپنډنټ بیا د افغانستان د کلتوري میراث په اړه مقاله خپره کړې؛ چې وايي، له خطر سره مخامخ دی.

ورځپاڼې د مس عنیک کان د استخراج موضوع راخستې او لیکي چې، د دې کان د استخراج چارې په سیمه کې ۵ زره کلن لرغوني میراث ته زیان اړوي.

د ورځپاڼې په وینا، د مس عنیک د سطحې کیندونو په نتیجه کې د بودا یوه څو متریزه مجسمه، سکې او نور لرغوني اثار چې زرګونه کاله پخواني دي، ترلاسه شوي دي.

انډیپنډنټ لیکي، په بامیانو کې د بودا د مجسمې په ړنګیدو ټولو عکس العمل وښود؛ خو په لوګر کې داسې کارترسره کیږي چې؛ د افغانستان کلتوري میراث ته ښايي لوی زیان واړوي.

د ورځپاڼې په وینا د افغانستان لرغوني او تاریخي میراث دا ځل د اقتصادي عاید قرباني کیږي.
XS
SM
MD
LG