د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۱۸

نړۍ

په سومالیا کې پر عبدالعزیزعبدینور ژورنالیست لګول شوي تورونه فسخ شول

په سومالیا کې هغه ژورنالیست راخوشې شوی چې د ډله ییز جنسي تېري له یوې قربانۍ نجلۍ سره د مرکې په خاطر بندي شوی و.

د سومالیا سترې محکمې پرون وویل، پر عبدالعزیزعبدینور لګول شوي تورونه فسخ شول. اوه ویشت کلن عبدینور له لول علي عثمان Luul Ali Osman سره مرکه چې وايي د امنیتي ځواکونو له خوا پرې جنسي تېری شوی، هېڅکله هم خپره نکړه.

دوی دواړه په تېره فبروري میاشت کې د دې جعلي کیسې د جوړولو په تور په یوه کال حبس محکوم شوي وو. تورنه مېرمن له استیناف وروسته د روانې میاشتې په لومړیو کې خوشې شوه خو عبدینور د حبس موده شپږو میاشتو ته راکمه شوه.

د بشري حقونو مدافع ډلې وايي دا قضیه د امنیتي ځواکونو له خوا له ښځو سره د پراخ ناوړه جنسي چلند د پټولو یوه هڅه وه. په سومالیا کې تېرکال د ملګروملتونو په ملاتړ نوی حکومت واک ته ورسېد.

د ورځې تازه خبرونه دلته ولولئ

روغتیا سازمان: د خوراکي موادو له لارې په کرونا له اخته کېدو مه‌وېرېږئ

د «WHO» د بېړنيو مرستو د پروګرام مشر مایک راین

د روغتیا نړیوال سازمان «WHO» له خلکو غوښتي چې د خوراکي موادو له لارې په کرونا ویروس له اخته کېدو څخه دې نه‌وېرېږي. په دې اړه اندېښنې وروسته له هغه رابرسېره شوې چې چینايي څېړونکو وویل، د دې ویروس نښې یې په خوراکي موادو او د هغو په بستو کې موندلي دي.

د «WHO» د بېړنيو مرستو د پروګرام مشر مایک راین پرون ماښام په ژنیو کې په یوه خبري غونډه کې وویل چې خلک دې له خوړو، د خوړو د موادو له بستو او پروسس شویو او په سفارش راغوښتل شویو خوړو څخه نه‌وېرېږي.

د ښاغلي راین په وینا داسې کوم سند نه‌شته چې وښيي خوراکي مواد یا د خوراکي موادو د تولید ځانګړې کړۍ به د کرونا ویروس په سرایت کې لاس لري.

د امریکا د جانز هاپکنز پوهنتون د شمېرو له مخې د 'کووېډ-۱۹' ناروغۍ له کبله په ټوله نړۍ کې د مړینو شمېر له اوو لکو اوښتی او ۲۰،۷ میلیونi کسان په دې ویروس اخته شوي دي.

د ټولو مړینو له درېیو نږدې یوه برخه د لاتینې امریکا او کارابین د حوزې په هېوادونو کې چې په سر کې یې مکسیکو او برازیل دي، پېښې شوي.

امریکا کنفوسیوس انسټټیوټ ته د بهرني مأموریت حیثیت ورکړی

د امریکا بیرغ

متحده ایالاتو د کنفوسیوس انسټټیوت ته چې د چین حکومت‌یې تمویلوي، د بهرني مأموریت حیثیت ورکړی.

اټکل کېږي چې دا اقدام به د واشنګټن او پیکېنګ اړیکې چې هسې هم ترینګلې دي، لازیات کړکېچنې کړي.

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو پرون د اګسټ په ۱۳مه په یوه بیان کې وویل، په امریکا کې د کنفوسیوس انسټټیوت مرکز هغه مؤسسه ده چې د پیکېنګ د نړیوال تبلیغاتي کمپاین لپاره کار کوي او د امریکا په پوهنتونونو او ښوونځیو کې د بدو اهدافو لپاره د نفوذ هڅه کوي.

پومپیو ویلي د چین د خلکو جمهوریت د امریکا له ازادۍ څخه د پراخو تبلیغاتو او په دې هېواد کې د خپل نفوذ د پراختیا په مقصد ناوړه ګټه اخیستې ده.

امریکا په جولای میاشت کې په هیوسټن ښار کې د چین قونسلګري وتړله او چین د ځوابي اقدام په توګه په چینګدو ښار کې د امریکا قونسلګري بنده کړه.

هیل: 'اف‌بي‌ای' بېروت کې د چاودنې څېړنې لپاره پلټونکو سره یوځای کېږي

بېروت له چاودنې وروسته

یوه لوړپوړي امریکایي ډیپلومات ویلي چې د دې هېواد د استخباراتو فدرالي اداره 'اف‌بي‌ای' به په بېروت کې د تېرې اوونۍ د خونړۍ چاودنې په اړه څېړنو کې د لبنان او نړیوالو سره یوځای شي.

په سیاسي چارو کې د امریکا د بهرنیو چارو وزارت مرستیال ډېوېډ هیل د اګسټ پر ۱۳مه وویل چې د 'اف‌بي‌ای' پلټونکي به له لبناني چارواکو سره د هغې چاودنې په اړه څېړنو کې برخه ولري.

ښاغلي هیل دا څرګندونې په بېروت کې د چاودنې څېرمه سیمې ته د درې ورځني سفر پر مهال وکړې.

هغه وویل چې د امریکا د استخباراتو فدرال ادارې کارکوونکي به د لبنان په بلنه د دې پېښې د څیړني لپاره له نړیوالو پلټونکو سره یوځای شي.

د لبنان په پلازمېنه بېروت په یوه بندر کې د اګسټ پر څلورمه نږدې درې زره ټنه امونیم نایتریت وچاودېدل چې له کبله‌یې څه باندې ۱۷۰ کسان ووژل شول، تر شپږ زره ډېر ټپیان شول او سلګونه زره نور بې‌کوره شول.

تمه ده دغه امریکایي ډیپلومات په لبنان کې د بنسټیزو سیاسي اصلاحاتو پر اړتیا ټینګار وکړي او هم به د هر هغه حکومت څخه د امریکا د ملاتړ لېواتیا څرګنده کړي چې رښتوني اصلاحاتو ته ژمن وي.

ټول بلاروس کې اعتراضونه ډېر شوي

بلاروس کې اعتراضونه

په ټول بلاروس کې سوله‌ییز اعتراضونه ډېر شوي دي.

خلکو د ولسمشرۍ انتخاباتو د رسمي پایلو په غبرګون کې اعتراضونه پیل کړي دي.

د دغو پایلو له مخې الکساندر لوکاشینکا یو ځل بیا د اکثرو رایو په اخیستلو سره د یکشنبې د ورځې انتخابات وګټل.

په همدې حال کې د بلاروس حکومت تر نړیوالو فشارونو لاندې دی چې تاوتریخوالی ختم او رامنځته شوی بحران هوار کړي.

د ملګرو ملتونو د سازمان د بشري حقونو د متخصصینو یوې ډلې پرون د اعتراض کوونکو پر وړاندې د بلاروس د پولیسو اقدامات وغندل.

دغې ډلې ویلي چې د معترضانو او خبریالانو پر وړاندې د پولیسو تاوتریخوالي دوی په غصه کړي دي.

هغوی له نړیوالې ټولنې غوښتي چې د بلاروس پر حکومت فشارونه ډېر کړي څو د دې هېواد پر وګړو له تاوتریخوالي لاس واخلي.

مکسیکو او ارجنتاین غواړي د راتلونکي کال تر لومړیو د کرونا ویروس ولري

ارشیف

مکسیکو او ارجنتاین په پام کې لري د راتلونکي کال تر لومړیو پورې د لاتینې امریکا لپاره د کرونا واکسین ولري.

د مکسیکو حکومت د پنجشنبې په ورځ په دې اړه وویل چې دوی غواړي دا کار د درمل جوړونې له یوه شرکت استرازینیکا سره د موافقې پر اساس مخته یوسي.

د مکسیکو ولسمشر اندریس مانویل لوپز یوې خبري غونډي ته وویل چې ټول به دې واکسین ته وړیا لاسرسی ولري.

په مکسیکو کې ۵۵ کسان د کرونا ویروس له کبله مړه شوي دي.

د استرازینیکا مکسیکویي استازي سیلفیا واریلا ویلي چې د واکسین فعال عنصر به په ارجنتاین کې جوړ او مکسیکو ته به لېږل کېږي او هلته به واکسین ټولې سیمې ته د انتقال لپاره بشپړ شي.

په برازیل کې چې څه باندې ۱۰۰ زره کسان په‌کې د کرونا ویروس له کبله مړه شوي، له برېتېش-سویدیش درمل جوړولو کمپنۍ سره یو جلا تړون لري.

مکسیکو وایي له روسیې څخه‌یې د هغه هېواد د کرونا ضد نوي ویروس په اړه د نورو کلینیکي معلوماتو غوښتنه کړې ده.

روسیې روانه اوونۍ اعلان وکړ چې د کرونا ضد واکسین‌یې بریالی دی.

پاکستان د نړیوالې څارنې له لېسته د وتلو هڅه پیل کړې

د پاکستان بیرغ

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر وايي، هیله لري چې د دغه هېواد په پارلمان کې د ترورېزم د ځپلو او د پیسو د سپینولو د مخنیوي لپاره د دوو نویو لایحو تصویب به سبب شي چې پاکستان د نړیوالې څارنې له لېسته ووځي.

د پاکستان د اطلاعاتو وزیر شیبلي فراز دا خبرې څو ساعته وروسته له دې وکړې چې د دغه هېواد ملي جرګې دوه لایحې تصویب کړې څو هغه هدفونه پوره کړي چې پاریس مېشتې 'اېف.اې.ټي.اېف' ډلې په فبرورۍ کې ټاکلي وو.

دا ډله د ترورېستانو مالي سرچینې څاري.

دې ډلې په فبرورۍ میاشت کې ویلي و چې پاکستان له ۲۷ ګامونو څخه ۱۴ اخیستي خو لازمه ده چې د پیسو د انتقال د څارلو لپاره نور اقدامات وکړي او د ترورېستانو د مالي چارو په اړه پلټنې وکړي.

نیوزیلنډ غواړي د کرونا ویروس د لومړنیو پېښو د سرچينې څرک پيدا کړي

د کرونا ټسټ ټیوب

نیوزیلنډ هڅه کوي له درېیو میاشتو وروسته د کرونا ویروس د لومړنیو پېښو د سرچینې څرک ولګوي.

د نیوزیلنډ صدراعظمې جاسندا اردیرن د شدید قرنطین او بندیزونو په وسیله په خپل هېواد کې د کرونا ویروس مخه نیولې وه، خو نن نیوزیلنډي چارواکو وویل چې ۱۳ نوې پېښې یې ثبت کړې دي.

په دې هېواد کې د کرونا ویروس نوې پېښې تر انتخاباتو یوازې یوه اوونۍ وړاندې څرګندېږي.

مېرمن اردیرن وویل، د 'کووېډ-۱۹' ۱۳ واړه تازه ثبت شوې مثبتې پېښې له یوې کورنۍ سره تړاو لري چې اوس ټول قرنطین شوي دي.

د فرانسې ولسمشر له پوتین سره د بلاروس او لبنان په اړه خبرې وکړې

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون او روسیې ولسمشر ولادیمیر پوتین

د فرانسې ولسمشر امانوئل مکرون د روسیې له ولسمشر ولادیمیر پوتین سره د بلاروس او لبنان په اړه ټیلیفوني خبرې وکړې.

مکرون پرون همداراز د ایران له ولسمشر حسن روحاني سره ټیلیفوني خبرې وکړې او له تهرانه‌یې وغوښتل چې په لبنان کې له لاسوهنې ډډه وکړي.

ایران د حزب‌الله د وسله‌والې سخت دریځې ډلې له لارې په لبنان کې نفوذ لري.

خو له پوتین سره مکرون په بلاروس کې له انتخاباتو وروسته پر تاوتریخوالي او د بېروت له ویجاړوونکې چاودنې وروسته د لبنان پر وضعیت د نظر تبادله وکړه.

په روسیه کې د یوټیوب یو بلاګر ونیول شو

د روسیې بیرغ

په روسیه کې د یوټیوب یو بلاګر چې له صنعتي سیمو یې وېډیوګانې اخیستې وې، نیول شوی دی.

د مسکو یوې محکمې پرون اندري پيژ په دې محکوم کړ چې په ناقانونه ډول‌یې دولتي اسرار ترلاسه کړي دي.

ټاکل شوې دغه بلاګر چې یوټیوب چینل‌یې اته لکه فالورز یا تعقیبوونکي لري، په اته کاله بند محکوم شي.

د روسیې کومیرسانت ورځپاڼې راپور ورکړی چې تورن کس د ویډیو اخیستنې پر مهال له متروکه پناه ځایونو او د اټمي وسلو د خبرداري له یوه فعال رادار مرکز نه لیدنه کړې ده.

پومپیو: واشنګټن غواړي د بلاروس اوسېدونکي د انتخاباتو ښه نتیجه وویني

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر مایک پومپیو

د امریکا د بهرنیو چارو وزیر د بلاروس د لانجمنو ولسمشریزو ټاکنو په اړه ویلي، واشنګټن د دې غوښتونکی دی چې د بلاروس اوسېدونکي د انتخاباتو ښه نتیجه وویني.

مایک پومپيو پرون له ازادې اروپا/ ازادي راډیو سره په مرکه کې وویل، د بلاروس د ټاکنو عواقب‌یې تعقیب کړي دي.

هغه زیاته کړه: "موږ د هغه څه په اړه خواشیني یو چې پېښ شوي دي، موږ له تاوتریخوالي ډک چلند وکوت، له سوله‌ییزو اعتراض کوونکو سره داسې چلند وشو چې د هغوی له کار سره مناسب نه‌و."

په بلاروس کې د تېرې یکشنبې په ورځ د ټاکنو د پایلو له اعلان وروسته د درې پرله‌پسې شپې مظاهرې وشوې. اعتراض کوونکي ټاکنې له درغلیو ډکې بولي.

د مظاهرو پر مهال زرګونه کسان نیول شوي او لسګونه نور بیا له پولیسو سره اخ‌وډب کې ټپيان شوي دي.

هلته د ټاکنو پایله کې الکساندر لوکاشینکا د شپږم ځل لپاره بریالی اعلان شوی.

د مقدونیا پولیس: ۱۴۸ ناقانونه کډوال ونیول شول

د مقدونیا پولیس

د مقدونیا پولیس وایي، دوه بېلابېلو عملیاتو کې یې ۱۴۸ هغه کډوال نیولي چې په ناقانونه توګه‌یې سفر کاوه.

اسوشیټډ پرس د پولیسو په حواله ویلي، دغو کډوالو کې چې په بار وړونکو موټرو کې پټ شوي وو، ۱۰ افغانان هم شامل دي.

پاته نور کډوال د پاکستان، هند، مصر، سوریې، بنګله‌دېش، ایران، سومالیا او فلسطین اتباع یاد شوي دي.

په دغو کډوالو کې چې د مقدونیا په مرکزي او شمالي برخو کې پولیسو ته په لاس ورغلي، ۲۹ ماشومان هم شته.

پولیسو د دغو کډوالو د قاچاق په تور دوه مشکوک کسان هم نیولي دي.

دغو کډوالو غوښتل یونان ته واوړي چې اوس د مقدونیا د کډوالو یوه کمپ ته لېږدول شوي دي.

کرونا ویروس سریلانکا کې د ځايي خلکو او فیلانو ترمنځ اخ‌وډب کم کړی

سریلانکا کې فیلان

په سریلانکا کې د وحشي ژوو د پالنې اداره وايي، د کرونا د خپرېدو د مخنیوي بندیزونو دغلته د ځايي خلکو او فیلانو ترمنځ اخ‌وډب کم کړی دی.

په سریلانکا کې د وحشي ژوو د ساتنې ادارو ویلي چې تېر کال په سریلانکا کې خلکو ۴۰۵ فیلان وژلي وو.

په هند او سریلانکا کې یوه لویه ستونزه دا ده چې فیلان وخت نا وخت په خوراک پسې ګرځي او د کروندګرو پر کښتونو او باغونو حملې کوي.

په سریلانکا کې چې ګڼ ځنګلونه لري وحشي فیلانو تېر کال ۱۲۱ تنه وژلي و.

امریکا د کرونا واکسین جوړو لپاره د 'مدرنا' شرکت سره تړون وکړ

د مدرنا درمل جوړولو شرکت

امریکا متحده ایالتونو د کرونا ویروس د ازمایښتي واکسین د سلو میلیونو ډوزو د تولید لپاره د مدرنا درمل جوړولو له شرکت سره د یو نیم میلیارد ډالرو په تړون موافقه کړې ده.

دا تړون پرون په سپینه ماڼۍ کې شوی دی.

تېره اوونۍ هم له ځینو نورو شرکتونو سره ورته تړونونه شوي و.

د امریکا متحده ایالتونو د ولسمشر ډونالډ ټرمپ اداره په دې هڅه کې ده چې د روان میلادي کال تر پایه د کرونا ضد واکسین راوباسي.

د روغتیا نړیوال سازمان د اعلان له مخې تر اوسه پورې په ټوله نړۍ کې د کرونا ویروس یا کوویډ-۱۹ وبا د ختمولو لپاره ۱۵۰ واکسینونه جوړ او ازمویل شوي دي.

امریکا داسې وخت د کال تر پایه د واکسین د جوړولو خبره کړې چې روسیې وار له مخه پرون اعلان وکړ د کوویډ-۱۹ ناروغۍ پر ضد واکسین یې جوړ او ثبت کړی دی.

د روسیې ولسمشر ولادمیر پوتین ویلي چې د روسیې په لاس جوړ واکسین کار ورکړی او ښه ثابت شوی.

روسیې دغه واکسین ته د سپوتنیک وي نوم ورکړی دی.

ایراني چارواکي: ځينې کسان د جاسوسۍ په تور نیول شوي

ارشیف

ایراني چارواکو ویلي چې ځينې خلک یې د جاسوسۍ په تور نیولي دي.

دا خبره ایراني اژانسونو د دغه هېواد د اطلاعاتو د وزارت په حواله کړې ده.

د تازه نیول شویو کسانو په اړه ډېر معلومات نه‌دي شریک شوي.

د دې تر څنګ دوه نور ایراني الاصله اتریشي وګړي د ایران د قضایه قوې له‌خوا بریټانیا، جرمني او اسرائیلو ته د جاسوسۍ په تور په بند محکوم شوي دي.

د قضایه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي پرون ویلي چې ایراني الاصله اتریشی مسعود مصاحب په لسو کلونو بند محوم شوی.

اسماعیلي زیاته کړې مصاحب چې د ایران-اتریش د ملګرتیا د ټولنې مشر و له جرمني او اسرائیلي استخباراتو سره یې اړیکې درلودې او د پوځ، اټومي، ټکنالوژۍ او روغتیايي خدماتو د پروژو په اړه یې هغوی ته معلومات ورکول.

اخوا د اتریش یوې ورځپاڼې کوریر راپور ورکړی چې ۷۳ کلن مصاحب تېر ۲۰۱۹ کال په داسې حال کې نیول شوی و چې ایران ته د روغتیاپالانو د یوه ګروپ په مشري ورغلی و.

د ایران د قضایه قوې ویاند غلام حسین اسماعیلي دویم ایرانی-اتریشی وګړی شهرام شیرخاني معرفي کړی چې د ده په خبره د بریټانیا استخباراتو ته یې کار کاوه او په لسو کلونو بند محکوم شوی دی.

ایران د نړیوالو فشارونو په مقابل کې اکثر په داسې کارونو لاس پورې کوي.

د بشري حقونو مدافع ډلې او سازمانونو ایران تورنوي چې په هېڅ پلمه بهرني وګړي او دوه تابعیته ایرانیان نیسي او کلونه کلونه یې بندیانوي.

جوبایډن 'کامالا هریس' خپله مرستیاله ټاکلې

ښي لور ته کامالا هریس او چپ لور ته جوبایډن

د امریکا په ټاکنو کې د ډیموکراټ ګوند نوماند جوبایډن اعلان کړی چې سناتوره کامالا هریس یې د خپلې مرستیالې په توګه ټاکلې ده.

مېرمن هریس ۵۵ کلنه ده او لومړۍ تورپوستې ښځه ده چې د امریکا په تاریخ کې پر یوه لوی ټاکنیز ټکټ ټاکل شوې ده.

جوبایډن پرون پر خپله ټويټر پاڼه ولیکل: "ډېر ویاړ کوم چې هریس د خپلې مرستیالې په توګه اعلانوم."

ده مېرمن هریس یوه زړه وره مبارزه بللې ده.

جوبایډن د امریکا له ولسمشر ډونالډ ټرمپ سره د نومبر میاشتې په ولسمشريزو ټاکنو کې سیالي کوي.

نور راوښيه

XS
SM
MD
LG