د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
سه شنبه ۱۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۱۰:۳۰

په غزني کې څلور تنه وژل شوي دي


د غزني چارواکي وايي، چې تېره شپه يې په دغه ولايت کې د څلورو تنو جسدونه موندلي دي، خو تر اوسه يې پېژندلي نه دي چې څوک دي، او چا به وژلي وي، زمونږ همکار سيدشاه سقيم يې په اړه نور حال راکوي.

د څلورو تنو دغه جسدونه چې عامې جامې يې په تن دي، تېره شپه ناوخته غزني ښار ته څېرمه په زرګرو سيمه کې موندل شوي او بيا د غزني ملکي روغتون ته لېږدول شوي دي.

تر اوسه پورې نه چارواکيو مړي پېژندلي او هم نه ورسره داسې سند پيدا شوی دې، چې ډاکټران يې ورباندې وپېژني.

د غزني د ملکي روغتون رئيس ډاکټر بازمحمد همت وايي، چې د دوی روغتون ته درې تنه ور وړل شوي دي.
دی وايي، درې واړه په مرميو ويشتل شوي.

((جسدونه د دريو تنو دي، چې عامې جامې يې په تن دي، خو تر اوسه يې هويت نه دی مالوم، له پلټنو داسې ښکاري چې دا تېره شپه وژل شوي دي))

خو د غزني د والي وياند فضل محمد سباوون بيا د موندلو شويو مړو شمېر څلور ښيې، او وايې چې د هېواد د شمالي ولايتونو اوسېدونکي ښکاري.

سباوون وايي، تر اوسه دا هم نه ورته مالومه چې چابه وژلي وي.

((دا څلور جسدونه په زرګرو سيمه کې موندل شوي دي، بيا روغتون ته لېږدول شوي، له څېرو څخه د هېواد د شمالي ولايتونو اوسېدونکي ښکاري، او تر اوسه يې نه قاتل مالوم شوی او نه يې هم چا مسووليت منلی دی))

څو مياشتې وړاندې هم وسله والو همدې سيمې ته څېرمه پنځه تنه عام مزدوران له موټره کښته کړي او وژلي يې وو.
XS
SM
MD
LG