د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
جمعه ۲۴ زمری ۱۳۹۹ کابل ۰۱:۱۲

د چین ولسمشر: باید د خپل هېواد پرمختګ ته غور وکړ


د چین نوی ولسمشر "شي جین پينګ"
د چین نوي ولسمشر "شي جین پينګ" نن د چین د خلکو په ملي کانګرس کې وویل؛ چې چین باید خپلو یو اعشاریه درې ملیارده خلکو ته د ښه ژوند د شرایطو برابرولو لپاره د خپلو هڅو څخه راضي نه شي او په کار کې د یوې زرې په اندازه سستۍ ته اجازه ورنه کړي.

شي جین پينګ وویل:

موږ باید په دوامدار ډول د خلکو د بنیادي ګټو د پيژندلو، خوندي کولو، ملاتړ او د هیواد پرمختګ ته غور ورکړو.

باید هڅه وکړو، چې د دې پرمختګ ګټه په مناسب ډول ټولو خلکو ته ورسیږي. موږ به د دوامدارو ټولنیزو او اقتصادي پرمختګونو پر اساس د ګډ ثبات په لور حرکت جاري ساتو."

نوی جمهور رییس په چین کې د حاکم کمونست ګوند مشر "شي جین پینګ" په دې هیواد کې د اداري فساد پر ضد هم خپل شدید دریځ څرګند کړ.

شي جین پينګ وايي، چې موږ په شدت د بیروکراسۍ، فورمالیزم، انساني حرص او افراط مخالفت کوو. د ده په وینا، د اداري فساد د له منځه وړلو لپاره خپلو جدي هڅو ته به دوام ورکړو او موږ به د کمونست ګوند بنیادي سیاسي لارښوونې په پام کې نیسو او د ګوند او د خلکو د ګډ هدف لپاره د مبارزې لوړه کوو.

په عین حال کې د چین نوي صدراعظم "لي کیکیانګ" ژمنه کړې، چې اقتصادي اصلاحاتو ته به په جدیت دوام ورکړي او چین به د زیاتیدونکې اقتصادي ودې په لور حرکت جاري وساتي.

د چین نوي صدراعظم نن خبریالانو ته وویل؛ چې د حکومتي مامورینو شمیر او د چارواکو مصارف به راکم کړي.

لي کیکیانګ خبریالانو ته وویل، چې رسمي ملیمستیاووې، د چارواکو رسمي بهرني سفرونه او د هغوی لپاره د نویو موټرو د اخیستلو اندازه به راکمه شي.

د چین حکومت پلان لري، چې تر ۲۰۲۰ (میلادي ) خپل ناخالص کورني تولیدات دوه برابره زیات کړي او د دې هیواد د اقتصادي ودې اوسط باید اوه نیم فیصده وي.

چین د نړۍ دوهم ستر اقتصادي قدرت دی.

تیر کال په دې هیواد کې اقتصادي وده اوه اعشاریه اته فیصدو ته رسیدلې وه؛ چې په تیره یوه لسیزه کې تر ټولو سست پرمختګ څرګندوي.

د چین نوي صدراعظم ویلي، چې له خپل ستر تجارتي ملګرې امریکا سره به د اړیکو پیاوړي کولو ته متعهد پاتې شي.

د پیکنګ او واشنګټن روابط په وروستیو کلونو کې تر یوې اندازې کړکیچن وو.

د امریکا متحدو ایالاتو پر چین تور لګولی؛ چې د دې هیواد د ایجنسیو او شرکتونو کمپیوټري سیسټمونه یې (هک) کړي دي.

دواړه هیوادونو په چین کې د کار او تجارت د غیر مناسبو شرایطو پر سر هم اختلافات لري.

د چین صدراعظم نن (یک شنبه) تایید کړه، چې نوی ولسمشر به ډیر ژر روسیې ته ولاړ شي. دا به د ولسمشر تر ټاکل کیدو وروسته د هغه لومړی بهرنی سفر وي؛ چې د ښاغلي لي په وینا، د پیکنګ او مسکو ترمنځ د اړیکو اهمیت څرګندوي.

چین او روسیه د تجارتي روابطو ترڅنګ په بیلا بیلو نړیوالو مسایلو ګډ دریځ لري.

د چین نوی جمهور رییس "شي جین پينګ" به یو شمیر هغو افریقايي هیوادونو ته هم ولاړ شي؛ چې پانګونه یې کړې ده.
XS
SM
MD
LG