لاسي صنایع چې د افغانستان له قدیمي صنایعو څخه دي؛ خو ښځینه صنعت کارانې یې شکایت کوي چې؛ په دې وروستیو کې یې بازار سوړ شوی دی.
د لاسي صنایعو یو شمیر صنعت کارانې وایي چې؛ په خپل کار کې ډیر زحمت تیروي، خو بازار یې دومره تود نه دی.
یو شمېر ښځینه صنعت کارانو د یکشنبې په ورځ د لاسي صنایعو په نندارتون کې آزادۍ راډیو سره په مرکه کې له حکومت نه وغوښتل چې؛ د دوی صنایعو ته د بازار موندلو په برخه کې له دوی سره مرسته وکړي.
"۱- موږ د بازار په برخه کې ډیره ستونزه لرو. یواځې د ښځو چارو وزارت په کال کې یو ځل زموږ صنایعو لپاره نندارتون جوړوي؛ نور څوګ مو غم نه خوري، ټول مالونه مو همداسې پاتې دي.
هر کال بدلونونه راځي، د یو کال شیان چې بل کال ته پاتې شي مود یې ځي بیا نو دا ټول شیان په مونږ تاوانیږي.
۲- زموږ مالونه په دایمي توګه یو بازار نه لري چې موږ هلته لاړ شو او خپل مالونه خرڅ کړو، یواځې دیته په تمه یو چې کله به یو نندارتون جوړیږي او موږ هلته خپل مالونه خرڅ کړو.
مالونه مو ټول په کور کې وي که کوم نندارتون جوړ شي ورځو کنه نو په کور کې یو."
دغه نندارتون چې د کابل په ښځینه باغ کې د ښځو وزارت له خوا د نوي کال لپاره د ښځو لاسي صنایعو په خاطر جوړ شوی و؛ د شاخوا شپېتو ښځو لاسي صنایع په کې نندارې ته ایښودل شوي وو.
ځینې یې وايي چې، ډیر کله له هیواده بهر هم د ښځو د لاسي صنایعو لپاره نندارتونه جوړیږي؛ خو په هغو کې هم ډیرو کمو ښځو ته د ګډون حق ورکول کیږي.
خو د ښځو چارو وزارت وایي چې، د ښځو لاسي صنایعو ته د بازار موندلو په برخه کې له دوی سره مرسته کوي.
د ښځو چارو وزیرې حسن بانو غضنفر هم چې دغه نندارتون ته راغلې وه؛ وویل چې، ښځې هم باید ډیر هڅه وکړي؛ څو داسې شیان جوړ کړي، چې ډیر اخیستونکي پيدا کړي.
"موږ په دوه برخو کې له دوی سره مرسته کولی شو؛ یو د دوی د ظرفیتونو لوړول دي چې؛ مخکې لږ کار ورباندې شوی، خو راتلونکې کې غواړو چې ډیر کار ورباندې وکړو.
بل په هیواد کې دننه او بهر د نندارتونونو په جوړولو کې مرسته ورسره کولی شو. موږ غواړو په راتلونکي کال کې دوی ته په هیواد کې دننه او له هیواده بهر یو دایمي نندارتون جوړ کړو او له هغو ښځو چې د لاسي صنایعو په برخه کې کار کوي غواړو چې د خپل کار کیفیت لږ لوړ کړي، تر څو چې د دوی کارونه سټنډرډ نه وي موږ نشو کولی د بازار موندلو په برخه کې مرسته ورسره وکړو."
افغان میرمنې د دې تر څنګ چې په ځینو دولتي او نړیوالو ادارو کې کار کوي؛ ځینې یې بیا په خپلو کورونو کې د لاسي صنایعو په جوړولو بوختې دي.
دوی وایي، چې د دې صنایعو په جوړولو سره غواړي خپل او د خپلې کورنۍ اقتصاد تقویه کړي.
راپور: جمیله ظریف