د لاسرسۍ وړ لېنکونه

تازه خبر
پنجشنبه ۶ غویی ۱۴۰۳ کابل ۱۲:۰۰

مشرانو جرګه: د کانکور کمېټه باید لغوه شي


مشرانو جرګې د کانکور د کمیټې د لغوه کیدو، د کانکور د نتایجو د عدلي تعقیب او په دې برخه کې د یوې ملي او اکاډمیکې کمیټې د جوړیدو پریکړه وکړه.

دې جرګې په همدې هدف د یکشنبې په ورځ د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید خپلې استجوابیه غونډې ته هم ورغوښتی وو.

د کانکور د نتایجو په اړه له پرله پسې شکایتونه وروسته مشرانو جرګې پریکړه وکړه چې د کانکور کمیټه دې لغوه شي.

مشرانو جرګې دغه پریکړه وروسته له هغې وکړه چې؛ د لوړو زده کړو د وزیر په خبرو یې قناعت حاصل نه شو.

د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید د یکشنبې په ورځ د سناتورانو هر ډول پوښتنو او اندیښنو ته ځوابونه وویل؛ خو مشرانو جرګې د کانکور د نتایجو د عدلي تعقیب او د کانکور د ملي کمیټې د جوړیدو غوښتنه وکړه.

د دې جرګې مشر فضل الهادي مسلمیار د جمع بندۍ په توګه دریو مسایلو ته اشاره وکړه او وروسته د رایو په اکثریت تصویب شول.

"د ټولو سناتورانو په خبرو کې دا وو چې؛ د کانکور کمیټه دې لغوه شي او ملي کمیټه دې جوړه شي، د کانکور سږنۍ نتیجه چې د ځینو ولایتونو اوسیدونکي یې په اړه شکایتونه لري باید د خلکو د قناعت لپاره تر عدلي تعقیب لاندې ونیول شي."

د کانکور د نتایجو له اعلانیدو وروسته د دولسمو ټولګیو سلګونه فارغینو مظاهرې وکړې او ادعا یې کوله چې په دې ازموینه کې درغلي شوې ده.

خو د لوړو زده کړو وزیر عبیدالله عبید دغه ادعاوې رد کړې او ویې ویل، چې د کانکور د ازموینې بهیر په شفاف ډول ترسره شوی دی.

ښاغلی عبید وایي، دوی خپلو ظرفیتونو ته په کتو د دولسمو ټولګو فارغین پوهنتونونو ته جذب کړي او نور زده کونکي بې نتیجې یا ناکام پاتې شوي دي.

"که زموږ ظرفیت ته وکتل شي، نو د یولک اودرویشت زره فارغینو جذب په ټوله نړۍ کې امکان نه لري. دولتي پوهنتونونه هم دومره ظرفیت نه لري.

درې کاله وړاندې موږ اتلس زره فارغین پوهنتونونو ته جذبول نو اوس دا امکان نه لري چې؛ موږ ووایو موږ ټول فارغین جذبوو."


ولسي جرګې هم د شنبې په ورځ د لوړوزده کړو وزیر خپلې غونډې ته ورغوښتی و او د کانکور د بهیر په اړه یې شدید انتقادونه پرې وکړل.

د لوړو زده کړو وزارت د معلوماتو له مخې سږکال په کانکور ازموینه کې د ناامنه ولایتونو د زده کوونکو ګډون ډیر وو؛ خو د ملي شورا غړي وایي چې، د جنګ ځپلو ولایتونو زده کونکي ډیر کم بریالي شوي دي.

د ۱۳۹۱ هجري لمریز کال د کانکور په ازموینه کې د دولسمو ټولګیو نږدې یولک او پنځه اویا زره فارغینو ګډون کړی و؛ خو له دې ډلې څخه یوازې شپږ پنځوس زره بریالي شول.

راپور: اسدالله لودین کابل
XS
SM
MD
LG